افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکلوسن

ټرمپ د افغانستان له جګړې څخه مایوس؛ غواړي مشر جنرال ګوښه کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه ، ۱۲زمری، ۱۳۹۶): د امریکا یوه جګپوړي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د افغانستان د جګړې په اړه هک پک دی او له همدې وجې ورڅخه د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ستراتیژۍ جوړول پاتې دي. په دې مینځ کې داسې اندېښنې هم شته چې ښايي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال (جان نیکلسن) له خپلې دندې وشړي.

د جولای په ۱۹مه ولسمشر ډونلډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له خپلو لوړپوړو امنیتي سلاکارانو سره غونډه درلوده او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د افغانستان د شپاړس کلنې جګړې د وضعیت په اړه لا زیات معلومات ورکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس د یادې غونډې فضا هغه وخت خړه پړه او په جنجال واوښته چې ټرمپ د دفاع وزیر (جیمس میټس)، لوی درستیز (جوزف ډنفورډ) او د بحري ځواکونو یو تن جنرال ته په خطاب کې وویل چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال (جان نیکلسن) له خپلې دندې ګوښه کول پکار دي، ځکه چې د افغانستان جګړه نه شي ګټلی.

رویټرز ته لوړپوړو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په غونډه کې ټرمپ امریکايي سلاکارانو ته وویل: «مونږ په جګړه کې ګټونکي نه یو».

یاد اژانس ته سرچینې زیاته کړې چې د غونډې په پای کې د ټرمپ د ستراتیژۍ جوړولو مشر (سټیف بانون) د سپینۍ ماڼۍ امنیتي سلاکار (مک ماسټر) سره د امریکا د پالیسۍ د تګلارې په موضوع کې بحث کاوه چې خبرې يې په ناندریو او غالمغال واوښتې.

سرچینه وايي چې د امریکا په پوځ باندې د ټرمپ د توندو نیوکو له کبله، چې ګویا د دوی له لاسه یې د افغانستان جګړه وبایلله، یو شمېر چارواکي له غونډې څخه هک پک او په سراسیمه حالت کې راووتل.

د سرچینې په وینا اوس د دفاع وزیر، د سپینې ماڼۍ امنیتي سلاکار او یو شمېر جګپوړي سلاکاران په ګډه د ټرمپ د پوښتنو او نیوکو لپاره د ځوابونو په موندلو کار کوي ترڅو نوموړي ته قناعت ورکړي چې د دوی لخوا وړاندیز شوې ستراتیژي ومني.

سپینې ماڼۍ تراوسه د یادې لانجمنې غونډې د جریان په تړاو څرګندونې نه دي کړي.

ټاکل شوې چې د جګپوړو امنیتي او نظامي چارواکو بله غونډه نن د پنجشنبې په ورځ ترسره شي.

که څه هم د امریکا د دفاع وزیر د ټرمپ لخوا د ورسپارل شوي صلاحیت له مخې د ۴۰۰۰ نورو عسکرو د لیږلو تصمیم نیولی، خو د ټرمپ لخوا د نوې ستراتیژۍ د اعلان تاخیر یې د تطبیق په وړاندې خنډ ګرځیدلی.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، ټرمپ له پخوا څخه په بهرنیو جګړو کې د امریکايي ځواکونو له ښکېلتیا سره جوړ نه دی او وخت په وخت یې په دې اړه خپله عدم دلچسپي څرګنده کړې.

یاد اژانس د جګپوړو چارواکو په حواله راپور ورکړی چې ټرمپ دا تقاضا لري چې د افغانستان حکومت باید د مرستو په بدل کې امریکا ته د افغانستان په هغو طبیعي زیرمو کې برخه معلومه کړي چې ارزښت یو تریلیون ډالره اټکل شوی.

خو نور چارواکي په دې نظر دي چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت له ټینګښت پرته، چې ښايي کلونه نور وخت وغواړي، ناشوني ده چې د افغانستان طبیعي زیرمې استخراج او نړیوال مارکټ ته لار ومومي.

خو د سرچینو په وینا، له ټرمپ سره دا اندیښنه ده چې چینایان د افغانستان له طبیعي زیرمو څخه استفاده کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د