شعـــــرونه

غزل/ فضل حق زيارمل

فضل حق زيارمل

جدا شوي دي سرونه له خپل تنه
بیا د درد اواز راځي له ګران وطنه

کتاب اخلمه پیدا نه شو په ښار کې
ډک بازار دی له تابوت او له کفنه

راځئ خپله نورې جوړې ګنډوالې کړو
راځئ وکړو ټول په ګډه سره ژمنه

دا چې وینې دا هر څه د بل بابا دي
تار خو پرېږده زه په کور نه لرم ستنه

زه او ته دواړه روان د بل په پله یو
خود به نیسي اوس ماشوم د بل لمنه

مصور شومه تصویر مې د ځان جوړ کړ
اوس حیران یم “زیار” له چا وکړم مننه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x