فرضي یا نفلي حج کې رشوة ورکول

لیکنه: مفتي احسان الله

رشوت یو له هغو لویو ګناو څخه دی، چې هم رشوة ورکونکي، او هم اخیستونکي او څوک چې ددوی دواړو په منځ معالمه کوي، پر دغو دریو واړو باندي الله لعنت ویلی.

تر دې پوري چې په یو سفر کې رسول الله صلی الله علیه وسلم له یو چا واورېدل، چې پر خپله سوارلی يې لعنت ووایو، ده صلی الله علیه وسلم فورا صحابه و ته حکم وکړ، چې له دغې سوارلۍ څخه بار او ځین کښته کړئ، ځکه دا نوره ملعونه ده (1).

فرضي حج کې رشوة ورکول:

حکومتي خلک زیاتره نالایقه وي، نو که پر یو چا حج فرض وي، او کول يې ورته لازم وي، خو حکومتي مامورین ورڅخه رشوت غواړي، او دا کار داسي وي چې بې له رشوته يې کول هم مشکل وي، نو که حاجي په دغه کار کې رشوت ور کړي، روا او جائز دی، ګناه ورباندي نسته، البته څوک چې رشوة اخلي پر هغه باندي ګناه ضرور سته او ملعون دی.

یادونه:

ډیری خلک یوازي دکار داساني لپاره چپړاسیانو او یا نورو مامورینو ته رشوة ورکوي، چې دا نا روا او غير جائز دی، ځکه دا صرف او صرف دسانۍ لپاره کوي، او داسانۍ دجلب لپاره رشوة وکول روا ندی.

نفلي حج او عمره کې رشوة ورکول:

او که یو څوک په نفلي حج یا عمره کې رشوت ورکړي، خپل کاغذان مخته وچلوي، که څه هم حج يې صحیح دی، او درشوت ګناه يې نسته خو دا کار له کراهیت هم خالي نه دی، بلکي مکروه دی (2) .

2017/08/05

ـــــــــــــــــــــــــــــ

(1) دعمران بن حصین روایت. معالم السنن، باب النهي عن لعن البهيمة.

(2) (مع أمن الطريق) بغلبة السلامة ولو بالرشوة على ما حققه الكمال. الدر المختار وحاشية ابن عابدين (رد المحتار) (2/ 463)

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د