پنټاګان: د کندهار په پروني برید کې دوه امریکایان وژل شوي

ارشیف

نن ټکی اسیا (پنجشنبه ، ۱۲زمری، ۱۳۹۶): تېره ورځ چهار شنبه د کندهار هوايي ډګر ته نیژدې د بهرنیو ځواکونو پر پوځي کاروان سرتیری برید وشو چې له امله یې د طالبانو په وینا ۱۵ امریکایانو ته مرګ ژوبله ورسیده او دوه ټانګونه یې ویجاړ شول.

د پيښې په تړاو نن د پنجشنبې په ورځ په امریکا کې د پنټاګان ویاند رسنیو ته ومنله چې په دغه چاودنه کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي دي.

په کابل کې د بشپړ ملاتړ ماموریت (بهرنیو ځواکونو) مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د دوه عسکرو وژنه تایید کړې ده، او د نیکولسن په حواله ویل شوي چې نوموړي د وژل شویو امریکایي عسکرو کورنیو ته د تسلیت او تعزیت مراتب وړاندي کړي دي، او ویلي يې دي چې یاد عسکر د امریکا لپاره په یوه مهمه جګړه کې قرباني شول، ځکه به دوی د تل لپاره یاد وساتل شي.

په خبرپاڼه کې د څلورو نورو عسکرو د ژوبل کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.

تر اوسه د وژل شویو عسکرو هویت او رتبه نه ده په ډاګه شوې.

باید وویل شي چې د کندهار هوايي ډګر د بهرنیو ځواکونو د مهمو قرارګاوو څخه شمېرل کیږي چې زیات بهرني عسکر په کښي میشت دي.

په دې وروستیو کې په کندهار کې د طالبانو عملیات یو ځل بیا زیات شوي دي او د دولتي ځواکونو پر وړاندي يې یو شمېر بریالي عملیات کړي دي چې په دغه ولایت کې د طالبانو پر زیاتېدونکي قوت دلالت کوي.