افغانستان

کابل: د ناټو یو بهرنی عسکر وژل شوی شپږ ټپیان دي

نن ټکی اسیا (جمعه ، ۱۳زمری، ۱۳۹۶): د بهرنیو ځواکونو رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې ددوی یو عسکر وژل شوی او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي چې په هغو کې یو ترجمان هم دی.

یوه امریکايي چارواکي د نوم نه څرګندونو په شرط رسنیو ته ویلي چې وژل شوی عسکر امریکايي نه دی. خو تر اوسه د وژل شوي عسکر د هویت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

پېښه تېره شپه پنجشنبه ماخوستن په قره باغ کې هغه مهال را منځته شوه کله چې یوه سرتیري بریدګر د بهرنیو ځواکونو پر ګزمې او چیک پواینټ چاودنه وکړه.

د بهرنیو ځواکونو په خبرپاڼه کې راغلي چې ټپي شوي عسکر د بګرام هوايي ډګر ته د تداوي لپاره انتقال شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه نن ټکی اسیا ته په یوه را لیږلي بیړني خبر کې ویلي وه چې بګرام ته نیژدې ددوی یوه سرتیري بهرني عسکر په نښه کړل چې له امله یې ۱۱ تنه بهرني عسکر مړه او ژوبل شول او دوه موټر یې تخریب شول.

نوموړي زیاته کړه چې طالب بریدګر د موټر سایکل په واسطه د بهرنیانو هغه موقت چیک پواینټ په نښه کړ چې د تلاشي لپاره د سړک پر دواړو غاړو ولاړ وه.

د سیمي څخه عیني شاهدانو ویلي چې د چاودنې وروسته یو شمېر ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو مالومه نه شوه چې بهرنیو ځواکونو وویشتل او که په چاودنه کې وژل شوي دي.

تر پيښې وروسته سیمه د ډېر وخت لپاره د بهرنیانو له لوري کلابنده شوې وه.

باید وویل شي چې وړمه ورځ چهارشنبه په کندهار کې هم د امریکايي ځواکونو کاروان په نښه شوی وو چې له امله یې لږ تر لږه دوه تنه امریکايي عسکر مړه او څلور تنه نور ټپیان شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x