ustad rafea nunn

استاد حبیب‌ الله رفیع: امنيتي تړون ډېر ښکېلاکي تړون دی او د افغانستان د منافعو پر ضد تړون دی، امریکا نور د جنګ زور نه لري

استاد حبیب‌ الله رفیع پېژندل شوی افغان ادیب، مورخ، لیکوال او څېړونکی دی، چې د ورځې سياسي پېښې هم له نژدې څاري. د نن‌ ټکي ‌اسیا خبري پاڼې کابل مېشتو همکارانو وپتېيله چې له ښاغلي رفيع سره د هېواد په تودو مسئلو خبرې وکړې.

استاد حبیب‌ الله رفیع له نن‌ ټکي ‌اسیا سره په مرکه کې لاندي مهمو ټکو ته اشاره وکړه:

  • امریکا د افغانستان لپاره نه ده راغلې، د ترهګرۍ د ځپلو لپاره نه ده راغلې، د افغانستان د امنيت او ارامۍ لپاره نه ده راغلې. امریکا په منطقه کې ډېر ژور پروګرامونه لري.
  • امريکايي حکومت د اسرایلو او یهودو حکومت دی او د یهودو د منافعو لپاره کار کوي.
  • امنيتي تړون ډېر ښکېلاکي تړون دی او د افغانستان د منافعو پر ضد تړون دی
  • دا ډول اډې ورکول چې دوی یې غواړي قانوني يې کړي، دا د افغانستان د خاورې خرڅول دي.
  • شمالي ټلواله په افغانستان کې یوه جنایتکاره ډله وه.
  • امریکا هم نور د جنګ زور نه لري.
  • تر اوسه پورې د سولې له غوا نه د شمالي ټلوالې خلک پۍ لوشي.
  • په طالبانو کې داسې افغانان دي چې هغه د دې خاورې بچیان دي او ارزو لري چې دې خاورې ته له خپل فکر سره سم خدمت وکړي.

——————–

نن‌ ټکی اسیا: د ۲۰۱۴م کال په تړاو کافي منفي تبلیغات شوي، اوس چې دا کال تقریباً منځ ته رسېدلی، څنګه یې بولئ؟

 

رفیع: د ۲۰۱۴ موضوع فقط یوه د وېرولو موضوع ده. افغانستان په تېرو پنځه دېرش کلونو کې ډېر هولناک، ډېر غمناک حالات لیدلي دي او پرې تېر شوي دي، تلفات یې ورکړي دي. تاسې فکر وکړئ چې د شورويانو په دوره کې زموږ دوه ميلیونه انسانان تباه شوي دي، د تنظیمونو په دوره کې د کابل شپېته زره خلک د قدرت لپاره قربان شوي دي. لېکن بیا هم خلکو خپل ژوند کړی او زه چې ډاډه یم په دې ډاډه یم، چې د افغانستان ولس، د افغانستان ملت ډېر هوښیار دی، شعور یې ډېر وړاندې دی، د دې جنګ په کوره کې پوخ شوی دی، په دې پنځه دېرشو کلونو کې دوی د دنیا راډیوګانې اورېدلي، د دنیا له سیاست نه خبر دي. اوس چې د افغانستان یوه ډېر لرې کلي ته ولاړشې یو زوړ سپين ږيری وپوښتې هغه هم د افغانستان په سیاست معلومات درکوي هم د امریکا او دنیا په سیاست. بل مهم ټکی دا دی، چې د افغانستان ملت واحد ملت دی. داسې [خپلې ګوتې سره یوه بل کې ورکوي] سره یو ځای اوسېږي. زه چې مثال ورکوم وایم د غالۍ د ګلونو غوندې دي، رنګونه یې بېل دي او ګل یې یو جوړ کړی دی، ښکلا یې یوه ورکړې ده؛ نو په دې اساس دوی د دې کسانو چې قومي، ژبني، سمتي او مذهبي تعصبونو ته لمن وهي دوی د دوی ښکار نه شول. د رباني د حکومت په وخت کې سیاف او مزاري د پښتون او هزاره جنګ په ميرویس مېدان کې شروع کړ. د دوی او د دوی د بادارانو چې تر شا یې ایران او سعودي وو ارزو دا وه چې پښتون او هزاره له کابل نه تر ارزګان پورې په دې دوه زره ميله کې یو بل سره ووژني او دا کرښه د ورورۍ د کرښې پر ځای د وینو په کرښه بدله شي. لېکن هغه جګړه له کابل نه ونه وتله؛ ځکه چې خلک پوهېږي، چې دا حکومتونه د څو ورځو لپاره دي، ځي او راځي؛ لېکن موږ ملت یو د زرګونو کلونو ژوند مو سره کړی او له دې نه وروسته به یې هم سره کوو. نو په دې اساس له دې نه زه هېڅ وېره نه لرم چې په ولس کې دي قومي جګړې شروع شي. پاتې شول هغه کسان، چې د قوم، د ژبې، د مذهب او د سيمې په اساس ډوډۍ خوري او امتیازات یې اخيستي، هغه هم اوس نه شي کولای. یوه ورځ فهیم [د ولسمشر لومړی مرستیال] وویل چې موږ به غرونو ته وخېژو، هغه اوس د غرونو د ختلو نه دي؛ ځکه دوی اوس دلته ښارګوټي جوړ کړي، لوړمنزلونه یې جوړ کړي دا دوی اوس نه شي پرېښودای. نو په دې اساس زما نظر په دې برخه کې مثبت دی. ان شاء الله په افغانستان کې به داسې حالت نه پېښېږي، چې یو ځل بيا انسانان سره ووژني، خصوصاً ولس سره ووژني. دا څو محدود کسان که وژل کېږي، دا د افغانستان په ګټه دي.

