hoshyaran

د اسرائیلو هوښیاران او زموږ وطني سیکولریستان

د فرعون له فرمان سره سم باید د بني اسرائیلو هر نوی زیږیدونکی ماشوم ووژل شي، له دې فرمان سره سم دفرعوني اداري ځانکړې ټیمونه به داسرائیلو په سیمو کې ګرځیدل او د حاملو ښځو نوم ثبتونه پیل شوه، په ټاکلې ورځ به له دوی سره د فرعون فوځیان هم مله وو او د اسرائیلي کور ته به ننوتل نوی زیږیدلی ماشوم به یې وکوت چې نر دی که ښځه ده، که به نر و فوځي به توره را وایستله او ماشوم به یې حلال کړ.

یوه ورځ یوه کور ته فرعوني فوځیان ورغلل یو نوی زیږیدلی ماشوم یې ذبحه کړ، په دې وخت کې د ماشوم ځوان پلار موجود و دا حالت یې له زغمه ووت او هڅه یې وکړه توره را واخلي او د فرعوني عسکر په ګیډه یې دننه کړي، یوه هوښیار ! اسرائیلي ملګري له مټ ونیو او ورته کړه یې : څه کړې؟ ماغزه دي ښوریدلي دي؟ دوی غواړي په خپل دې سخت چلند سره موږ هم غبرګون ته تیار کړي خو ته نه پوهیږې زموږ د امن خوښه رویه د هغوی له سختې نه ډیره ځواکمنه ده، د ماشوم پلار دوخت په ژبه… پوه شو بیرته خپل سلمیت یا امنخوښونې ته ستون شو .

بله ورځ د فرعوني فوځ دې ستر تیري او لوی ظلم یو کړولی اسرائیلي خپل قوم ته وویل: ای قومه ويښ شئ تر څو به مو دا حال وي؟؟ فرعون به مو نارینه را حلالوي اخر به د بنو اسرائیلو دقوم نارینه ختم او ټولي به ښځې پاته وي او هغوی به طبعا د قبطیانو مینځې وي ، هغه مهال به موږ سپینګیري یو دومره ماشوم به نلرو چې پر اوږه یې تکیه وکړو اولادونه به مو ټولې لوڼه وي. په اصطلاح یوه هوښیار اسرائیلي ورته وویل: ته توند روی او ویره اچوونکی یې ، ته غواړې زموږ ځوانان بیلاري او توندروي ته وهڅوي، او په دې توګه غواړې ټول بني اسرائیل د فرعون دفوځونو په لاس ختم او نابود کړي.

ځوان غوسه شو او زیاته یې کړه، دا موجوده کوم حالت چې موږ قرار په کې لرو زامن مو زموږ په مخکي راته حلالوي او په مخکي تیاره راتلونکي نه خو مرګ او دټول قوم بربادي ډیره غوره ده له دې تدریجي مرګ نه، د قیام او پاڅون په لاره کې د ټول قوم له منځه تلل غوره دي، هوښیار ! اسرائیلي ورته وویل: سړیه ! ته دخپلو شخصي ګټو له پاره ټول قوم په بلا مه اړوه ستا میرمن حامله ده له تا سره د ځان غم ده ، که دومره تکړه یې کله چې فرعوني فوځیان ستا کره درځي بیا یې ورسره معلومه کړه که دومره تکړه یې.

بله ورځ د فرعون سړي د دې ځوان کره ورغلل او دهغه نوی تنکی ماشوم یې حلال کړ، کله چې هغوی د ده له کور نه د وتلو په حالت کې وو ده توره ور واخیستله او دشا له خوا یې په فرعوني فوځیان برید وکړ د یو څو له سینو یې توره را وایستله او اخر دی هم د نورو له خوا ووژل شو .

د اسرائیلو مشران او هوښیاران! سره کښېناستل او د موضوع په اړه یې غور او فکر وکړ، وروسته یې دخپل اسرائیلي ځوان دا کړنه په سختو ټکو وغندله او په ډیر ټینګار سره یې وویل چې ټول قوم باید کلک هوډ وکړي چې دا ډول پیښه باید بیا تکرار نشي، په پای کې یې د فرعون د مړو فوځیانو له پاره دعا وغوښتله ، دهغو مندو ته یې د جمیل صبر … او د ټپیانو روغتیا یې په عاجل وخت کې له خپل خدایه وغوښتله . د بني اسرائیلو ستر هوښیاران! سره رایوځای شوو، دفرعون دربار ته په عذر ورغلل او د خپل ځوان کار یې پوره تقبیح کړ او آن دومره یې هم وویل چې دفرعوني شریعت مخالفت او تکفیري ذهنیت زموږ قوم ته هیڅ د منلو نده، موږ یې په کلکه غندو او دا ډول مخالفتونه هیڅکله د منلو نه دي.

د وخت د فرعوني ځواکونو په مقابل کې ولاړ ځوانان نن هم خلک توند روي او ترهګر بولي، په تیره بیا وطني سیکولریستان خو یې په وخت وخت سره القاب بدلوي او په مغذو کې یې چې څومره امریکایي او اروپايي پوهه پرته ده له هغې نه د مختلفو القابو د را توږلو کوښښونه کوي، دا راز دوی خواران خپلو بادارانو ته د عذرونو لامله نور ځوړ سرونه او جینګې خولې روږدي شوي دي، د روانو ټاکنو یوه مشهور نوماند څو شپې مخکي ویلي و چې که د یو چا له لاسه په شپه کې چا ته تاوان ورسیږې، تاوان رسوونکی ګرم نشي بلل کیدلی هغه معذور دی، دا راز امریکایان هم زموږ په هیواد کي په وژنو ګرم نشو بللی ! دا کټمټ د فرعون په دربار کې د اسرائیلي هوښیارانو منطق ده .

په ټوله اسلامي نړۍ کې د حکومتي کړیو ټول خلک نن سبا کټمټ همدا اسرائيلي منطق کاروي.

په میډیا کې د سیکولریستو ټولو لیکوالانو منطق هماغه د اسرائيلي هوښیارانو منطق ده ، دوی هیڅکله دامریکایانو په وژنو او قتلونو څه ندي لیکلي، دوی د امریکا او ناټو د ځواکونو په څو کلنو ظلمونو، قتلونو او بریادیو یوه کرښه هم نده توره کړې . او په ډیرو ځایونو کې یې په چل او منافقت سره دفاع کوي. الله دي دوی مړه کړي.

لیکوال: نعمان منلی، کالم: نښتر، نن ټکی آسیا

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د