نظــر

نور مې د اوښکو په ځاي لۀ سترګو وینې څاڅي!

عبدالحفیظ ساپی

درې ورځې وړاندې په افغانستان کې د امریکایي مرستو د څار ادارې 《سیګار》 په خپل یو تازه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د روان زیږدیز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۶۷۶۹ تنه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه ارقام یواځې د یوه لوري یانې “افغان امنیتي ځواکونو” دي چې په څلورو میاشتو کې د طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي دي چې د یوې ورځې د وژل شؤیو عسکرو شمېر د پنځوسو څخه اوړي ، شاید په همدومره تعداد د دولت مخالفین هم وژل شوي وي.

را بۀ شو دېته چې ددې ستر ناورین مسؤولین څوک دي؟ دا جګړه د چا لخوا او ولې په مونږ تپل شوې ده؟ ولې ددې جګړې د درولو لپاره کار نۀ کیږي؟ کله به دا جګړه ختمیږي چې هره ورځ زمونږ په لسګونو ځوانان پکې قربانیان دي.

ټول ښۀ پوهیږو چې ددې جګړې اصلي عاملین خارجیان دي او د کومې ورځې نۀ یې چې زمونږ په هېواد ناروا یرغل کړی د داسې ناخوالو سره لاس او ګرېوان یو او تر څو چې خارجیان دلته میشت وي ، ددې جګړي ختمېدل ناشوني دي او ځینې داخلي تجاران هم نۀ غواړي چې دا جګړه ودرول شي ځکه هغوي په جګړه کې خپلې ګټې ویني او کۀ جګړه ختمه شي د هغوي کاروبار به هم ورسره ختم شي

نو راځئ ځوانانو! د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره مبارزه وکړو ، که همداسې غلي یو هېڅکله به د خپلواکۍ څښتنان نشو باید دغه جګړه خوښي او د غرب لخوا راباندې تپل شوي واکداران د ګرېوان نه ونیسو او محاسبه ورسره وکړو چې خپل اصلي استوګنځایونه مو په خارج کې تیار کړي دي ، بچیان مو په خارج کې عیش او عشرت کوي او دلته تاسو د خپلو شخصي ګټو پۀ پار ولې د جګړې د ختمولو لپاره کار نۀ کوئ؟ ولې مخالفینو ته قناعت نۀ ورکوئ؟ د سولې په اړۀ ولې پاکستان او ځینو نورو هېوادونو ته امتیازات ورکوئ؟ تاسو تر اوسه لۀ طالبانو سره مستقیماً خبرې کړي دي؟ د هغوي غوښتنې مو اورېدلي دي؟

که چېرته د طالبانو غوښتنې د اسلام او افغانیت سره په ټکر کې نۀ وي بیا مهرباني وکړئ غوښتنو ته یې غاړه کېږدئ او کۀ دا نشۍ کولای نو کډې مو په شا کړئ ، ځئ په مخه مو ښه.

ځکه نور مونږ د جګړې توان نۀ لرو ، حوصله مو ختمه شوې ، صبر او زغم مو له لاسه ورکړی څلوېښت کاله وکړېدلو ، وزورېدلو ، وچغول شولو ، همدومره ناخوالې مو بس دي د خداي په لحاظ نور مو تورسرې مۀ چغوئ ، ځوانان مو مۀ وژنئ ، ودونه او جنازې مو مۀ بمباروئ ، آرام ژوند ته مو پرېږدئ ، مونږ د چا په داخلي چارو کې لاسوهنه نۀ کوو ، نه د بل چا لاسوهنه په خپل هېواد کې زغملی شو.

د آزاد ، خپلواک او سولییز افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x