افغانستان

د امریکا پخوانۍ ځانګړې استازې: د افغانستان جګړې ګټل ناممکن دي

«له پوځي لارې د جګړې ګټل ناشوني بریښي؛ حتی هغه امریکايي نظاميان چې فکر کوي د جګړې رخ به د حکومت په ګټه یو څه بدل کړي، په دوی کې چې هغه ډیر خوشبینه وي هغوی هم په دې پوهیږي چې بالاخره په افغانستان کې د قوتونو ترمینځ د یو سیاسي جوړجاړي اړتیا شته»

نن ټکی اسیا (پنجشنبه ، ۱۲زمری، ۱۳۹۶): د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا پخوانۍ ځانګړې استازې (لورال ميلر) چې د تیري جون میاشتې پر ۲۳مه نیټه یې د کار موده پوره شوه او اوس مهال بیرته خپل پخوانۍ ادارې «رانډ کارپوریشن» ته تللې، په یوه تازه مرکه کې ویلي چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان جګړې ګټل ناممکن دي.

رانډ کارپوریشن د امریکا یوه تر ټولو منل شوې او مهمه فکري او څیړنیزه اداره ده چې د امریکا ډیری پخواني چارواکي پکې کار کوي او د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي چارواکي او مذاکرچیان هم له همدې مرکز څخه انتخابیږي.

لورال میلر د «رانډ کارپوریشن» څخه د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړې استازې په توګه ټاکل شوې وه او څو اونۍ وړاندې یې د کاري مودې تر پوره کېدو وروسته بیرته همدې مرکز ته وروګرځېده.

له نوموړې سره د امریکا یوې خبرې ویبپاڼې (VOX MEDIA) د افغانستان د وضعیت په اړه مرکه کړې، چې نن ټکی اسیا پښتو ته ژباړلې او ستاسو پام ورته رااړوو:

پوښتنه: که د ټرمپ دلایل هر څه وي، ایا تاسو د هغه له دې نظر سره موافق یاست چې افغانستان ته نور ځواکونه نه لیږي؟

ځواب: زه فکر کوم چې دلته یو څو جدي پوښتنې مطرح دي، چې باید د نورو ځواکونو تر لېږلو مخکې وپوښتل شي، له هغه څخه غوښتنه نه ده شوې چې په افغانستان کې جګړه تونده کړي، له هغه څخه غوښتنه کیږي چې د جګړې چارې په خپله غاړه واخلي، په حقیقت کې د دې معنی دا ده چې نوموړی د روان وضعیت منلو ته غاړه کیږدي.

پوښتنه: په اوسني وخت کې کوم انتخابونه د تطبیق وړ دي؟

ځواب: د امریکا د نظامي ستراتیژۍ له اړخه درې اساسي انتخابونه موجود دي، لومړی دا چي جګړه لا تونده شي او ډیر زیات عسکر ولیږل شي، لکه څرنګه چې اوباما د خپلې واکمنۍ په پیل کې دا کار وکړ [او ګټه یې ونه کړه].

دوهم انتخاب به دا وي چې د عواقبو په نظر کې نیولو څخه پرته اوسني حالت ته ادامه ورکړل شي او څو زره اضافي عسکر ولیږل شي. [تر څو د افغانستان د حکومت په ګټه د جګړې رخ بدل شي او بیا د همدې لاسته راوړنې پر اساس د طالبانو سره مذاکرات وشي، د دې انتخاب غوښتونکی د امریکا د ملي امنیت مشاور مک مسټر دی].

دریم انتخاب د امریکايي ځواکونو ایستل دي.

په دې درو سره انتخابونو کې ډېر زیات نور بحثونه هم شته، خو په ټوله ییزه توګه همدا درې پوځي انتخابونه موجود دي.

