نن په انځورونو کي

د افغانستان او بنګلادیش کرکټ سیالي په انځورونو کې

نن ټکی اسيا: د اسيايي کريکټ اتلوليو پنځمه لوبه کې نن افغانستان کوربه هيواد بنګلاديش ته په ۳۲ منډو ماتې ورکړه. دغه لوبه افغانستان لپاره یوه تاریخي لوبه وه. افغانستان تر دې دمخه هيڅ یو ټيسټ کرکټ لوبډلو ته ماتې نه وه ورکړې. دا لومړی ځل دی چې بنګلادیش له افغانستان سره مخامخ کیږي او په لومړي ځل ترې ماتې خوري.

دا هم د نن ورځې د سیالۍ څو انځورونه

افغان لوبغاړي د بنګلادیش د لوبې تر پيل کېدو مخکې له لوبڅار (امپایر) څخه د ماښام لمونځ لپاره د پنځو دقیقو وخت غوښتنه وکړه، چې د لوبڅار لخوا ورکړل شوه. افغان لوبغاړي تر لمونځ وروسته په جمه سره دعاء کوي.

20

د افغان لوبډلې کپتان محمد نبي د ضیاء الرحمن په بولډ اوټ کولو باندې خوشحالي څرګندوي. ضیاء الرحمن په ورستیو څو اورونو کې خورا تېزه لوبه وکړه، داسې ښکارېده که نوموړی تر پایه پورې پاتې شوی و، نو امکان و چې افغان لوبډلې مسابقه بایللې وه.

 

3

 بنګلادیش لوبډله د نوروز منګل په سوځېدو خوشحالي کوي. نوروز منګل رن د خپلې تېروتنې له امله په ۲۴ منډو رن  اوټ شو

19

افغان لوبډله تر بریا وروسته

21

د بنګلادیش کپتان مشفق الرحیم خپل سیال محمدنبي ته مبارکي ورکوي. افغانستان دا لوبه په ۳۲ منډو وګټله.

9

سمیع الله شینواری د مومن الحق د ویکټې تر اخیستلو وروسته

10

مومن الحق د سمیع الله شینواري په بال بولډ اوټ شو. نوموړي ۵۰ منډې جوړې کړې او د بنګلادیش په لوبډله کې تر ټولو ښه وځلېد.

15

سمیع الله شینواري نن ۸۱ منډې جوړې کړې. شینواري او اصغر ستانکزي په ګډه ۱۶۴ منډې جوړې کړې. دوی دواړو د افغانستان په بریا کې کلیدي رول ولوباوه.

yy

اصغر ستانکزي نن خورا ښه لوبه وکړه، نوموړی که څه هم په پیل کې سسته لوبه کوله خو وروسته یې پرلپسې څو زورور شاټونه ووهل. اصغر ستانکزي ۹۰ منډې جوړې کړې.

11

د بنګلادیش لومړی لوبغاړی شاپور ځدران وسوځولو. دا وخت د بنګلادیش ۱ رنز و.

 

16

نجیب الله ځدران د عبدالرزاق په بال بولډ اوټ شو. نوموړی مخکې تردې چې بالر بال وغورځوي، بال پسې ووت او یو غیر ذمه وار شاټ کوښښ یې وکړ چې په ترڅ کې يې بولډ اوټ شو.

 

12

په بالرانو کې شاپور ځدراڼ ښه بالینګ وکړ. نوموړي په ۸ اورونو کې ۳۲ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي يې وسوځول.

13

حمید حسن ته د زیات شمېر افغانانو سترګې دي، نوموړي نن په اول اور کې د بنګلادیش یو ویکټ وغورځوله. حميد حسن د لوبې په پای کې یو ځل بیا ټپي  شو او بېرته کیناست.

 uu

اصغر ستانکزی د یو کیچ اخیستلو ناکامه هڅه کوي. افغان لوبډلې په ننۍ مسابقه کې کابو ۶ کیچونه خطا کړل.

23

او دا هم د بنګلادیش لوبډلې ملاتړي. دغې لوبې ته زښت زیات بنګالیان راغلي و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x