شعـــــرونه

غزل/ مسلم يار شينوارى

مسلم يار شينواری

چې اغزي کرې ګلانو طمع مه کړه
چې بد خوي کړې د يارانو طمع مه کړه

چې کچکول نه کړې په غاړه هسې نه شي
کور کې ناست د ملنګانو طمع مه کړه

خداى دې شته دى له بل چا نه څه شى غواړې
د خپل کلي له خانانو طمع مه کړه

په اوبو کې لاس وهه په لاس به درشي
په هوا کې له مرغانو طمع مه کړه

اى مزدوره د پرديو ځان هوښيار کړه
وطن جوړ کړه له غربيانو طمع مه کړه

ژبه پرانيزه د حق خبرې وکړه
مسلم ياره له ګونګيانو طمع مه کړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x