ګلبدین حکمتیار، حنیف اتمر، معصوم ستانکزی

حزبيان له حزب نه د دفاع په نوم له ملي امنيت سره په ګډه اپراتيفي ګروپونه جوړوي

نعيم نظامي

د یوې باوري امنیتي سرچينې د معلوماتوله مخي د حکمتیار په مشرۍ حزب د ګډ حکومت له ملي امنيت سره په ګډه اپراتيفي ګروپونه جوړوي.

دغه اپراتيفي ګروپونه به له لسو څخه تر سلو پوري غړي لري، مياشتني معاشات، اعاشه، اباته او نظامي تجهيزات به يې د ګډ حکومت په ذمه وي او دنده به يې له ملی امنیت سره یوځای د حکومت د وسلوالو مخالفینو د بارزو څېرو او د اړتيا په صورت کې د پخوانۍ شمالي ټلوالي د مهمو شخصیتونو جاسوسي او ترور وي.

پروسه به داسي پيل کېږي چې لومړی به د هر ولایت په کچه له درو څخه تر پنځو پوري د حزب بارز غړي يا قمندانان چی شخصاً حکمتیار ته باوري کسان وی غوره کېږي.

بيا به دوی ته د ګډ حکومت د ملي امنيت لوی رياست نظامي او ستخباراتي روزنه ورکوي، بيا به دغه کسان افراد استخداموي او ګروپونه به جوړوي، ظاهراً به خپلو افرادو ته له حزب نه د دفاع انګېزه ورکوي او مياشتني امتيازات به هم د حزب له لاري ورکول کېږي.

ويل کېږی حکمتيار د دغو ګروپونو د جوړولو لپاره له تېر آختر نه څو ورځي وروسته حاجی عبدالمالک چی د خوست اوسېدونکی ده او یو وخت د حزب د اطلاعاتو رئيس وو او اوس هم د حزب په اطلاعاتي او له ځينې هیوادونو سره د حزب د استخباراتي اړيکو په برخه کي فعال ده کابل ته وربللی و، او د دغو ګروپونو په جوړولو يې مأمور کړی دی.

سرچينه زیاتوي د حکمتیار په مخامخ لارښوونه حاجي عبد المالک ته په خوست، پکتيا، پکتيکا، لوګر، ننګرهار، کنړ، لغمان او نورستان کې د دغو ګروپونو جوړول سپارل شوی دي.

د سرچينې له قوله همدغه راز د دغو ګروپونو د جوړولو او د نورو استخباراتي همکاريو لپاره د حزب له لوري يو شمېر نور کسان هم معرفي شوي دي چی مشهور يي: اسلام دين پنشېری، د حکمتيار د امنيت او سیاسي مهمان خانې رئيس شرافت، حاجي حيات د لوګر د ازري اوسېدونکی، ميرعلم، ضابط رضا، حاجي عبدالحی، قاضي قهار، فاضل چي پخوا د حزب د اطلاعاتو د (اخا) د څانګې مسؤل وو، او داسي نور…

همدغه راز سرچينه زیاتوي چې د اپراتيفي ګروپونو د جوړولو په اړه يو ځل د روژې د مياشتي په اخر کې د ګډ حکومت مشر اشرف غني چې د ملي امنيت مشاور حنيف اتمر او د امنيت ملي عمومي رئيس معصوم ستانکزی هم ورسره وو له حکمتیار سره په ارګ کې پټه غونډه درلوده او يو ځل معصوم ستانکزي له تېرکوچني آختر نه څو ورځي وروسته له حکمتیار سره پټه غونډه لرله.

د نظامي او امنيتي چارو د شنونکو له انده ګډ حکومت چې له طالبانو سره په جګړه او له پخوانی شمالي ټلوالي سره په سياسي مقابله کي تر سخت فشار لاندي دی، غواړي له حکمتیار او پلويانو څخه يې د خپلو وسلوالو او سياسي مخالفينو په وړاندي استفاده وکړي، خو څرنګه چې اوس حکمتیار او حزب يې خپل پخوانی زور نه لري او حزب په خپل منځ کې هم ډېر سره وېشل شوی ده له همدې امله به ګډ حکومت ته زياته ګته ونه کړي اوحزبیان هم حکومت ته د شنو څراغونو په ښودلو يوازې د سیاسي او مادي امتيازاتو د لاسته راوړلو په لټه کي دي.

