نړۍ

کشمير: وسله وال بريد هندي ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې

د هند تر ولکې لاندې په کشمير کې په پوځيانو وسله وال بريد شوی، چې په ترڅ کې يې درې تنو هندي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هندي رسنيو ويلي، چې دغه پېښه د کشمير د شوپيان په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې هندي عسکر د پلټنو په عملياتو بوخت و.
په راپور کې راغلي، چې په دغه نښته کې د يو هندي جنرال په ګډون يو تن عسکر وژل شوی او يو بل سخت ټپي دی.

په ورته وخت کې د هند تر ولکې لاندې په کشمير کې د دوو کشميري ځوانانو د وژل کېدو راپور هم ورکول شوی دی.

ويل کېږي، چې دغه دوه تنه کشميريان د هندي ځواکونو په ډزو سره وژل شوي دي.

شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې، د هندي کشمير د انانت ناګ ښار د بوتين ګو په ولسوالۍ کې د وسله والو او پوليسو تر منځ په نښته کې ۷ تنه ووژل شول او پنځلس تنه نور ټپيان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x