شعـــــرونه

غزل/ جانان خدرخېل


جانان خدرخېل

مینه او انګار سره تړلي دي
څړیکې او پرهار سره تړلي دي

ته، ژوند او مرګی او جنتونه مې
ټول په یوه تار سره تړلي دي

زړه مې په اقرار پورې تړلی دی
اوښکې مې انکار سره تړلي دي

مرګ به تاته بَو ښکاري، موږ داسې یو
غاړې مو له دار سره تړلي دي

راشه شیطانان بچي دې وګوره!
دلته مو کتار سره تړلي دي

دا نو د یارانو برکت دی چې
هیلې مو اغیار سره تړلي دي

دا ده بدبختي چې پښتانۀ لالي
هر څه له کوکنار سره تړلي دي

کډې مو دا نن سبا روانې دي
اُوښې مو له بار سره تړلي دي

اې د “خدرخېل” د ژوندانه ورځې
ستا راتګ ((سهار)) سره تړلي دي
ــــــــــــــــــــــــــــــ
جانان خدرخېل
۱۳۹۶/۵/۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x