makoos fahm

ملا عبدالله!

څه موده مخکې مې خپل کالم کې د ځينو سياسي ډلو يو موقف په لنډه توګه ارزولی و. زما نظر و او په عام ډول مې لوستونکو سره شريک کړ. نه مې د چا نوم اخيستی و، نه مې کومه ډله ياده کړې وه. دومره و، چې ځينو فيسبوکي ملګرو کالم خپلو انتباهاتو سره شريک کړی و. فکر کوم همدې فيسبوکي تعامل ملا عبدالله مضطرب کړی او زما د ليکنې په اړه يې قلم ډېر نا مسئولانه استعمال کړی.

غواړم د ملا صيب د ليکنې په اړه خپل نظر لوستونکو سره شريک کړم، خو هغه خبرې پرېږدم چې ما پورې اړه نه لري او ملا صيب ترې يوازې اشتهاري ګټه اخيستې.

لومړۍ خبره دا ده، چې ملا صيب د خپل عادت له مخې وارخطا او بې له دې چې فکر وکړي، ويلي، چې په خپله مورنۍ ژبه ليکل نه شي کولی يا هم په قرآن او سنت نه پوهيږي. که موخه يې دا وي، چې د صميم او زيار غوندې ژبپوه او اديب نه يم يا د شيخ عبدالسلام او شيخ ګوهر په څېر مفسر نه يم، نو ګرم نه دی، خو که ځان سره مې تلي، نو په کره ليکدود مې هغه وخت ليکل زده وو، چې ملا عبدالله په ايران وهلې ژبه ليکل پيل کړي وو او د قرآن کريم ترجمه او تفسير مې هغه مهال له پلاره زده کړي وو، چې ملا عبدالله د غوايانو د شکرانې په بدل کې د لغمان له پيرانو عظمی صدارت او “کامله” توجه غوښته. همدا لامل دی، چې نه يې کوم ټکي ته اشاره کړې او نه يې مشخص څه په ګوته کړي.

دوهمه خبره دا ده، چې هر څوک د شريعت په استناد د ملا عبدالله خبره و ارزوي، دی يې خپلو حزبيانو ته په دې تورنوي، چې ګوندې “طالب” دی او طالب خو د ده په فکر د هر لعن وطعن مستحق دی!! زه يې په اړه وايم، چې ما نه د طالب په استازيتوب خبره کړې او نه د محصل، بلکې زما خپله خبره وه او د دعوت په نيت مې لوستونکو ته ډالۍ کړه.

درېيمه خبره دا ده، چې ملا صيب کوښښ کړی، چې د “شهادت” ګرَو شوي لوستونکي داسې وانګيري، چې ګوندې “خيرخوا” رښتيا هم هغه مفتي يا له هغو مفتيانو دی، چې واقعيتونه نه ويني او د خپل ځانګړي ليدلوري او انطوائي فلسفې پر بنسټ يې د دې پرېکړې مخالفت کړی!!
زه مفتي نه يم، خو د همغه چا په فتوی مې اعتماد کړی چې ملا صيب يې د يو ځانګړي لامل له کبله يادوي، خو هيڅ اخلاص ورته نه لري.

شهيد ذاکري صاحب د دې حزبي ډوله موقفونو شديد مخالف و او حرام يې ګڼل، هغه لا امريکا او د کابل لاسپوڅې مرتدې ادارې سره مذاکرات تحريمول، په کې اشتراک خو پر ځای پرېږده، که زما په خبره يې باور نه وي نو ملا صيب دې د هغه فتواوې مطالعه کړي. که دی

د کابل ادارې مخالفينو ته د خوارجو په نظر ګوري، ذاکري صيب ته به په کوم نظر ګوري؟
پاتې شوه د دې حکومت د کفر خبره، نو هغه هم د عقيدې د علماو د ذکر پر بنسټ شوې، داسې چې؛ که تشريعي سلطه(حلالول او حرامول) او اعلی حاکميت له الله جل جلاله پرته بل چا ته ثابت شي، د عقيدې علماء يې کفر ګڼي. زموږ د هېواد پياوړی شيخ الحديث عبدالسميع غزنوي هم په همدې نظر دی. که دا نظر غلط يا کمزوری وي، نو ملا عبدالله يې په اړه څه دليل لري؟

څلورمه خبره دا ده، چې ملاعبدالله زما د کالم يو پاراګراپ نقل کړی او بيا يې په رد کې خپله يوه اعلاميه راوړې چې ګوندې حزب په حکومت کې ګډون نه کوي، بلکې د هلال د ملاتړ له لارې د امريکايانو د دسيسې مخه نيسي!! ملاصيب نه هيله کوو، چې خپل ګرَو شوي عقلونه دې تېر باسي، د ازادو عقلونو د تسخير کوښښ دې نه کوي. يو ځای وايي چې دې حکومت کې کار کول حرام دي. بل ځای وايي، د همدې حکومت د ولسمشرۍ د اصلح کانديد ملاتړ کوو، بل ځای وايي چې د امريکايانو په شتون کې شفاف انتخابات ناشوني دي!!

