نړۍ

چين: په يو ریل سټيشن کې د چړو په واسطه ۲۸ تنه وژل شوي

د چين رسمي خبري اژانس “ژنهاو” وايي چې، د چين غربي سيمې ګنمنګ ايالت د يو ريل ګاډي په تم ځای کې څو بريدګرو چې په چړو سمبال وو په موجودو خلکو يې د چړو بريدونه کړي چې امله يې ۲۸ تنه وژل شوي او ۱۱۳ ژوبل دي.

چارواکي وايي تر اوسه د دغه بريد لامل او بريد کوونکي نه دي مالوم. چينايي چارواکو دغه بريدونه يو قوي پلان شوي تروريستي بريدونه بولي.

د چين رسمي خبري اژانس وايي چې، پنځه بريدګر ځای پر ځای وژل شوي او تر اوسه يې د هويت په اړه لا مالومات نشته.

رسنۍ د عيني شاهدانو له قوله وايي چې، بريدګرو سټيشن کې په ناستو کسانو ناتاره بريدونه پیل کړل او په لسګونو کسان يې مړه او ژول کړل.

د چين ولسمشر او لومړي وزير دغه پيښه غندلې او امنيتي ځواکونو ته يې سپارښتنه کړې چې، سمدستي د پيښې پلټنه پیل کړي او پيښه کې لاس لرونکي کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

چارواکي وايي چې د چين په تاريخ کې دا يو بې ساري بريد و.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x