لومړي انتخاب داسې نه بریښي چې اوس مهال پرې څوک غور کوي. دریم انتخاب چې د امریکایي ځواکونو د ایستلو خبره کیږي، نو په دې اړه هم زه څه نشم ویلای، خو فکر کوم چې دا انتخاب بیا هم پر میز باندي مطرح دی. د منځني انتخاب په اړه د امریکا نوې اداره زړه نا زړه ده، ځکه چې میاشتي تیرې شوې او پر دې انتخاب بحثونه روان دي، خو لا نهايي شوي نه دي.

پوښتنه: مونږ اوس د شپاړس کلونو وروسته هم په جګړه کې یو، اخیر مونږ هلته څه بلا غواړو؟ زمونږ هدف څه دی؟

ځواب: هلته دوه پوځي هدفه دي، یو د افغاني ځواکونو په ملتیا په افغانستان کې د تروریزم پر ضد جګړه ده چې د القاعده د محدودو پاتې شونو او په وروستیو کې د داعش په خلاف روانه ده، په دغه جګړه کې افغان ځواکونه ډېره کمه ونډه لري او زیات رول په کې امریکايي ځواکونه لوبوي.

دوهم هدف د افغان ځواکونو کومک او تقویه کول دي، تر څو د طالبانو په خلاف ښه جګړه وکړي. د ۲۰۱۴ وروسته امریکا د طالبانو پر ضد په مخامخ جګړو کې فعاله رول نه لري، بلکې د افغان ځواکونو کومک او همکاري کوي، هغوی ته هوايي ملاتړ ورکوي، جنګي وړتیاوې يې روزي او له هغوی سره په لوجستیک او نورو برخو کې کار کوي.

پوښتنه: تاسو تر مرکې وړاندې وویل چې اوس خو امریکا په جګړه کې راګیر ده او ډیرې پیسې يې مصرف کړي دي، زه فکر کوم چي ستاسو دا خبره ډېره پر ځای ده. داسې معلومیږي چې امریکا په افغانستان کې نن ورځ ځکه شتون لري، چې پرون یې شتون درلود، او مونږ به ځکه په راتلونکې کې هلته شتون ولرو چې اوس هلته موجود یو، اوهمداسي به دا سلسله دوام کوي. زه چې څومره پوهیږم نور ټول توجیهات ناکامه شوي. امریکا په افغانستان کې داسې مثال لري لکه د یوه غټ سیند په مخ کې چې سړی بند جوړ کړي، چې څرنګه یې پرېږدې، هر څه به له مینځه ولاړ شي.

ځواب: زما په نظر په تیرو ۱۶ کلونو کې زمونږ ډېرو پالیسیو او پریکړو مونږ په داسي حالت کې اچولي یو چې اوس مونږ په اسانه ځان نه شو خلاصولای. امریکا اوس هم په سیمه کې امنیتي ګټې لری، لا هم ګواښونه شته، خو دا هم یو واقعیت دی چې په کومه طریقه مونږ دغه ګټې ساتو، همیشه یې زمونږ په لار کې خنډونه جوړ کړي دي.

پوښتنه: زه به په مستقیمه توګه دا یوه پوښتنه وکړم: ایا دا یوه داسي جګړه ده چې وبه ګټل شي؟

ځواب: نه؛ پوځي بریا په هیڅ وخت کې ممکنه نه بریښي. دا زښت ډېر پیچلی وضعیت دی. د افغانستان د سیاست په اړه ډیر شکایتونه حقیقي او پرځای دي. دغه راز په افغاني ټولنه کې د اختلاف ډیر عوامل شتون لري. هیڅ اړخ باید د سولې په پروسه کې له سیاسي واک څخه محروم نه شي. او دا هغه څه دي چې اوس یې څرک نه لیدل کیږي.

دلته دا حقیقت هم موجود دی چې پاکستان د طالبانو مشرانو ته اجازه ورکړې تر څو په دغه هیواد کې ازادانه ژوند او تحرکات ولري. د پاکستان حکومت طالبانو ته د ازاد تګ راتګ زمینه مساعده کړې، څیړنې ښيي چې داسي یو وسلوال مخالفت ته ماتې ورکول چې هغه د ګاونډيو هیوادونو څخه ملاتړ ولری، انتهايي زیات مشکل دی.

