افغانستان

لوګر کې طالبانو شپږ امریکايي عسکر وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه ، ۱۴زمری، ۱۳۹۶): د لوګر ولایت له برکي برک ولسوالۍ څخه د شپږو امریکايي عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی.

پیښه نن له غرمې وروسته د یادې ولسوالۍ د ټنډانو په سیمه کې رامینځته شوې.

طالبانو د پیښې مسئولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې امریکايي ځواکونو غوښتل چې له افغان عسکرو سره په ګډه د طالبانو په خلاف عملیات وکړي چې برعکس د دوی له عملیاتو سره مخ شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویلي چې په دې عملیاتو کې یې له چاودنو او بریدونو څخه کار اخیستی.

نوموړي د شپږو امریکايي عسکرو د وژل کیدو خبر ورکړی او همدا راز یې ویلي چې ۳ دولتي کومانډویانو هم په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ښاغلي مجاهد په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو پرلپسې تلفاتو ته په اشارې ویلي چې له دې څخه جوتیږي چې امریکایي ځواکونه عملا په جګړه کې ښکېل دي او هغه ادعاوې يې ناسمې دي چې ګویا په افغانستان کې د دولتي سرتیرو د روزلو لپاره پراته دي.

په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه، چې ځان «قاطع ملاتړ» هم بولي، د طالبانو دغه ادعا ردوي او په یوې لنډې خبرپاڼې کې يې ویلي چې د لوګر پیښې په اړه د طالبانو ادعا غلطه ده.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې امریکايي جنرالان او واکمن ځکه په مخامخ جګړه کې په خپلې ښکېلتیا پرده غوړوي ترڅو خپل ولس ته فریب ورکړي ‎چې ګویا د دوی عسکر یوازې د دولتي عسکرو په روزنه بوخت دي.

د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې په کندز، ننګرهار، کندهار او کابل کې په بهرنیو ځواکونو د طالبانو نفوذي بریدونو، چاودنو او نورو پیښو ګڼو بهرنیو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې، چې یو شمېر پیښې يې بهرنيو ځواکونو تایید کړي او له ځینو نورو یې انکار کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی (فهیم)۰

الله دی د دوی په تباه کیدو کی برکت واچوی الله دی دا امریکایان او د دوی غلامان نیست او نابود کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x