نن ټکی اسیا: ولسمشر کرزی لا هم امنيتي تړون نه لاسليکوي او امریکا او ناټو ټینګار کوي او له دې ټينګارونو سره درګرده دا ګواښونه هم کوي چې که تړون لاسلیک نه شي، موږ به خپل ځواکونه د صفر انتخاب ته چې دوی یې “Zero-Option”  بولي، راکښته کړو او له افغانستانه به ووځو. سربېره پر دې یو شمېر شنونکي پر دې باور دي، چې افغانستان ښايي یو ځل بیا د ۱۳۷۱ل کال ته وروګرځي او جګړه به پېښه شي. تاسې له دې بابته وېره نه لرئ؟

رفيع: وېره امریکا خلق کړې ده. امریکا چې دلته راغلې ده، هغه داسې په اسانه نه وځي، دا د تړون موضوع یوه پلمه ده. امریکا د افغانستان لپاره نه ده راغلې، د ترهګرۍ د ځپلو لپاره نه ده راغلې، د افغانستان د امنيت او ارامۍ لپاره نه ده راغلې. امریکا په منطقه کې ډېر ژور پروګرامونه لري. اوس ايله د افغانستان په وينو دا زمينه ورته مساعده شوې، چې خپلو هدفونو ته ځان وروسوي. د امریکا لوی هدف د شوروي له پاشل کېدو وروسته د منځنۍ اسیا د هېوادونو له ازادۍ نه وروسته لوی هدف یې دا دی، چې د منځنۍ اسیا په منابعو او منافعو باندې ګېډه واچوي، د دې لپاره راغلې ده. دویم هدف یې دا دی، چې د منځني ختیځ په منابعو او منافعو چې هلته ډېر زیات منابع موجود دي، هلته ګېډه واچوي د دې لپاره دوی پر عراق حمله وکړه د دې لپاره یې لېبیا او نور عربي هېوادونه کمزوري کړل، چې دوی دلته وپايي. د امریکا وروستی هدف دا دی، چې امريکايي حکومت د اسرایلو او یهودو حکومت دی او د یهودو د منافعو لپاره کار کوي. امریکا د دې لپاره راغلې، چې په اسیا کې د اسرایلو لپاره د ژوند کولو یو ارام بستر جوړ کړي. نو په دې اساس، امریکا چې هر څومره پټکې وکړي، هرڅومره تهدیدونه وکړي، امریکا له دې ځایه تلونکې نه ده. او د کرزي موقف چې تړون نه لاسلیکوي، متأسفانه د کرزي هدف هم کوم ملي هدف نه دی. که له ده سره کوم ملي هدف موجود وای او دا تړون یې نه وای لاسلیک کړی، له ده نه به ملي قهرمان جوړ شوی وای. لېکن د ده هدف هم ډېر وړوکی دی. د ده ارزو دا ده چې د ده د خوښې کاندید باید ریاست جمهوري ته ورسېږي او هغه هم داسې یو بې خولې او بې ژبې سړی لکه زلمی رسول چې دی. هغه یو وړوکی اعلان هم د کاغذ له مخې لولي. د ده ارزو دا ده چې دی قدرت ته وروسوي او دی یې په څنګ کې قدرت وچلوي او دا ډول تجربه پوتین وکړه په درېیمه دوره کې پوتین همداسې وکړل. پخپله ریاست جمهوري ته نشوای کانديدېدلای، یو لاسپوڅی یې ریاست جمهوري ته کاندید کړ، ده هغه دوره پوره کړه د بل چا په نامه. له کرزي صیب سره هم همداسې یوه ارزو ده، چې په افغانستان کې حکومت ولري ويې چلوي د بل چا په وسیله. که دغه ارزو ملي وای او له ده سره دا وای. مثلاً زما له نظره، امنيتي تړون ډېر ښکېلاکي تړون دی او د افغانستان د منافعو پر ضد تړون دی، زه همدې جرګې ته ورغلی وم، لېکن کله چې په تړون خبرې کېدې او د شورا له خوا امضا کېده ما په هغه ورځ هغه مجلس ترک کړ ترې راووتم او په راډیوګانو کې مې وویل، چې دا د افغانستان په ګټه نه دی. په دې کې ډېر ټکي وو، مثلاً یو ټکی دا و، چې امریکا به د مېدانونو ټېکس نه ورکوي، امریکا به د نمبر پلېټونو ټېکس نه ورکوي، امریکا به د مالونو مالیه نه ورکوي. دغه یې داسې خبرې وې چې دا پیسې به دومره شی نه کېږي لېکن دا خبرې له استعماري سټېژ نه کېدلې، چې دا زه نه ورکوم. بل مهم ټکی دا دی چې په دې کې نهه مهمې اډې دوی په نښه کړي، نهه اډې يې په داسې شکل په نښه کړي، چې یوه اډه به په کابل ولایت کې وي، یوه به په پکتیا ولایت کې وي، یوه به په لوګر ولایت کې وي. په داسې مجهول ډول د اډو مطرح کول، معنا دا لري چې ټول افغانستان به د دوی اډه وي؛ ځکه قانون دا دی چې که دوی رښتیا اډې غوښتای او افغانستان اډې ورکړي، په هغه صورت کې باید دوی ویلي وای چې د کابل په پلانۍ منطقه کې په دومره ساحه کې موږ یوه اډه غواړو. د پکتیا ولایت په دومره ساحه کې په پلاني ځای کې موږ یوه اډه غواړو. نو په دې اساس هغه هم ډېر استعماري پروګرام دی او دا ډول اډې ورکول چې دوی یې غواړي قانوني يې کړي، دا د افغانستان د خاورې خرڅول دي. او دا چې دوی په خپل سر پاتې کېږي هغه بیا زور دی، زور سره به بیا ګورو چې څنګه کېږي.

