دیني، سیرت او تاریخ

انتقام او اخستل یي ( دوهمه برخه )

مفتي عبدالباقي احسان

په الهي او دیني امورو کي د انتقام اخستل!

په شریعت کي د هر غټ جرم لپاره خپله انتقامي سزا مقرره سوی کوم چي د حدودو په نامه پیژندل کیږي، د وړو جرمونو سزا د تعزیر په ډول د وخت امام یا د هغه علاقائي نائب قاضي و رأیي ته مفوضه سوی، دوی به د جرم، مجرم، زمان او حالاتو په نظر کي نیولو سره مجرم ته د خپل عمل انتقامي جزاء ورکوي، د دغه انتقامي سزا وو بخښل او د مجرم خوشي کول د حاکم اختیار نه دی، بلکه دا الهي احکام او تعزیرات دي چي د ټولني د اصلاح لپاره وضع سوی دي، ځکه نو رسول الله صلی الله دغه انتقامي سزاوو ته حتما عملي جنبه ور اغوستل.

عن عروة عن عائشه رضی الله عنها أنها قالت: ما خیر رسول الله صلی الله علیه وسلم بین أمرین: قط الا أخذ أیسرهما، ما لم یکن اثما، فان کان اثما کان أبعد الناس منه، و ما انتقم رسول الله صلی الله علیه وسلم لنفسه في شئ قط، الا أن تنتهک حرمة الله، فینتقم بها لله. صحیح البخاري ج ۳ ص ۱۳۷۸ طبع: دار الآفاق العربیة القاهرة.

ژباړه: عروة د حضرت عائشې رضی الله عنها څخه روایت کوي چې دې رضی الله عنها وفرمایل چې: هیڅ کله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د دوو شیانو ترمنځ اختیار نه وو ورکړل سوی مګر ده صلی الله علیه وسلم به هغه اسانه پکي خوښوی چي ګناه به نه وه، که به چیري ګناه وه، دی صلی الله علیه وسلم به تر ټولو ډیر ور څخه لیري کیدونکی ؤ، رسول الله صلی الله علیه د ځان په باره کي د هیڅ شي انتقام او بدله نه ده اخستي، مګر په هغه شیانو کي به یي انتقام اخستی، په کومو کښې چي به د الهي ( احکامو) توهین سوی ؤ.

د شریعت په انتقامي سزاوو کي مشر او کشر، د عزت، دولت خاوندان او غریبان ټول یو ډول دي، د ټولني هر غړی چي د الهي احکامو څخه سر غړونه وکړي، پر هغه به د شریعت مقرره سزا حتما عملي کیږي، د هیڅ شفاعت کونکي شفاعت د مجرم په حق کي نه قبلیږي، په همدې وجه رسول الله صلی لله علیه وسلم د خپل محبوب صحابي اسامه بن زید رضی الله عنه شفاعت د مخزومې ښځي په باره کي قبول نکړی.

عن عروة عن عائشه رضی الله عنها أن قریشا أهمهم المرأة المخزومیة التي سرقت، فقالوا من یکلم رسول الله و من یجتري علیه الا أسامة، حب رسول الله، فکلم رسول الله، فقال: أتشفع في حد من حدود الله، ثم قام، فخطب قال: أیها الناس انما ضل من قبلکم أنهم کانوا اذا سرق الشریف ترکوه، و اذا سرق الضعیف فیهم أقاموا علیه الحد، و أیم الله لو أن فاطمة بنت محمد سرقت لقطع محمد یدها. صحیح البخاري ج ۳ ص ۱۵۰۸ طبع: دار الآفاق العربیة القاهرة.

ژباړه: عروة د عائشې رضی الله عنها څخه روایت کوي ( دې وویل چې ) قریشو ته د هغه مخزوې ښځي چي غلا یي کړی وه (شان ) اهمیت درلودی ( ځکه چي بني مخزوم په مکه مکرمة کښې د حیثیت او عزت خاونده قبیله وه ) دوی وویل چې څوک به د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د دغه ښځي په باره کي خبره وکړي، هغه څوک چي ( د خبرو کولو) جرأت ورسره لري هغه نه دی مګر اسامه دی، ځکه چي دی د رسول الله صلی الله محبوب دی( حب مصدر دی په معنی د مفعول سره) ده ( اسامة ) د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره ( د دغه مخزومې ښځي د بخښلو په باره کي ) خبره ورسره وکړل، ده ( رسول الله صلی الله علیه وسلم ) ورته وویل: أیا د الله جل جلاله په حدودو کي د یو چا شفاعت کوي؟

وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم ولاړ سو او په دې ډول یي وعظ ورته وکړی چي: ای خلګو! ستاسو څخه مخکي امتونه په دې وجه ګمراه سوی وه چي شریف ( یعني صاحب د نسب او مال به) غلا پکښې وکړه، هغه به یي خوشي کوی، او کله چي به کمزوري غلا پکښې وکړه پر هغه به حد جاري کیدی، زما دي قسم په الله سره وي! چې که چیري فاطمة بنت محمد صلی الله علیه وسلم غلا کړی وای، محمد صلی الله علیه وسلم به یي لاس ور پرې کړی وای.

هغه اسلامي ټولنه کامیابه او خوشحاله زندګي لري چي الهي احکام د عدل او انصاف په تقاضی پکي پلي او عملي سي، په کومه اسلامي ټولنه کي چي د اسلام انتقامي سزاګاني د عدالت په بنیاد نه عملي کیږي، بلکه د مور او میرې چلند پکي کیږي، د دغه عملي سوو احکامو عملي کیدل بیا د شریعت له نګاه نه دي عملي سوی، بلکه د طبیعت د وجه عملي سوی، ځکه نو ټولني ته امن او خوشحالي نه ور بخښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x