ورزش

کریکټ: جنوب افریقا د انډر ۱۹ نړیوال جام وګټی

نن ټکی آسیا: نن ورځ د پاکستان او جنوب افریقا تر منځ د انډر ۱۹ نړیوال جام فاینل لوبه تر سره شول، چي د جنوب افریقا په بریا سره پای ته ورسیده، او په دې توګه دغه هیواد د انډر ۱۹ نړیوال جام چمپئن اعلان سو.

باید وویل شي چي جنوب افریقا د کرکیټ په تاریخ کي د لومړی ځل لپاره په دې وتوانیدی چی نړیوال جام وګټي، که څه هم هغه د انډر ۱۹ وي.

دا لوبه په دبۍ کي تر سره شول، او لومړی په کښي پاکستان بیټنګ ته ترجیح ورکړه، ځکه چي پچه یې ګټلې وه، او حق ددوی وو، چي لومړی بیټنګ ته زړه ښه کوي، او که بالنګ کوي، خو پاکستان د بیټنګ فیصله وکړه ، چي په ګټه یې تمامه نه شول، ځکه ټول لوبغاړي یې یوازي په ۱۳۱ منډو جوړولو سره له لاسه ورکړه، په داسي وخت کي چي لا پنځه اوره او درې بالونه پاته وه.

په جواب کي جنوب افریقا یاد هدف یوازي په ۴۲ اورونو او یو بال کي تر لاسه کړ، او ۴ وکټي یې له لاسه ورکړې.

د لوبي غوره لوبغاړی د جنوب افریقا C Bosch اعلان شو، چا چي ښه بالنګ وکړ، او د مخالفي لوبډلي ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x