ورزش

د افغانستان یواځې ډارول نه، ګټل هم زده دي – بي بي سي اردو

افغانستان یواځې ډارول نه، ګټل هم کولای شي او دا یې هله په ثبوت ورسوله چې بنګلادیش ته یې په ۳۲ منډو ماتې ورکړه. دا د افغان لوبډلې ستره تاریخي بریا وه چې په لومړي ځل يې د آي سي سي ټیسټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

 

افغان لوبډلې دوه ورځې مخکې پاکستاني لوبډله تر سخت فشار لاندې راوستې وه، د پاکستان په ۱۱۷ منډو ۶ لوبغاړي سوځېدلي وه، هغوی ته یې یو دخطر زنګ وواهه او دوه ورځې وروسته یې بنګلادیش لوبډلې څخه مسابقه وګټله.

د بنګلادیش سره د افغان لوبډلې دغې مسابقې ځکه د زیات اهمیت درلودونکې ده چې په ۹۰ منډو د افغان لوبډلې ۵ لوبغاړي سوځېدلي و او بیا اصغر او شینواري تر ۲۵۴ پورې ولاړ وه.

مشفق الرحیم ددې لپاره چې افغان لوبډله په خپل جال کې راګیره کړي یو اضافي سپينر بالر عرفات سني په لوبډله کې شامل کړ، عرفات سني د افغانستان دوه لوبغاړي نجیب الله ځدران او کریم صادق وسوځول. سني افغان لوبډله له ستونزو سره مخامخ کړه، په ۳ اور کې شهزاد وسوځېد او په ۹۰منډو د افغان لوبډلې کپتان نبي او نوروز منګل هم وسوځېدل.
بنګلادیشي بالرانو چې څه کول هغه یې وکړل، وار د افغانستان پاتې وه، وروسته سمیع الله شینواري او اصغر ستانکزی ددوی څخه طرف ورک کړ، اصغر او سمیع الله شینواري په وروستیو ۱۰ اورونو کې ۱۰۷ منډې جوړې کړې.

سمیع الله شینواري یواځې په ۶۹ بالونو د ۱۰ څلوریزو او ۱ شپږیزې په مرسته ۸۱ منډې جوړې کړې او په آخري اور کې رن اوټ شو. اصغر ستانکزي ۹۰ منډې د ۶ څلوریزو او ۳ شپږیزو په مرسته جوړې کړې او تر پایه ونه سوځېد.

بنګلادیش لوبه په پیل کې له ستونزو سره مخ شوه، په لومړیو ۲ اورونو کې اوپنران حمید حسن او شاپور ځدران وسوځول. مشفق الرحیم خپل سیال محمد نبي وسوځولو او د ۵۰ په پوره کولو سره مومن الحق د سمیع الله شینواري په دام کې ښکېل شو او وسوځېد.

دا مهال په ۲۵ اورونو کې د بنګلادیش ۸۱ منډې وې او ۴ لوبغاړي يې سوځېدلي وه.
ناصر حسین او نعیم الاسلام ۷۳ منډې شراکت (پارټنرشیپ) د بنګلادیش لوبډله یو ځل بیا ژوندۍ کړه.

 خو کله چې بنګلادیش په ۳ بالونو ۳ ویکټې وغورځېدې نو د بنګلادیش بایلات حتمي ښکاريده. خو ضیاء الرحمن چې میدان ته راکوز شو او پرلپسې څو څلوریزې او شپږيزې يې کش کړې نو ټولو لوبغاړو او لیدونکو ته دا پیغام ورکړ چې لوبه تر اوسه ختمه نه ده، بلکې لوبه اوس پیل شوه.

نوموړی په ۲۲ بالونو ۴۱ منډې جوړې کړې او د نبي په بال بولډ اوټ شو. داسې ښکاریده که نوموړی تر پایه ولاړ وای نو کیدایشي افغان لوبډلې مسابقه بایللې وه.

بنګلادیش په ۳۶ بالونو ۵۰ منډو ته اړتیا درلوده چې یو مهم لوبغاړی (ضیاء) یې وسوځېد. سهاګ غازي په بال په لاس لګېدلی و ټپي و، تمه نه وه چې بېټنګ ته دې راشي، خو دا چې لوبډله یې له حساس پړاوه تېریدله، لوبې ته راغی، نوموړي د روبیل سره په ګډه ۱۷ منډې جوړې کړې، د میچ برخلیک لا مالوم نه وه چې نوروز منګل «تر دې دمخه یې د ضیاء الرحمن کیچ خطا کړی و» د روبیل حسین کیچ واخیست، نوروز خپل کپتان ته ۳ ویکټو سره سره د ګټې زیرې هم واورولو.

بي بي سي اردو

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x