نن ټکی اسیا: نو تېره دوشنبه د امریکا ولسمشر بارک اوباما له ولسمشر کرزي سره په تلیفوني خبرو کې یو ځل بیا د “Zero-Option”  خبره مطرح کړه او تقریباً د ګواښ په ډول یې مطرح کړه چې که تاسو دا تړون نه لاسلیکوئ  نو ما د دفاع وزارت چارواکو ته حکم کړی، چې بشپړې وتنې ته تیار اوسي. نو دا ګواښ دی او که څنګه، تاسې وویل چې نه پاتې کېږي.

رفيع: دا له تضاده ډکه خبره ده. ګواښ دی، لېکن له تضاده ډک. له يوې خوا بیا وايي، امېد ښکاره کوي چې بل حکومت به راځي هغه به له موږ سره تړون لاسلیک کړي او له بلې خوا وايي چې موږ قواوې وباسو. بل حکومت چې راځي او ته قواوې وباسې او له افغانستان سره هېڅ ډول مرسته نه کوې هغه به لېونی وي چې له تا سره به دا تړون امضا کوي! نو په دې اساس دا د دوی خبره له تضاده ډکه ده. کرزي اوس ظاهراً څو ځلي اشاره کړې چې زه نه غواړم د شاشجاع غوندې شم یا د ببرک غوندې شم. دی د تاریخ له نام بدۍ نه وېرېږي. کنه ده دا دیارلس کاله هر څه ورسره منلي دي. هر څه چې دوی غوښتي دي ورسره منلې يې دي. د انسانانو وژل، د خلکو په کورونو ورختل..دا ټول دوی تړون کړی و، ده، عبدالله، قانوني، دوی ټولو امضاګانې په کې کړې وې.

نن ټکی اسیا: نو تاسې چې کرزی داسې سلسله کې راولئ، شاشجاع، ببرک، کرزی، نو ده سره خو شمال ټلواله هم وه. تر ده مخکې خو د بهرنیانو د راتګ زمينه هغوی مساعده کړې وه، دا به بې‌انصافي نه وي چې که سړی یوازې کرزی دویم شاشجاع یا دومی ببرک ونوموي؟

