ښوراندام سيمه کې پر بهرنيو ځواکونو د سرتيري بريد انځور

په کندهار کې پرونۍ خونړۍ ورځ / ځانګری انځوريز راپور

نن ټکی اسیا (پنجشنبه ، ۱۲زمری، ۱۳۹۶): د هيواد جنوبي ولايت کندهار پرون د چهار شنبې په ورځ (زمری ۱۱ مه) د بېلا بېلو خونړيو بريدونو شاهد وو.

د بريدونو په پايله کې طالبانو ، چارواکو او همدا راز ملکي وګړو ته ګڼ شمېر مرګ ژوبلي اوښتي. چې تفصیل یې په لاندي راپور کې لوستلای شئ!

پر بهرنيو ځواکونو سرتېری بريد :

پرون د چهار شنبې په ورځ غرمه مهال د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ په ښورندام سيمه کې د بهرنيو ځواکونو پر هغه موټريز کاروان د طالب سرتيري (اسدالله کندهاري) له لوري موټر بم بريد وشو کله چې یاد کاروان د کندهار له ولايت نه تر غونډي کولو وروسته د هوايي ميدان په لور روان وو.

په خواله رسنيو کې دا عکس د پروني سرتيري بريدګر بلل کيږي.

د امريکا د دفاع وزارت وياند جيف ډېوېس د پيښي د پخلي تر څنګ ومنل چې کندهار ښار ته څېرمه په سرتيري بريد کې د دوی دوه سرتيري وژل شوي.

د جيف ډېوېس په وينا یادو بهرنيو سرتيرو افغان ځواکونو ته د مشورې او روزني ورکولو ماموريت پر غاړه درلود.

د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت په بريد کې د ۲ امريکايي سرتيري وژل او د ۴ نورو ټپي کېدل منلي.

طالب ويندوی قاري يوسف احمدي د بريد د مسؤليت تر څنګ ۱۵ امريکايي سرتيرو ته د مرګ ژوبلي اوښتو تر څنګ د دوو ټانګونو د بشپړ ويجاړېدو خبر هم ورکاوه.

په سرحدي ولسواليو کې جګړې او نښتي:

د کندهار ولايت د سرحدي ولسواليو معروف او ارغستان تر څنګ په خاکرېز او ميوند ولسوالۍ کې هم د چاودنو او جګړو له امله تلفات را منځته شوي.

معروف :

د معروف ولسوالۍ د آمندي د زيارتو په سيمه کې د سرحدي عسکرو پر پوستې د شپې له ۱۱ بجو نه تر ۴ بجو طالب وسله والو جګړه کړې.
چارواکي د جګړې پخلی کوي ، که څه هم طالبان د ۱۰ تنه عسکرو د وژل کېدو خبره کوي خو حکومتي چارواکو د مرګ ژوبلې اړوند کره شمېره نه ده څرګنده کړې.

ارغستان:

په معروف کې تر نښتي وروسته د همدې ولسوالۍ سره په څنګ کې د ارغستان ولسوالۍ د وام درې په سيمه کې طالب وسله والو د سرحدي پوليسو پر پوسته د وسله وال بريد په پايله کې د چارواکو په وينا لس تنه سرحدي سرتيري وژلي او يو يې له ځان سره ژوندی بېولی.

چارواکي وايي په همدې بريد کې اته وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د طالبانو ويب پاڼه الاماره د ۱۲ سرحدي پوليسو د وژل کېدا تر څنګ ليکي: ((همداراز دګوډاګیانویوه شوبله ، یوه دهشکه ، یو وسط هاوان ، یوراکټ، یوثقیل،۴کلاشنکوفونه ، یود شپې دوربین ، ۸۵۷۰۰۰ پاکستانۍ کالداري ، ګڼ شمېرمرمۍ اومهمات د مجاهدینولاس ته ورغلي)).

ميوند :

د ميوند ولسوالۍ د جوګرم په سيمه کې د ملکي وګړو پر ټونس موټر د چاودني له امله درې تنه وژل شوي ، د پيښي اړوند کوم لوري څه نه دي په ډاګه کړي.

