
غزل/ ثاقب خپلواک
ثاقب خپلواک
کړه د عشق په طوافو مې، د ژوندون کعبه ودانه
چې حرم کې يې څِښتنه شي، د کِبر ماڼۍ ورانه
چې چینه د ریاضت یې، د زمزم پر لمن ښکاري
بیا دې وړی هاجرې مینې مې رنګ ستاله عرفانه
ابرهه د جهالت، که د غفلت فیلان راوستي
ابابیل د علم ستوري، پرې نازل کړه له اسمانه
چې څرګند مې ستا د یاد ستوری د زړه پر کهکشان شي
دا زیبا ښکلی ښایست یې، ستړی روح وړي له شیطانه
چې د خیال په پستو شونډو مې دا ستا یادونه راشي
هله ورک شم، ستا په یاد کې بیګانه شم له خپل ځانه
د اذکارو زمزمې مې په پلازمینه د زړګي کې
ځي نغمې د الاهو یې بیا تر عرش او لامکانه
یوسفي نور که دا ستا شي تل زما د مینې پانګه
وړي به دا ریښتنې مینه ما د هجر له کنعانه
دا د عشق مراقبې به مې ښه زیرمه د عروج شي
که مې تاؤ کړي ښه په مینه د تقوا شپول له ایمانه؟
دی زین کړی یې براق د وظیفې دا ستا په لوري
چې شي راز کې د معراج دې ، ثاقب لرې له اِمکانه
ثاقب خپلواک