پوښتنه: ایا ته یو داسې معتبر شخصیت یا کارپوه پيژنې چې هغه فکر کوي مونږ په افغانستان کې جګړه ګټلای شو؟

ځواب: که رشتیا ووایم، نه.که ستا مقصد پوځي بریا وي، نه. حتی هغه امریکايي نظاميان چې فکر کوي د جګړې رخ به د حکومت په ګټه یو څه بدل کړي، په دوی کې چې هغه ډیر خوشبینه وي هغوی هم په دې پوهیږي چې بالاخره په افغانستان کې د قوتونو ترمینځ د یو سیاسي جوړجاړي اړتیا شته. د افغانستان د ارامۍ لپاره د جګړې په ډګر کې کومه واضحه تګلاره نشته.

پوښتنه: نو په داسي یو صورت کې د ملي امنیت د مشاور مک مسټر دلیل څه دی، کوم چې هڅه کوي ولسمشر ټرمپ ته د اضافي ځواکونو په لیږلو قناعت ورکړي، او داسي برېښي چې په دې هڅه کې بریالی هم نه دی؟

ځواب: زه د بل چا په نمایندګي خبرې نه کوم، هغوی خپله خبره پخپله کولای شي. خو زه دومره ویلای شم چې ځیني کسان داسې استدلال کوي چې ممکن څو کلونه وروسته د افغان ځواکونو په جنګي وړتیاوو کې ښه والی راشي او همدا جګړه به د حکومت په ګټه راوګرځوي، تر څو بیا حکومت له قوي موقف څخه له طالبانو سره مذاکرات وکړي، نه له داسې موقف څخه چې په مقابل کې يې د طالبانو ځواک غښتلی وي.

دا موقف ډېر بې منطقه هم نه دی که چیري یې د ملاتړ لپاره ښه تحلیلونه وړاندې شي چې ثابته کړي چې رښتیا هم د دغې ستراتیژۍ په مټ پرمختګ راتلای شي.

معلومه خبره ده، چې په هره جګړه او شخړه کې متقابل لوري غواړي چې له قوي موقف څخه مذاکراتو ته داخل شي، نو همداسي به طالبان هم غواړي.

پوښتنه: زه فکر کوم دا یو داسي منطق دی، چې مونږ د دایمي پاتې کیدنې په بحث کې اچوي، او هغه دا چې مونږ باید په افغانستان کې د حکومت ملاتړ ځکه وکړو چې که مونږ له افغانستان څخه واوځو حکومت رانسکوریږي، مګر دا ستونزه به همېشنۍ وي، هو که امریکايي ځواکونه هلته د دایمي استوګنې طاقت لري، بیا سمه ده.

ځواب: ښه خبره دا ده چې مونږ داسې فکر ونه کړو چې مونږ دا کار په ښه او سمه توګه سرته نه دي رسولي او که په سمه توګه یې ترسره کړو نو د وتلو لپاره به ښه موقع رامنځته کړو.

زه د خلکو دا خبره د خطر زنګ ګڼم چې وايي: «ښه سمه ده مګر اوس مونږ متوجه شوي یو، دا ځل به یې سم وکړو». دا خبره ځکه سمه نه ده چې اول خو د دې تګلارې عملي کوونکي هماغه مخکني خلک دي، حتی که لوړپوړي پالیسي جوړونکي بدل هم شي، د نوي پالیسۍ د عملي کولو لپاره همدا پخواني خلک او ځواکونه کارول کیږي. هیڅوک د هغو تازه او عاجلو اصلاحاتو اقدام نه کوي کوم چې پخوانيو له پامه غورځولي.

مونږ کیدای شي د راتلونکي ممکنه حالت په تخمین کې بېلابېل نظرونه ولرو، خو د ماضي تجارب د ټولو په وړاندې ایښي دي.