دې حکومت کې چې کار کول حرام دي، نو ولې دې هلال واستاوه؟ که خامخا لمر په دوه ګوتو پټوې، چې ما نه دی لېږلی، نو څنګه يو کانديد سره د حرامو په ارتکاب کې مرسته کوې؟ او قرآن صراحتا نهی کړې : {وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ}. که دې نيت دا وي، چې وروسته به اصلاحات وکړې، نو دا نيت دې هم بې ځايه دی، ځکه چې فساد له منځه لاړ نه شي، اصلاح يې نه کيږي. الله جل جلاله صريح فرمايي : {إِنَّ اللَّهَ لَا يُصْلِحُ عَمَلَ الْمُفْسِدِينَ}. د همدا ډول موقفونو په اړه فقهاء ډېره غوره قاعده لري، چې د طامعينو او متزلزلو خلکو مخه نيسي، وايي :”الغاية لا تبرر الوسيلة”. معنا دا چې هدف وسيلې ته مشروعيت نه شي ورکولی. په راتلونکي کې د امريکايانو د احتمالي ويستلو دليل، د امنيتي تړون احتمالي نه لاسليک او بل هر احتمالي دليل د دې قوت نه لري، چې د کفر يرغل ته مشروعيت ورکړي، په کې د ګډون جواز پيدا کړي، هغه انتخابات د وسيلې په توګه وکاروي، چې د نړېوال محارب کفر تر نظارت لاندې جوړ شوی قانون يې څارنه کوي يا حتی د مقاطعې د پرېښودو جواز وښندي!

هغه ټول دلايل چې ملا عبدالله يې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره وايي، د ده دا خبره يې په سيند لاهو کوي، چې : د امريکايانو په شتون کې شفاف انتخابات ناشوني دي. ښه خبره ده، خو که ملاعبدالله يې په خپله ومني! دا چې د امريکايانو په شتون کې شفاف انتخابات ناشوني دي، نو د حزب د شروطو د پر ځای کولو لپاره به د هلال ملاتړ څه نتيجه ورکړي؟ همدا خبره ډېره وېروونکې ده، چې امريکا انتخاباتو کې دومره بنسټيز رول لري او ملاعبدالله د امريکا دسيسه په دې شنډوي، چې هلال کامياب کړي، څه معنا؟

که د ملا عبدالله او د حزب دا موقف يې د دسيسې پايله نه وي، نو بې له شکه دا موقف په نا شعوري ډول د نړيوال کفر په ګټه تمام دی او که دسيسه وي، نو اسلامي امت د يوه بل شرم خولې ته کېووت!

د دا ډول موقفونو په اړه د سيد قطب رحمه الله قول د فکر وړ دی، هغه وايي : “څوک چې په طاغوتي نظام کې د اسلام د حاکمېدو تمه کوي، داسې دی لکه څوک چې له فاسد رحِم څخه د سالم اولاد تمه کوي”. په “معالم في الطريق” کې د هغه چا په اړه چې په ناسيده توګه د اسلام لپاره د کار دعوه کوي وايي : رسول صلی الله عليه وسلم کولی شول چې د اقتصادي نا انډولۍ د ختمولو په دليل خلک ځان پسې ودروي او چې کله يې خلک تابع شي، نو اسلام به اعلان کړي، ځکه چې “الناس على دين ملوكهم”. همدا ډول يې کولی شول چې د ټولنيزو دلايلو پر بنسټ قريش ځان ته تابع کړي، د فارس او روم د تجاوزاتو دليل هم دا صلاحيت درلود، خو رسول عليه السلام په نا سيده لارو اسلام ته دعوت نه کاوه، بلکې ښکاره يې وويل چې “قولوا لا إله إلا الله تفلحوا”.

دومره کار چې د اصلح کانديد(!) کاميابولو ته کوئ، چې ټول شمشتو مو ورته خاره کړ. رئيسان او مديران ټول کابل ته ولاړل، ولې يې د دې باطل نظام د بېخکنۍ لپاره نه کوئ؟ د دې دښمن د کلکېدو يو عامل دا هم دی، چې د افغانستان خلکو يې پر ضد داسې کډې نه دي بار کړي، لکه د هلال کاميابۍ پسې چې تاسې وتړلې. دا ستاسې او هغه دليل څه فرق لري، چې وايي؛ که دې دولت کې موږ کار ونه کړو، بل بېکاره کس ورته راځي!! دا خو داسې مثال لري لکه سړی چې سينما ته په دې دليل خلک راغواړي، چې فلم کتو ته بد خلک راځي، بايد ښه خلک راشي!! د دې پر ځای چې سينما پر اسلامي مرکز واړول شي، صالح خلک سينما ته ورغوښتل هيڅ ګټه نه کوي، بلکې د صالحينو پر فساد دلالت کوي.

