
لسمه (۱۰) آن لاين مشاعره
د 2014 ميلادي کال د دوهمې مياشتې په ۲۷ مه نېټه د تېري جمعې مبارکې په شپه د سيد احسان الله الهام د فیسبوک په دېوال ( پاڼه ) د انلاين مشاعرې د لړۍ لسمه (۱۰) آن لاين مشاعره ترسره شوه پدې مشاعره کې و قدرمنو ګډونوالواو مينوالو شاعرانو ته دمولوي عبدالديان تكل صاحب لاندي بيت د مطلع په توګه ټاکل شوی وو.
موږ يې نه پرېږدو ترمرګه زموږ پام دى
شهيد شوى كه دمينې احترام دى
ګلو شاعرانو يوځل بيا خورا په زړه پوري بيتونه ليكلي دى ، دا چې بيتونه ما شا ء الله ډير زيات دي نويو څو بيتونه يې له تاسو سره دلته شريکوو.
عبدالله خالد
حوصله می ترافقه پوری رسی
غلمګیه خیال کوم فکر دی خام دی
Abdul Hanan Himat
زما دزړه پر وال پوسټونه ستا پراته دي
ډلیټ نشي درقیب سپي ورته پام دی
پختون زلمي
چاچي وينه دمولا په لاركي وركړه
سترحاصل يې دکوثر داوبو جام دی
سيداحسان الله الهام
چي دخداى فضل مومل وي باك مو نشته
كه هرڅو پټ راته ايښى ظالم دام دى
Asim Watanpal
تل دمینی او ادب ګلبڼ ته ځغاستو
دا جذبه مو پښتنه دا مو مقام دی
امیدالرحمن رحمانی
چي سرونه يې قربان كړل په دين باندي
زموږ هغه شهيدانو ته سلام دى
مدثر همراز
ټول جهان یی احترام کوی دهغه
چی هرچاکړی د پاک دین احترام دی
Sayed R Zourmall
چی په مینه دسبحان باندی زاریزی
زما داسی عا شقانو ته سلام دی
Samsor Zalmai
دوطن دغرونو مسته مجاهده
دایاغی باغی دشمن دی نور ناکام دی
حفيظ الله خوګياڼی
زما مينه زما وينه ترې قربان شه
مجاهد ملاعمر ته مې سلام دی
اسامه وزیروال
د نړۍ پر مخ بدبخته هغه څوک دى
چي د كفري طوق یي پرغاړه اوغلام دى
بهیرافغان بهیر
زمونګ مينه زمونګ وينه پښتنه ده
غليم هسي راته كړى فكر خام دى
Asim Watanpal
داسلام او د ناموس پتمن تندی ته
مونږ همیش کړی سم دوه ګزه سلام دی
صالح غزنوی
چاچي كړي دي ودين ته خدمتونه
هغو ټولو ته زمونګه احترام دى
امان الله نشيب
ښه په ټينګ عزم سنګرته ور روان يو
پورته كړى مودحق په لوري ګام
عبدالله خالد
زمونګ فه چم کی جینکو کجل پریښی
هوډ یه کړی ده اشنا ده انتقام دی
Abdul Hanan Himat
نور دفتحي پر درشل باندي ولاړیو
زیر ی زیر ی چې دښمن مو بیاناكام دى
پختون زلمي
غليم هسي په سينه كي راته پوخ دى
خو په هر معركه كي راته خام دى
مدثر همراز
د تاریخ پاڼه می ولوله نادانه
ما په هر ډګر اخیستی انتقام دی
سيداحسان الله الهام
غلامي مو په فطرت كي شكر نشته
سر موهسك دسپين ايمان په ستر انعام دى
امیدالرحمن رحمانی
چي دخداى مينه پرته وي كوم ز ړګى كي
خامخا یی زان قربان د خدای په نام دى
Rahmatullah Muneeb
دوی دی هم په دی خبره فکر وکڑی
چی اخستی موژ له هر چا انتقام دی
امیدالرحمن رحمانی
اې دوخت خماره ټول دا ستا دلاسه
چي ورك شوى مو سكون او هم آرام دى
مدثر همراز
فدای ورشه دا ستا په انتظار دی
د کوثرساقی په لاس نیولی جام دی
پختون زلمي
مسیحاشو دمظلومو اولسونو
طالب جان مي په هر لوري چي نېكنام دى
پختون زلمي
هسي راغلې په غرور دلته غليمه
هر سر زورى چي راغلى دى ناكام دى
مدثر همراز
دلته خوا کی می یو دوست راسره ناست
د صحت دوعا طلب کوی زوکام دی
حفيظ الله خوګياڼی
هميشه په اتفاق او اتحاد شئ.
