دیني، سیرت او تاریخ

انتقام او اخستل یي! ( اوله برخه)

مفتي عبدالباقي احسان

الله جل جلاله چي په انسان کي کوم صفتونه ایښي دي هر صفت یي مثبت او منفي اړخ لري چي د انسان د دغه صفتو څخه یو صفت د انتقام اخستلو د جذبې دی، انتقام اخستل په شرعي لحاظ په خپل ځان کي دوه جهته لري یو یي دنیوي اړخ دی، دوهم یي اخروي اړخ دی.

اول اړخ: انتقام په دنیوي امورو کي!

که چیري کوم مسلمان ته په مالي یا بدني لحاظ د بل شخص لخوا څخه کوم نقصان ورسیږي، په دغه صورت کي اولی او بهتره خبره د انسان لپاره دا ده چي تر خپل حق تیر سي او تیري کونکي ته عفوه وکړي

و یر وی أن رجلا قال للنبي صلی الله علیه وسلم یارسول الله قل لي قولا ینفعني به و أقلل لعلي أعرفه، قال: ( لا تغضب) فأعاد علیه المسألة قال: ( لا تغضب ) فأعاد علیه المسألة قال: ( لا تغضب ). اخرجه البخاري فی الادب المفرد، و الترمذي.

ژباړه: د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه روایت کړل سوی چي یو سړې نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته وییلي وه چي: ته ماته زما د فهم په اندازه په لنډ ډول داسی څه ووایه چي زما لپاره ګټور وي، ده صلی لله علیه وسلم ورته وویل چي ( غوصه مه کوه ) سړې خبره تکرارا وکړه، ده صلی لله علیه وسلم ورته وویل چي ( غوصه مه کوه )، سړي خبره بیا تکرار کړه، ده صلی لله علیه وسلم ورته وویل چي ( غوصه مه کوه ).
ځکه نو مسلمان باید د دنیوي حق تلفۍ په صورت کي له زغم او صبر څخه کار واخلي، سمدستي سوټي ته لاس نکړی، ځکه سوټی غورځول اسانه دی، خو تر وده او پور یي ځان ایستل مشکل کار دی .

که چیري د مسلمان حق عوښتنه په دین کي د فتنې او فساد سبب ګرځیدی علماء کرام فرمایي چي په دغه صورت کي به محق یا حقداره تر خپل حق هم د دې لپاره تیریږي. چي په دین کي زیان ونکړي

في هذه الآیة دلیل علی وجوب الحکم بسد الذرائع، فیها دلیل علی ان المحق قد یکف عن حق له اذا أدی الی ضرر یکون فی الدین. تفسیر القرطبي ج ۷ ص ۶۱

ژباړه: دغه آیت ( ۱۰۷ انعام) پردې خبره دلیل دی چي د ( فتنې ) د اسبابو بندول هم واجب دي. او دغه آیت پردې باندي هم دلیل دی چي حقداره باید په هغه وخت کي تر خپل حق تیر سي چي د حق ترلاسه کول یي د دین په تاوان وي .

عدم انتقام یا عفوه یوازي د کمزورو خلګو کار نه دی، بلکه حضرت معاویة رض الله عنه فرمايي چي: تر ټولو ښه انسان په عفوه کي هغه کس دی چي د انتقام قدرت او طاقت ولري.

و قال معاویة: ان أولی الناس بالعفو أقدرهم علی العقوبة. غرر الخصائص الواضحة ص ۵۰۲ طبع: دار الکتب العلمیة.

که چیري کوم کس په دغه انتقام سره خپله جذبه سړول غواړي، او د نه انتقام په صورت کي د پښیمانۍ احساس کوي،نو تر انتقام اخستلو مخته دي لږ د هغه پښېمانۍ په باره کي هم سوچ او فکر وکړی چي تر انتقام اخستلو وروسته یي کوي.

وقال جعفر الصادق: لأن أندم علی العفو عشرین مرة أحب الی من أن أندم علی العقوبة مرة واحدة. غرر الخصائص الواضحة ص ۵۰۲ طبع: دار الکتب العلمیة.

ژباړه: جعفر الصادق وییلي دي چي: د انتقام تر یوه وار پښیماني زه دعفو شل ځله پښیماني غوره ګڼم.
د لیکني په دوهمه برخه کي به انتقام ته په دیني امورو کي تر خپله توانه وضاحت ورکړو ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x