د ماين چاودني پيښي حکومتي چارواکي د طالبانو ور له غاړي کوي خو دوی بيا د خپل سپيناوي لپاره د سړک پر غاړو د ماين ښخولو مسؤليت په اصطلاح سنګوريانو ته راجع کوي.

خاکرېز:

د يادي ولسوالۍ د شلغې او منډيګګ پر پوستو د بريدونو په مهال ۷ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې چې درې تنه يې وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

چارواکي وايي طالبانو ته يې هم مرګ ژوبله اړولې خو کره شمېره يې نده په ډاګه کړې.

طالبانو منلې چې پر يادو پوستو يې د شپې مهال بريدونه کړي.

د کندهار فعال خبريال صديق الله افغان

د نا امنيو او بريدونو له امله د چارواکو له دندو ګوښه کول :

په کندهار کې وروسته له هغه چې په خاکرېز ولسوالۍ کې نژدې ۷۰ تنه امنيتي ځواکونه ووژل شول ، نا امنۍ او د طالب وسله والو بريدونه زيات شول ورسره جوخت په نظامي تشکېلاتو کې ستر بدلونونه رامنځته شول چې په لاندي ډول دي:

د ملي دفاع وزارت له لوري د وروستيو تلفاتو او بريدونو د رامنځته کېدو وروسته
لومړی : د ۲۰۵ اتل قول اردو پخوانی قومندان جنرال امام نظر بهبود له دندي ګوښه کړی او پر ځای يې نوی قومندان ټاکلی خو لا تر اوسه ياده ټاکنه نه ده تائيد شوې.

د ۲۰۵ اتل قول اردو قومندان جنرال امام نظر بهبود

دوهم : لومړۍ لوا ته ډګروال رحمت شاه قيمتي

دريم : ضربتي لوا ته ډګروال عبدالصمد حکيمي

څلورم : دريمي لوا ته ډګروال عبدالرحيم حقجو ټاکل شوي چې د چارواکو په وينا دا قومندان يادو وظيفو ته اهل کسان دي.

د طالب مرستيال والي ( عبدالله ) مرکه :

د طالب وسله والو په تشکيل کې د دوی له خوا کندهار ته د ټاکل شوي مرستيال والي عبدالله نومي طالب سره تېره ورځ ږغيږه مرکه شوې ، نوموړي په خپله مرکه کې لاندي مهمو ټکو ته اشاره کړې:

۱ : په خاکرېز ، نېش ، شاوليکوټ ، ښورابک او غورک ولسواليو کې دښمن سخت ځپل شوی دی او دلته زموږ واک تر حکومت ډېر دی.

۲ : نژدې په ۱۲ یا ۱۳ ولسواليو کې موږ فعال حضور لرو چې په ځينو کې يې حکومت فقط د ولسوالۍ مرکز ساتي.

۳ : مخکي له دې چې د شاوليکوټ او تيري لار بنده کړو لا له وړاندي مو بله بديله لار د طالبانو او اولس په مټ جوړه او ګټي اخيستني ته وسپارل.

۴ : عبدالله په تېر کې د شاوليکوټ یرغمل شوو کسانو يادونه هم کړې ده او زياتوي: موږ د تېر کال په عملياتو کې د چنار کلی فتحه کړ ، حکومتي ټول خلګ يې موږ د مشرتابه په امر معاف کړل خو سږ کال د دوی له لوري غدر وشو ، موږ هم شاوخوا ۵۰ تنه ترې يرغمل کړل ، وروسته مو فقط ۵ يا ۶ تنه ترې را وګرځول او نور ټول مو ډېر ژر خوشي کړل چې لا هم را سره بنديان دي.

۵ : د عبدالله په وينا د ښار چريکي بريدونه زموږ له پلان سره سم روان دي او اميد لرو چې لا به نور هم ګړندي شي.

د طالبانو له لوري په کندهار کې نيول شوي وسلې او مهمات

 

امنيه قومندان جنرال رازق په ۲۰۵ اتل قول اردو کې له ټپي سرتيرو سره



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.