د حفيظ ملنګ همدغه يو کلام دی
Sayed R Zourmall
چی پتنګ غوندی په سرو اورو سوزې
فدا یی جانانه تاته می سلام دی
مدثر همراز
زمونږ وینی خرڅی نه کاندی مشرانو
دا مو تاسو ته د زړه د درد کلام دی
Hasham Jan
اې هاشمه چي قانونه دقرآن غواړي
بس هغه دهشت ګردپه نوم بدنام دى
حفيظ الله خوګياڼی
دلته ډېر غليمان راغلل خدای ناکام کړل
اوسنی هم دی په تېښته او ناکام دی
مجاهد بدر
شفاغت می په محشر کی وکړې ګرانه
د عاجز بدر درته دغه یو پیغام دی
مدثر همراز
اخیری بیت می ډالئ پولي چرخي ته
هره ورځ مي یو طالب غریب اعدام دی
سيداحسان الله الهام
راځي وروڼوچي په پاك نيت يې ادا كړو
پاك جهاد هم عبادت هم انتقام دى
عبدالله خالد
خپلواکی چی یه مقصد نه وی په ژوند کي
هغه باز ندی ټپوس دی تل ناکام دی
حفيظ الله خوګياڼی
چا مو مينه چې په وينه کړه بدله
شروع شوی مولاسر د انتقام دی
Rahmatullah Muneeb
چی په سپک نظر زموژ خاوری ته ګوری
د هغو له لاسه تللی ننګ و نام دی
سيداحسان الله الهام
كاميابي تل دهغوپه برخه شوې
چي پا للى چا سپېڅلى دين مدام دى
Asim Watanpal
لا شته ډیری ککرۍ چی تاریخ لیکي
دافغان نوم يې لیکلی په ګلفام دی
سيداحسان الله الهام
نېك ناميانې ورنه درستې مرورې
دشيطان په پله روان بنده بدنام دى
Hasham Jan
هم ممبر هم مو محراب شهيد شهيد دى
هم په وينو كي سور پروت زموږ امام دى
Rahmatullah Muneeb
چی زموژ د سوک ګذار یی په شا وخوړ
لا تر اوسه په ملا کړوپ په شان د لام دی
عبدالله خالد
چی ده زان فه وینو سور ګلګون وردرومی
خود له هسکه یه اوفق په احترام دی
مدثر همراز
پام په دی کلی کی مه ګرزه غلیمه
دلته هر غلیم مات شوی ګام په ګام دی
Asim Watanpal
چی اسلام ته په کږه سترګه راګوري
لا مو مخکی پرې ویلی ددوی سام دی
امیدالرحمن رحمانی
خداى دي خير كړي چي له لارې ختا نه شو
ځو سنګرته رڼا نشته تور ما ښام دى
Asim Watanpal
د جذبی او د عجلت عادتیان نه یو
خو چی ووینو دښمن بیا مو نوګام دی
عبدالله خالد
مات منګی وچ مو چنار ګودرموړنګ شو
غلمګیه لامو نورسومره انعام دی
خوشال درانی
دکفارونه اوس لار دتېښتې ورکه
كل وطن ورته په هرځای کې ماښام دی
مدثر همراز
ستا باطله عقیده می ختمه کړی
سومنات دی لات منات دی او که رام دی
امیدالرحمن رحمانی
مسجد وران دی او منبر په و ینو سور دی
ظالمانو شهید كړ ی بیا امام دی
عبدالله خالد
ده تکبیر په نارو بیا زلمو دانګلی
ځکه داسپرطاقت ورته ناکام دی
Hasham Jan
چي قانونه دقرآن نه مني هاشمه
كه بادشا دزمانې دى هم ناكام دى
عبدالله خالد
نن می غرونه او دری دښتی فه قهردي
چی ګیرکړی یې غلم بیا ګام په ګام دی
مدثر همراز
نا کامي مي د ژوندون سفر کی نشته
کلک می عزم دی سپیڅلی می مرام دی
عبدالله خالد
چه په ډیر غرور او کبر ورختلی
شکر ړنګ می په رقیب نن هغه بام دی
Habib Hanif
په شعرونو یی چی من من غوشې اخلم
یوتکل دی بل می شکلی خوږ الهام دی
Hasham Jan
پدی نن شپه خائسته مشاعره کي
زما ټولو شاعرانوته سلام دى
مدثر همراز
کور ودان بچی یی لوی شه کامیاب اوسه
ددې غونډې محترم کور به الهام دی
عبدالله خالد
چی نشه ده شهادت ساقی په کې وي
عبدالله درڅخه غوښتی داسی جام
سيداحسان الله الهام
هر يو بيت يې دغليم دسترګو خار كړې
راته بيا يوحماسي شعر الهام دى