نظــر

دنوماندانو ځوځ باغ او ګونګو باغ!

زمونږ یو سپین ږیری کلیوال چي دژوند زیاتي شپي یی په هــندوستان کي تیري شوي وي خبره به یي کوله وایي افغانانو به چي کله هندۍ ښځي له هـندوستانه راوستلي نو هغلته به یي ښځو ته لاپي شروع کړي چي(افغانستان دومـره ښایسته ځاي ده داسي باغـونه لري مشهور او ښایسته باغونه یي ځوځ باغ، ګونګو باغ،اوکورغ باغ دي هغوۍ غریبان چي له دي نامــونو ســره بلــد نه وو فکر یی کاوه چي ولا که دځمکي په مخ جنت ده نو دغــه ده
دویمه دریمه ورځ به یي مخه ورسـره رانیولي وه افغانستان ته به راورسیدل په خړ پړ کلي به ولګــیدل نو بیا به یي ټوله شپه او ورځ په دغه ګونګو باغ او ځوځ باغ کي ژړل.

اوس هـم هغه کیسه روانه ده نوماندان افغان بي خبره ولس ته هغه دګونګو باغ،ځوځ باغ،او کورغ باغ خبري کوي.
دوۍ غــواړي افغان ولس په نویو اصطلاحاتو او نومونو سره خطاباسي تحـول،تداوم،سـوله،ثبات،او عــدالت هغه پراشوټي نومونه دي چي کرزی له همدي نامــونو سره په افغانستان را نازل شو.

همدغــه نوماندان چي اوس دتحــول او تداوم خبري کوي تر پرونه دکرزي تر شا ولاړ وو همدوۍ دکرزي دمفــسـد نظام لوړپوړي چارواکي او وزیران وو
خو نن دانتخاباتو په نوم نوي ډرامي لپاره دمستقلو کاندیدانو په رول کي رامخ ته شوي.

اصلأ دوۍ هم هغه بي کفایــته غــله فاســد او پردي پال اشخاص دي چي دا دولسـم کال یي ولس ته امتحان ورکړی ولس یي باید وپیژني ولس او رښتیني افغانان باید د دوۍ په نویو اصطلاحاتو غـلـط نه شي.

د نوماندانو نوي اصطلاحات هـم هغه دهند میشتو افغانانو ګونګو باغ او ځـوځ باغ ته ورته نومونه دي چي دخلکو دتیر ایستلو لپاره یي کاروي
که دنوماندانو په اصطلاحاتو خطا شوئ په ګونګو باغ او ځـوځ باغ پسي ولاړۍ نه به تحول و وینۍ او نه تداوم په تش میدان او خړ پړ کلی به ولګیږی چي بیا به وروسـته په خپله رایه افسـوس کوئ او هیڅ به په لاس نه درځــي.

عبدالله عمري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x