افغانستان

امریکايانو دوه افغان عسکر د خپل کنډک په دروازه کې ووژل

نن ټکی اسیا (شنبه ، ۱۴زمری، ۱۳۹۶): په کندهار ولایت کې امریکايي ځواکونو په افغان عسکرو ډزې کړي، لږ تر لږه دوه تنه یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

پيښه د یاد ولایت د عامه نظم د پولیسو د لوا د دوهم کنډک په خوله کې رامینځته شوې.

لومړني ترلاسه شوي راپورونه وايي چې امریکايي عسکر په ټانګونو کې سپاره وو او یاد کنډک ته ورغلل او هلته یې د کنډک په دخولي دروازه کې په افغان ساتونکو ډزې وکړې.

داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې امریکايي عسکرو د احتیاطي تدابیرو په لړ کې افغان سرتیري خالي سلاح کول او وسلې يې ترې راغونډولې، خو د یوه سرتیري د ناغیړۍ له کبله امریکايي عسکر غوصه او پیښه رامینځته شوه.

تر اوسه پخپله امریکايي ځواکونو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو تر امریکایانو وړاندې یوې افغان امنیتي سرچینې رسنیو ته د خپل ګونګ وضاحت په ترڅ کې ویلي چې «امریکايي عسکرو د لوا په دروازه د یو افغان عسکر وسله پلټله چې سهوا ډزې وشوي او مرګ ژوبله پيښه شوه».

یاده دې وي چې د افغان ځواکونو له لیکو څخه په بهرنیو ځواکونو د طالبانو نفوذي بریدونو د دواړو لوریو ترمینځ بې باوري ډیره کړې او له همدې کبله ویل کیږي چې ډیری وخت بهرني ځواکونه یوې سیمې ته له ورتګ مخکې یو شمېر افغان امنیتي سرتیري خالي سلاح کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

چیری چه اشغلکر طالبان او یا د طالبانو په تور په غلطی کی نور بی ګناه او بی دفاع مظلوم اولس وژنی هغه خیر ، مظلوم اولس دی غوښی خوراک یی امریکایانو ته روا دی ، مګر کله چه د ساعت تیریو د پاره په افغان عسکرو خپله نښه سموی یعنی د افغان عسکرو به وژلو هم تمرین وکړی . د کابل د حکومت دا حیرانوونکی او د خندا ډکه دا خبره می له خندا پښتی وچوی ، چه د کابل اداره وایی امریکایی یا ناتو قواوو به خطایی کی لس او شل کسه [هغه عسکر چه د همدوی د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x