fbpx

د صرف او نحوې د سرتاج امام سیبویه رحمه الله ژوند ته لنډه کتنه

ژباړه او راټولونه: سامیه تبسم

ابو البشر بن عثمان مشهوره په سیبویه شیرازي باندي یو هم د هغو ایراني دانشمندانو او لویو پوهانو څخه او د عربي ژبي د صرف او نحوي له سترو امامانو څخه شمېرل کیږي مقبره یې د ایران په شیراز ښار کي ده دده نوم یعني سیبویه منسوب و (سېب) ته دی ډېر ایراني نومان مخکي له اسلام او تر ډېره وروسته له اسلام داسي نومان وه چي مېوې او داسي نورو شیانو ته به منسوبېدل سیبویه معنا <د سېب بوی> د سیبویه اصلي نوم عمرو بن عثمان بن قنبر البصري او کنیت یې ابوالبشر دی او همداسي دده شجره بني حارث او بن کعب ته وړل کیږي سیبویه د فارس په ښار کي په کال ۱۴۰ هـ / ۷۶۰ م پیدا سوی او په بصره کي رالوی سوی د هغه وروسته چي کله ده د نحو په زده کړه کي ترقي وکړه د نورو درسونو لپاره بغداد ته ولاړئ علاوه پر دې کله چي ده د خلیل فراهیدي شاګردي کول برسېره پر دې یې له نورو استادانو د عیسی بن عمر او یونس څخه هم زده کړه کول همدارنګه یې د لغاتو علم هم له ابوخطاب اخفش څخه کاوه سیبویه پر یوه وخت د څلورو استادانو جلا جلا شاګردي کول ابن ندیم د نحو ستر امام وایي سیبویه د نحو داسي کتاب(حاوی) ولیکئ چي نه مخکي چا لیکلی وو او نه به یې وروسته څوک ولیکي.

ژوند:

سیبویه په ۱۴۰ هجري قمري کال کي د فارس د بیضا په ښار کي دې نړۍ ته راغلئ ، په ۱۴ کلنۍ کي د علم او پوهي د حاصلولو په نیت د بصرې ښار ته ولاړ دا چي په هغه وخت کي د علم او پوهي مرکز بغداد وو دی هم هلته په فصاحت او بلاغت کي ډېر مخته ولاړ او هلته هغه د صرف، نحو ، عربي علومو او فلسفې مخکښ عالم جوړ سو دده اولین کتاب په صرف او نحو کي د حاوی په نوم تألیف سو .

سیبویه د علم العروض موسس بلل کیږي ، دی اصلا فارسي ژبی و او په عربي نحو کي یې دامامت مقام ترلاسه کړی و داسې امامت چي د عربي ژبي ستر امامان یې شاګردان وه کیسه راځي وای یوه بدوي عرب چې دسیبویه دامامت او په عربي ژبه کي دفصاحت خبر ه واوریدله نو انکار یې وکړ او ویې ویل : عجبه ده یو داسي کس به له موږ څخه په عربي ژبه کي زیات مهارت لري حتی چي هغه عرب هم نه دی دانه سي کیدای !! زه به دهغه د ازمویني له پاره خامخا هغه ته ورځم.

بدوي عرب د سیبویه کره روان سو ، کورته چي ورورسېدئ دسیبویه دکور دروازه یې وټکوله ، دسیبویه مینځي دروازه ورته خلاصه کړه ، عرب پوښتنه ځني وکړه : سیبویه چیري دی ؟ مینځي ورته وویل :

– ﻓﺎﺀَ ﺇﻟﻰ ﺍﻟﻔﻴﺎﻓﻲ ﻟﻴﻔﻲﺀ ﻟﻨﺎ ﺑﻔﻲﺀٍ ، ﻓﺈﺫﺍ ﻓﺎﺀَ ﺍﻟﻔﻲﺀُ ﻓﺎﺀَ . ( دباندي تللی دی تر څو موږ ته ښکار راوړي ، او لمر لوېدو ته به راسي ) عرب هک پک او ګوته په غاښ پاته سو !! او له ځانه سره یې وویل : دا یې دمینځي فصاحت دی او خدای جل جلاله خبر دی به لا څنګه وي! راساً له خپل دریځه پر شا او د سیبویه سره د بحث او مناقشې کولو څخه یې انکار وکړ.

د سیبویه یو تاریخي او نه هېرېدونکی خدمت دا هم وو چي په عربي ژبه کي یې صرف او نحو ولیکل او د عربي ژبي په برخه کي یې ږغونه او آوازونه مشخص کړل برسېره پر دې یې په ایراني ژبه کي ضمه، فتحه، کسره او تنوینونه رامنځته کړل او په دې سره دی رحمه الله په (سیبویه نحوی) سره مشهوره سو دده رحمه الله د کتاب سره ډېره زیاته مینه وه حتی تر داسي اندازي چي صاعد البغدادي رحمه الله وایي: أبو علي راته وویل: په بصره کي پر سیبویه باندي یوه پېغله مینه سوې ده، لنډه دا چي د هغې سره یې واده وکړ. دا مهال هغه د خپل یو کتاب په تصنیف بوخت و، د هغه لومړي بابونه یې لیکلي وه، دا کتاب یې په څرمنو، مختلفو سپینو ټوکړو باندي لیکلی و، کوټه به یې له دې ټوکړانو ډکه وه، هر وخت به کتاب ته خورا زیات متوجه و او د هغه په لیکلو به یې خورا زیات وخت لګاوه. په داسي حالت کي چي نوي ناوکۍ ته یې توجه بېخي کمه وه او هغې زړه پر بايللی او سخته پر مینه وه. د سیبویه د نه پاملرني د ناوکۍ د میني او د صبر پیمانه ډکه کړه، اخیر هغې یوه ورځ ښار ته د هغه د وتلو څار کاوه، کله چي هغه ښار ته ولاړئ دې د کتاب د پاشلو ټوکړانو منځته سره سکروټه وروغورځوله! او کتاب یې د سرو لمبو خوراک سو. کله چې هغه راغی او خپل کتاب یې سوځلی او ایره ولید له ډېره غمه بې هوښه سو! چي په سد کي سو نو سمدستي یې ناوکۍ عاجزه طلاقه کړه او د کتاب په لیکلو یې بیا شروع وکړه. ابو علي وایي په دې سره د سیبویه ډېر هغه علم ضایع سو چي ده له امام خلیل فراهیدي څخه زده کړی و. كتاب الفصوص؛ لصاعد البغدادي (⁵/⁸)

امام سیوبیه په کال (۱۸۰هـ/ ۷۹۶م) کي خراسان د تلو اراده وکړه په لاره کي د ورپېښي ناروغۍ له امله د ۴۰ کالو په عمر د اجل داعي ته لبیک ووایه او له دې فاني نړۍ سره یې مخه ښه وکړه.

سیبویه رحمه الله څه باندي ۴۰ کاله ژوند وکړ خو د خپل ژوند په ترڅ کي یې داسي خدمتونه ترسره کړل چي پېړۍ پېړۍ وروسته یې لا هم نوم او نښان ژوندی دی.رحمه الله تعالی علیهم اجمعین.

_الحموی، یاقوت، ابوعبدالله، (معجم البلدان) ، دارالکتب العلمیه، بیروت، لبنان، جلد دریم، چاپ کال ۱۹۹۰ میلادی و (عربی).
_وفیات الأعیان.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د