د اصلح کانديد ملاتړ مو په ټول موقف داسې اساسي اغېز کړی، چې شهادت اخبار کې اوس ان د “اجير دولت” خبره هم نه راځي، بلکې “موجوده نظام” لفظ کارول کيږي؛ که ګډون نه کوئ، نو دومره بنسټيز فکري بدلون ته څه اړتيا ده؟ شهادت د نصرالله احمدزي په نوم د يوه نا ليکوال ليکنه خپره کړې وه، چې نه يې استخبارات بې تقدسه پريښي وو، نه اردو، نه کرزی، ښه نو چې ګډون نه کوئ، هغه قانون نه منئ، ترکيب يې نه منئ، نو دا مطبوعات مو څه وايي؟

د ليکنې په يوه برخه کې ملا عبدالله دومره خطري استدلال ته خوله اچولې، چې خدای خبر ايمان به يې په کومه تللی وي. د اوسنۍ دورې د کانديدانو او خپل موقف په تاييد يې د دوی پر مخالفينو د خوارجو ټاپه لګولې او هغه چا سره يې ورته کړي، چې يا خوارج وو يا يهودي الاصله فتنه ګر چې حضرت علي، معاوية، عمرو بن العاص رضي الله عنهم يې نه منل!! اندازه رانه خطا شوه، چې جناب ملا صيب صليبي واک ته په څومره قداست قائل دی او مرتدې ادارې ته په څومره احترام!! د ده دې ايران وهلي دليل ته وروسته راځم، چې کوم رونق يې ورکړی.
مخکې ځي او خپله حب الوطني ثابتوي، چې دې منافقانو سره بايد د رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه موقف پر بنسټ نرمي وشي، چې فرمايل يې : که زه دوی ووژنم بيا به خلک وايي، چې محمد(صلی الله عليه وسلم) خپل ملګري وژني. جناب ملا عبدالله دې ته فکر نه دی کړی، چې هغه منافقين د مسلمانانو په صف او شاوخوا کې وو او دا منافقين د محاربو کفارو په صف کې د مسلمانانو پر ضد په جګړه بوخت دي، دا څنګه هغې منافقانو سره پرتله کوي؟!!

پورتنۍ خبره يې په ډېره تېرايستونکې استادۍ کړې. لومړی يې کوښښ کړی، چې د ذاکري صيب، ډاکتر نصيرالدين او مولوي عبدالرقيب ترور پر طالبانو ورواړوي!! طالبانو ته بويه چې د دې سپيناوی وکړي، خو زه وايم چې د ذاکري صيب زامن وايي، پلار مې د امريکايانو په امر د کرزي استخباراتو وژلی او همدا ډول د ډاکتر نصيرالدين او مولوي عبدالرقيب وژونکي هر سړی بداهتا ښوولی شي، خو ملاعبدالله په مکرر ډول کوښښ کوي، چې پر طالبانو يې ورواړوي. جناب نه پوهيږي، چې يوازې پر ځان حجت قايموي، نور به هيڅ ګټه ونه کړي. يو کوښښ يې بل کړی، چې خپل يو قومندان هم د ذاکري صيب، ډاکتر نصيرالدين او مولوي عبدالرقيب نومونو کې په خلکو وپېژني، خو ښه دی، چې خلک پوهيږي،ګنې د ده تبليغاتو به ډېر تاوان کړی و.

له دې خبرې وروسته يې د خوارجو کلِمې ته زور ورکړی، چې ګوندې ځينې خلک په سليقوي اختلاف پر نورو د کفر ټاپې لګوي، د خبرې په سر او پای کې نوموړي شهيدان يادوي، خو موخه يې دا شهيدان نه دي، بلکې کابل مېشتو افغان محاربينو ته براءت ورکول غواړي، د ده ليکنه يې په خپله شاهده ده، دی وايي :” ما ته يو ځل د همدغي ډلي يوه كس اطلاع راكړه چي كه غواړې د هغو حزبيانو په ضد سرتېري عمليات ترسره شي چي د كابل له حكومت سره يو ځاى شوي او هلته ئې دفتر پرانيستى نو موږ د داسي عملياتو ترسره كولو ته چمتو يو!! ما ځواب ورولېږو: داسي څه نه په خپله كوو او نه ئې بل ته سپارښتنه كوو، مشوره مو دا ده چي خپله ټوله توجه اصلي دښمن ته واړوو…”.
ده تر اوسه فکر نه دی کړی، چې اصلي دښمن د چا په ډاډ او ملاتړ زموږ پر مرۍ پښې ايښي؟ دا څوک دي چې اشغال ته يې د مرستې، بيا رغونې او پرمختګ نوم ورکړ؟ دا څوک دي، چې په راديوګانو، تلويزيوني کانالونو، اخبارونو او مجلوکې د مسلمانانو پر ضد لاس په کار دي؟ د دوی د دفترونو، کورونو او تنظيمونو مصارف څوک ورکوي؟ د دوی فعاليتونه څه دي او اساسا د چا لپاره کار کوي؟ کاش چې له ضده واوړې او لږ فکر وکړې!

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د