دغه شنونکي زیاتوي که حکمتیار او حزب يې په دې اړه له احتياط نه کار وانه خلي او حکومت يې له طالبانو او شمالي ټلوالی سره ښکاره مقابله کې ښکېل کړي کېدای شي حکمتیار او حزب ته يې په ډېره درنه او نه جبرانېدونکي بیه تمامه شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
6 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جمالدین
میلمه
جمالدین

تر ټولو لویه ګناه کبر او استکبار دی ، شرک هم له لویی زیږول شوی، دا چه زه د فلانی قوم او یا هیواد او په نامه یی لوی کول دا هم شرک دی لکه ځینی چه وایی لویی قندهار ، لوی ننګرهار او داسی نور ، دا همدغه د بارنی او دننی دموکراتاتو له خوا د عوامو د اذهانو او لویی او بلاخره له دی مسابقو قومونه او سمتونه به کرکو او دشمنیو ته ټیل وهل دی ، قندهار دهغه سیمی نوم دی باید هر څوک او هره سیمه نوم ولری. کوچنی قندهار خو یی په څنګ کی نشته… نور لوستل »

زه
میلمه
زه

محترم
ليکوال صاحب
او د نن ټکي اسيا چلوونکو
مخاصمانه ځواب داچى #######
حکمتيار صيب غوولو ځاى ته هم نشى رسيداي

ارجح او اصولي ځواب داچي همدا شان نفاقي ليکنى نن ورځ په عامه توگه د مسلمانانو د لا ذلالت باعث شوي

محمدکبیر
میلمه
محمدکبیر

بزرگوارم مطلب شما از ارسال این گذارش ویا تبصره چیست…….؟ سخن شما بگونه ذهنیت ها رامخشوش مینماید گویی که به گفته شما (حزبیان) که از چمله احزاب کفری بوده وبخاطر مبارزه علیه اسلام ومسلمین ومومنین مبارزه مسلحانه غیر مسلحانه را دنبال مینماید مگر میشود افتاب را به دوانگشت پت نمود……….؟درحالیکه خزب اسلامی از بد و پیدایش ویا تاسیس اش بخاطر نافذ شدن دین الهی دراین سرزمین وحاکم شدن قانون الهی اول درکشور ودوم درسایر نقاظ جهان به میلونها شهید وقربانی داده هست وحالا هم همین جهاد ومبارزه ادامه دارد ودوم اینکه حرمت قلم واین کاغز واین ویبساط اجازه همچو افتراعات… نور لوستل »

غوربندی
میلمه
غوربندی

اقای کبیر

املای نوشتن را لطفا یاد بګیرید.

مغشوش (مخشوش غلط است)
کاغذ (کاغز غلط است)
ویبسایت ( ویبساط غلط است)
افتراءت ( افتراعات غلط است)
سوق (ثوق غلط است)

ثانیا

کدام دین و کدام شریعت ګفته که خون عساکر مرتزقه امریکاییهای اشغالګر حرام است؟؟

در زمان اشغال روسها قتل عساکر اجیر که جبرا و کرها به عسکري جلب می شدند جایز بود امروز که داوطلبانه به صفوف اردوی اجیر یکجا میشوند حرام شد؟؟

ای وای بر جهل شما

اقبال
میلمه
اقبال

د حزب خواخوږی غړی او زمونږ دینی ورور ( کبیر جان ) د اوږدی تبصری په اړه : هغه څوک چه ّځنکدن ته ننوځی له ځنکدنه د هغه راګرځول ( مګر که د الله ج اراده او خوښه وی ) څوک ستونزمنه خبره ده ، هغه حزب چه تاسی یی یادونه کوی هغه له هغه وخته چه پشاور کی یی د سوړ جنګ د غلامۍ تړون د امریکایانو او انکریزانو سره لاسلیک کړو له هغه وروسته هغه ټول جهادی او غیر جهادی مشران د امریکا او انګریزانو غلامان جوړ شو تاسی له جناب حکمتیار صاحب ( ستاسی منلی او مجاهد… نور لوستل »

سید زرغون شاه آغا
میلمه
سید زرغون شاه آغا

جمالدین ورور ته! ماغوندی بیسواده یی. دلوی کندهار معنی دا نه ده چی دکندهارولایت او یا خلک یی کوم فوقیت لری. په پخوا کی د کندهار ولایت عبارت وه له: اوسنی کندهار،زابل اروزګان، هلمند او فراه.که څوک ووایی لوی کندهار نو مطلب یی دا ټول ولایتونه دی. زابل، اروزګان، هلمند اوفراه د لوی حکمرانی په نامه مربوط په کندهار وی. چی په مرور د زمان دغه حکمرانی په ولایتو تبدلی سوی.او د لیکنی څخه معلومیږی چی پخوانی او ښه پوخ ګلبدینی یی. ځکه چی د کفر او شرک ټاپی دی په جیب کی دی.

اقبال
میلمه
اقبال

سید زرغون شاه وروره نیکی هیلی می ومنۍ نوم خو دی نام خدا په صندقو کی نه ځآیږی شاید قد و قواره به دی هم لویه وی له بده مرغه وجدان او تفکر درڅخه هجرت کړی . زه هم تصدیق کوم چه د لوی ننګرهار ، لوی قندهار او لوی پکتیا ببو لالی د همدی اشغال د وخت د استعماری چرګانو استعماری لاسته راوړنه ده ، پخوا افغانستان کی اوه او بیا نهه ولایتونه وو او اوس ۳۴ ولایتونه دی دا ټول زیات ولایتونه یوآخی له قندهار او یا ننګرهار نه دی جلا شوی . هغوی ولی ځانو ته لوی… نور لوستل »