زما په نظر د تیرو ۱۶ کلونو تجربه دا جوتوي چې اقلا په راتلونکو څلورو کلونو کې د افغانستان له لویو چلینجونو سره په تعامل کې مونږ هیڅ د پاموړ بدلون نه وینو. خو د دې دا مطلب نه دی چې په افغانستان کې نو هیڅ پرمختګونه نه دي شوي او یا نه کیږي، پرمختګونه شته، خو د امریکا لپاره دا ناممکنه ده چې په لویه کچه چټک پرمختګونه وکړي.

پوښتنه: ستا په نظر څومره وخت ته نوره اړتیا ده چې هلته د افغانستان حکومت اقلا دومره جوړ شي چې کله مونږ خپل ځواکونه باسو، نو حکومت به یې نه رانسکوریږي؟

ځواب: زه هیڅ نه پوهیږم. خو تاسو ته ځیني ارقام درکولای شم، تاسو خپله اټکل وکړئ چې له دغه هدف څخه مونږ څومره ډېر لیري یو. افغانان د خپلو امنیتي ځواکونو او امنیتي بنسټونو لپاره تر اوسه ۱۰٪ مصارف ورکوي، پاتې ټول لګښتونه د بهرنۍ نړۍ په غاړه دي، نو ایا هغه به کله وي چې دوی د خپلو ځواکونو ۵۰٪، یا ۶۰٪ او یا ۹۰٪ مصارف پخپله ورکړي؟

د دغې زمانې د راتګ اټکل نه شي کیدی. دا چې افغان ځواکونه له وسلوالو مخالفینو سره په جګړه کې له بهرني ملاتړه پرته په ډیره ټیټه کچه هم د امنیت ټینګولو وړتیا نه لري، نو دوی به کله هم پر خپل ځان بسیا نه شي.

پوښتنه: ستاسو د ټولو خبرو په رڼا کې ستاسو په باور تر ټولو عاقلانه لار کومه ده؟ مونږ باید څه وکړو؟

ځواب: له نظامي لحاظه دا خبره معقوله ښکاري چې په کمه کچه اضافي ځواکونه ولیږل شي، که چیري دا د افغانستان د امنیتي ځواکونو لپاره ګټور وي او د هغوی د ناکامیو مخه نیولای شي. خو که چیري امنیتي حالت ورځ تر بلې د کمزورۍ پر لور روان وي نو زمونږ انتخابونه ډېر کم دي. که چیري مونږ همدا اوسنی بندوبست جاری وساتلای شو نو کیدای شي بیا کله داسي نور انتخابونه ومومو چې غور ورباندي کیدلای شي.

په سیاسي برخه کې، زما په نظر د سولې پروسه او د مذکراتو له لوري ثبات راوستل باید د امریکا تر ټولو مهم اولویت وي. زه فکر کوم چې له سیاسي جوړجاړي پرته بله هیڅ لاره نشته تر څو په افغانستان کې روانه شخړه حل شي. په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي لپاره هلې ځلې به مونږ ته دا موقع هم راکړي چې له پاکستان سره خپل اختلافات حل کړو.

که څه هم امریکا د مذاکراتو په ستراتیژۍ وخت په وخت کار کړی دی، خو هغسې لومړیتوب یې نه دی ورکړی لکه څنګه چې نظامي اړخ ته ورکوي.

پوښتنه: ستا تر ټولو ښه اټکل کوم دی: دا جګړه به د امریکا لپاره څنګه ختمه شي؟

ځواب: دا ډېره سخته ده چې د جګړې د ختمېدو په اړه اوس مهال وړاندوینه وشي، زه فکر کوم که چیري د مذاکراتو له لاري د جګړې پای او زمونږ امنیتي اهداف تر لاسه نه شي، دا جګړه به په امریکا کې په بشپړه توګه سیاسي ملاتړ له لاسه ورکړي.

زه تاته نه شم ویلای چې دا جګړه به څرنګه پای ته ورسیږي. خو هغه څه چې زه یې ویلای شم هغه دا دي چې اوس مونږ څه کوو، هغه یو دایمي حل نه شو بللای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x