افغانستان

د ميلياردو ډالرو د لګښت سربېره بيا هم د ملي اردو له نيمې زيات نالوستي دي

يوې امريکايي څارونکې ادارې ويلي چې  پر افغان اردو  د ميلياردو ډالرو مصرفولو سربېره بيا هم له نيمې زيات يې نالوستي دي.

د ملي اردو ۳۴ کلن عسکر علي اکبر وايي چې تر ټلو لويه ستونزه یې دا ده چې، دی نالوستی دی.

علي اکبر د غزني ولايت دی په ۲۰۰۸ کې ملي اردو کې داخل شوی او له داخليدو درې کاله وروسته يې د ليک لوست په کورسونو کې ګدون کړی. علی اکبر وايي چې،  دی ډېر زيات خوښ وه چې، له دې تعليمي پروګامه خبر شو، مګر هغسې ونه شول څرنګه چې د ده ارزو وه.

علي اکبر دا تمه درلوده چې، له الفه تر يا ټول حروف او تر ۱۰۰۰ به حسباب زده کړي. له دې پرته به خپل نوم او څو نورې وړې جملې ليکل زده کړي.

د ۶۴ ساعتونو درس وروسته هم دی د خپل نوم له اول درې حروفو”علي” پرته په نور څه نه پوهيږي. علي اکبر وايي چې، تعليمي دوره ډېره لنډه وه او زموږ غوندې کسانو لپاره پکې ډېر څه وو، مګر څنګه چې زموږ تمه وه هغومره مو پکې څه زده نکړل.

د افغانستان معارف وزارت وايي چې، يوه برخه افغانان ليک لوست کولای شي. د درې لسيزو جګړو له امله ډېری افغانان په دې ونه توانيدل چې، ښوونځيو ته ولاړ شي. په ۲۰۰۹ میلاد کې امريکا د افغان اردو پر تعليمي پروګرام دوه ميليارده ډالر ولګول تر څو، د ۲۰۱۴ م کال تر اخره د ملي اردو ټول غړي ليک لوست وکړای شي.

په افغانستان کې د امريکا ځانګرې تفیتيشي ادره  “سيګار” وايي اوس د دغه هدف ترلاسه کول ناشوني بريښي. د پوځيانو بې سوادي د يو ښه پوځ جوړولو په مخ کې ستر خنډ دی.

علي اکبر وايي چې د اردو تعليمي پروګرام د ناکامۍ ستر لامل دادی چې،  هر څه د يو قرارداد له مخې کیږي او قرارداديان خپل ځان خلاصوي او د نتیجې غم يې نه کوي. افغانستان لپاره د امريکا ځانګړې تفتيشي اداره “سيګار” وايي چې د افغان ملي اردو د ناکامۍ بل لامل دادی چې، له عسکري تمیرين وروسته اردو پريږدي او نور کارونه پیلوي.

علی اکبر ويلي چې د اردو ډېری ځوانان د مجلو او ورځپاڼو رنګينې پاڼې او انځورونه هسې سره اړوي او په ليک يې نه پوهيږي. علي اکبر وايي چې، نالوستی سړی د ړوند په څېر وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x