افغانستان

طالبانو په بلخ ولایت کې د پول الوځول غندلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه ، ۱۲زمری، ۱۳۹۶): تېره شپه په بلخ ولایت کې د چمتال او چاربولک ولسوالیو ترمینځ نښلوونکی پول د نامعلومو کسانو لخوا د منفجره توکو په واسطه ویجاړ شو.

دولتي چارواکو له معمول سره سم د پیښې پړه په طالبانو اچولې، خو داسې شواهد یې له رسنیو سره نه دي شریک کړي چې پر اساس یې په پیښه کې د طالبانو ککړتیا جوته شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نه یوازې دا چې په پیښه کې ښکېلتیا رد کړې، دا عمل یې غندلی هم دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د یاد پول نړول محکوموي او په یو مطبوعاتي پیغام کې يې هغه د دولت د څارګرو کړیو کار بللی. د نوموړي په پیغام کې راغلي:

«دا د مزدور ادارې د استخباراتي دستګاه لخوا کومه بدنامونکې هڅه ده چې موږ یې محکوموو».

دا لومړی ځل نه دی چې دولتي چارواکي د ټولګټو تاسیساتو له ویجاړیدو سمدستي وروسته د پيښې پړه په طالبانو اچوي. تر دې وړاندې هم په ورته پیښو کې د ملامتیا ګوته طالبانو ته نیول شوې، چې وروسته بیا د پيښې ماهیت بل ډول راوتلی.

د تېر ۲۰۱۶ کال په جون میاشت کې د لغمان ولایت د علیشنګ په سیند غځیدلی پول په مرموز شکل ونړېد، چې دولتي چارواکو یې مسئولیت طالبانو ته راجع کړ. خو د سیمې اوسیدونکو د څرګندونو په رڼا کې وروسته جوته شوه چې یاد پول اربکیانو په دې خاطر نړولی و چې د طالبانو د تګ راتګ مخه ډب کړي.

طالبانو هغه مهال په پيښه کې د لاسلرنې د رد ترڅنګ دا هم ویلي و چې د یوې موسسې په همکارۍ يې د پول د بیارغونې چارې پیل کړې وې خو اربکیانو یې یو ځل بیا تعمیراتي توکي چور کړل.

همدا راز د تېر ۲۰۱۶ کال په اګست میاشت کې د کندز ولایت د الچین پول په مرموزه توګه ونړید. د کندز ولایت چارواکو ادعا وکړه چې طالبانو د منفجره موادو ډک موټر د پول په سر منفجر او ونړاوه. خو وروسته داسې راپورونه ترلاسه شول د الچین پول د هوايي بمبارۍ په ترڅ کې ویجاړ شوی.

د پلونو د نړیدلو په تسلسل کې یوه بله پیښه د روان ۲۰۱۷ کال په اپریل میاشت کې د لغمان په ولایت کې رامینځته شوه. دا ځل د سیمې اوسیدونکو په خواله رسنیو کې په ډاګه شکایت وکړ چې د دې ولایت د ملي امنیت مرستیال (قومندان شریف) د علیشنګ او مهترلام ترمینځ د غزیدلې لارې په سر د سلطانخیلو په سیمه کې یو لرګین پول د منفجره توکو په واسطه ځکه نړولی چې طالبانو هم کله ناکله په دې لاره تګ راتګ کاوه.

تر اوسه د بلخ ولایت د تېرې شپې د نړیدلې پول اصلي انګیزه نه ده په ډاګه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x