نظــر

چای خو نسته، د چای پر ځای به غزل درته ووایم!

محمد عثمان احسان

د ارغسان ولسوالۍ یو قومي مشر چي اوس هم ژوندی دی او د سرانانو په کیمپ کي اوسیږي قیصه راته کول چي: یو وخت د اختر په شپو کي د کندهار د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کي د غیږ نیوني میله جوړه سوی وه، موږ د ارغسان د ولسوالۍ څخه څو علاقائي مشران دغه میلې ته ولاړو، یوه ورځ چي د ماځیګر خوا ته میله ختمه سوه، یو غریب سړي د شپي تیرولو ست راته وکړی او راته یي وویل چي زه هم اصلا د ارغسان یم، خو اوس مي کور دلته په شاه ولي کوټ کي دی او دا زما لپاره د شرم او پیغور خبره ده چي زما د علاقې مشران راغلی او زما څخه بیله میلمستیا ولاړ سی، موږ چي هر څومره عذر ورته وکړی چي غریب سړی یي، موږ نه غواړو چي تاته تکلیف درکړو، خو ده نه منل.

آخر مجبوره سو، ورسره ولاړو، ماښام یي موږ په کوټه کي کښېنولو، دی کور ته ولاړی، سړی ښه ډیر وځنډېدی، آخر یو ماشوم ګډوه او دوشۍ ( سلمچۍ ) راوړه او د کوټې په کونج کي یي کښېښوول، د نور شي درک نه ؤ، تر ډیر ځنډ وروسته کور والا کوټې ته راغلی د کوټي په منځ کي د التحیات په ناستي کښېنستي او راته ویي ویل چي: ښه میلمنو ډوډۍ خو مو وخوړل چای نه لرم د چای پر ځای به یوه غزل درته ووایم آبس غوږ ته یي ګوته واچول.

د بابولالي نعره یي کش کړه!

موږ چي هر څومره ورته وویل چي ډوډۍ مو چیري وخوړل، ده به ګډوې او سلمچې ته لاس ونیوی چي دغه شاهدان دي چي تاسو ډوډۍ خوړلی، خلاصه دا چي شپه یي په غریبانو نهار تیره کړی وه.

پرون مي د رسنیو څخه واورېدل چي حکمتیار صیب غوره کش کړی چي که د شمال اختیارات موږ یعني حزب اسلامي ته راکړل سي، په شپږ میاشتو کي به د شمال امنیت ټنګ کړل سي، په حکمتیار صیب د افغانستان حکومت او امریکایانو بیخي زیات مصرفونه وکړل، د استقبال مصارف، د کورونو د شاهي خرچو مصارف، د ښارګوټي د جوړولو مصارف، د ټلویزوني او نورو رسنیو د پوښښ مصارف، د خارجي میلمنو د خوراک څښاک د برابرولو مصارف، لنډه دا چي حکمتیار صیب اوس صرف د یو بیځایه مصرف نوم ګرځیدلی.

خامخا به امریکایانو او افغان دولت هم د ده څخه غوښتنه کړی وي چي دومره مصارف مو درباندي وکړل، ته خو هم ولاړسه یو څه خو وکړه، اقلا نور که نه وي هغه د هیواد شمالي برخه چي ستا ټاټوبی دی، هلته خو به څه ملګري او افراد لري، هغوی ته به موږ اسلحه ورکړو، صرف څو ورځي دي د طالبانو د پر مختګ مخه ډب کړي، انجینر صیب ورته وییلي وي چي: صاحبه! افراد او ملګري خو ولاکه لرم، خو یو غوره به درته وویلم، نو هغه ؤ چي غوره یي وویشته او رسنیو پوښښ ورکړی، مطلب دا چي د وار خطایي خبره نسته، بس غورې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اقبال

احسان صاحب ستاسی خبره می ډیره خوښه شوله او زه به بله هم ورسره یوځای کړم او هغه دا چه : وایی : کوم چا لوده او کم عقل ( کوڅه ډب ) زوی درلود ، که په قد لوی شوی مګر ګرده ورځ به یی د کوچنیانو سره دماشومانو لوبی کولی څه یی زده نه وو ، خیر مور او پلار یی ورته د کوم نومولی سړی لور غوښتنه کړی او دا سړی هم دکلی یاد سړی دی ، هغه د لور پلار ورته ویلی چه سمه ده مګر تاسی خو دی زوی راولیږی چه زمونږ میلمه شی او… نور لوستل »

احمد

همداسی ده رشتیا هم احسان صاحب دغه پخوانی د جهاد مشران دالله تعالی په ازمیشت کی راغلی هغه وخت دسپیڅلی جهاد کی د دوی زړونه د دنیا په حوسونو پلیت شوی وو اوس داسی بدی بیکاری جینی کیږی چی ورځ تر بلی شرمیږی او دالله ج دسخت عذاب مستحق ځان خپله جوړوی دمسلمانانو امیدونه یی دخاورو سره خاوری کړل رب الجلیل دی دوی د دنیا او اخرت مختوری کړی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x