ورلډ کپ: سیرلانکا د سیمي فاینل په ګټلو سره فاینل ته لاره وموندله

semifinal_Sri_Lankaنن ټکی آسیا: سیرلانکا اول سیمي فاینل خپل په نوم کړې، او د فاینل لپاره یې د ممبۍ ټکټ تر لاسه کړی..

د نن لوبه چې د 45000 کتونکو تر مخه وسوله، نیوزیلینډ اول د لوبي ټاس وګټی او خپله یې د بېټنګ فیصله وکړه، مګر د تل په شان یو وار بیا ډېر ژر خپل وکټونه له لاسه ورکړه، د نیوزیلنډ اول وکټ پر 32 دوهم پر 69 درېم پر 84 منډو ونړېده،

مګر بیا وروسته د نیوزلینډ بېټسمینانو تر یو حده خپل وکټونه وساتل، مګر په منډو جوړولو کې پاته راغله، او یو وار بیا 4وم وکټ پر 161 او 5م پر 192 او بیا د وکټونو کتار ولګیدی او یو په بل پسې ټوله ونړېده، او هدف دسیرلانکا لپاره صرف 118 جوړ سو..

د سیرلانکا له خوا تر ټولو کامیابه بولر اجینټا مینډس وو، چا چي درې وکټه صرف د 35 منډو په ورکولو سره واخیسته، او دوهم لاسیت ملینګا، ده هم درې وکټه واخیستله مګر د نیوزیلنډ له خوا یې وهل هم زیات وخوړه او دده په نهه (9) اورونو کې نیوزیلنډ وتوانېدی چې 55 منډي جوړي کړي. او د سپین بولنګ بادشاه (مرلي درن) په سیرلانکا کې خپل اخیرنۍ لوبه وکړه او 2 وکټونه یې واخیسته، هیرات او دلشان هم یو یو لوبغاړی آوټ کړی.

سیرلانکا د 218 منډو هدف په ډېره سختی سره تر لاسه کړی، ځکه چې هدف دومره سخت نه مالومیدی مګر بیا هم لوبه تر 48م اوره پوري ورسیده، او په اخیر کې سیرلانکا خپل دغه لوبه په پنځه وکټونو وګټله ، او فاینل ته یې ځان ورسوو..

د سیرلانکا له خوا اوپنر ترانګا او دلشان ښه لوبه وکړه او په ترتیب سره یې 30 او 73 منډي جوړي کړې..

د سیرلانکا کپتان چې په دریم نمبر یې لوبه وکړه 54 منډي جوړي کړي، او مهیلا جې وردنې چې په څلورم نمبر یې لوبه وکړه، یو وار بیا ناکامه سو او صرف په 1 منډه د میدانه ووتی،  او پاته لوبغاړو لکه سمارا ویرا، سلوا، او انجیلا ماتیوز په ترتیب سره 23، 13، او 14 منډي جوړي کړې..

سیرلانکا ددې لوبې په ګټلو سره فاینل چې په ممبۍ کې به په دوهم اپریل باندی ترسره کیږي، ځان ورساوه، او تر اوسه لا مالومه نه ده چې مقابل طرف به یې د انډیا او پاکستان څخه کوم یو وي… او دا به صبا مالومیږی..



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.