رفيع: دا خو کرزی په خپله وايي، چې زه دا نه امضا کوم چې داسې تړونونه پخوا امضا شوي وو بیا زه په کې نام بدی کېږم. لېکن دا چې مثلاً ده سره شمالي ټلواله وه دا حالت هم ده منلی و. د بون (۲۰۰۱ډسمبر) په غونډه کې شمالي ټلواله ده لیدله چې حاکمه ده. شمالي ټلواله په افغانستان کې یوه جنایتکاره ډله وه، جنایات یې کړي وو. ولس نه غوښتل، چیغې يې وهلې، چې دا جانیان بېرته مه راولئ. لېکن نړیوالې ټولنې هغه بېرته راوستل او دی هم ورسره راغی او ده په ډېر صراحت اعلان وکړ چې زه له یوه پټو سره راغلی یم. یعنې زه ستاسې په رحم او کرم ناست یم او واقعاً د دوی په رحم او کرم ناست دی. هر څه یې چې غوښتي ورکړي یې دي، هر امتیاز یې چې غوښتی ورکړی یې دی. د افغانستان دا دومره راغلې پیسې، دا دومره امکانات، دا ټول ده د دوی له سر نه قربان کړل او د افغانستان لپاره یې هغه ونه لګول. که ده رښتیا غوښتای د لومړي سره یې باید له امریکې سره شرایط ايښي وای. په لومړۍ ورځ، دغه خبرې چې دی نن کوي، چې امریکا دې زما خلک نه وژني دغه خبرې يې دیارلس کاله مخکې کولای شوای، امریکا ته یې ویلای شوای چې زه ستا په اهدافو خبر یم، پوه یم چې ته نه غواړې له افغانستانه ووځې، افغانستان ستا له نظره یو بې‌څښتنه هېواد دی. دلته دې قواوې راوستي او اډې جوړې. لېکن زما منافع به نه د خپلو منافعو نه قربانوې او نه د بل چا. زما منافع به ساتې، ستا د منافعو زه مخالفت نه کوم. لکه په نوره دنيا کې يې چې کوي. امریکا هر ځای اډې لري، په جاپان کې يې لري، له اصولو نه لاندې، په جرمن کې يې لري له اصولو نه لاندې له هغه چوکاټه نه وځي. پاکستان یې ډېر باوري ځای دی، یعنې پاکستان د امریکې باوري ملګری دی، لېکن هلته هم دوی داسې په خلاص مټ فعالیت نه شي کولای. په پاکستان کې په خلاص مټ اډې نه شي جوړولای. نو په دې اساس په افغانستان کې يې چې جوړې کړې باید له دوی سره په لومړي سره کې دا محاسبه شوې وای، دا خبره ورسره شوې وای.

نن ټکی اسیا: په افغانستان کې د بهرنیانو شتون، چې تاسې وویل چې دوی نه وځي او که تړون ورسره لاسلیک کړي نو لس کاله نور هم د دوی شتون دلته قانوني بڼه غوره کوي، دغه او ورسره ورسره د سولې پروسه چې له طالبانو سره د سولې خبرې دي، فکر کوئ چې دغه دواړه موازي پرمخ تللای شي؟

رفيع: امریکایان چې نه وځي، له افغانستانه نه وځي. له جنګ نه وځي. امریکایان نور جنګ نه کوي، لکه څنګه چې روس مات شوی و او د جنګ زور یې نور نه درلود، همداسې امریکا هم نور د جنګ زور نه لري. د جنګ له مېدانه وځي، لېکن د افغانستان په خاوره کې پاتې کېږي. زه پکتیا ته تللی وم، څه وخت وړاندې. یوه اډه یې جوړه کړې له پول علم نه شروع کېږي، تر تېرې پورې تر سيدکرم پورې په لسهاوو زره جریبه ځمکه يې په کې رانغښتې ده. په دې کې ډېر په توندۍ کار کېده، دا دوی د پنځو ورځو لپاره کوي؟! دا دایم لپاره دي. نو په دې اساس دا یوه موضوع ده. او د سولې موضوع لا تر اوسه پورې فقط په منافقانه ډول مطرح ده. نه کرزي هغه په صادقانه ډول مطرح کړې نه امريکا. تر اوسه پورې د سولې موضوع یوه پروژه ده، د مصلحتونو تابع یوه پروژه ده. تر اوسه پورې د سولې له غوا نه د شمالي ټلوالې خلک پۍ لوشي. او د هغوی لپاره کار ورکوي.

نن ټکی اسیا: نو دا اوس بیا هيلې راټوکېدلي دي. د سولې شورا هم ادعا کړې ده چې طالبانو سره یو ځل بیا تماسونه ژوندي شوي دي. دې ته په کومه سترګه ګورئ؟

رفيع: د سولې اوسنۍ شورا هېڅ نه شي کولای. څو چې د سولې شورا له بنیاد نه بدله نه شي. په کې واقعې افغانان، د هېواد غمخور افغانان او داسې افغانان چې هغه واقعاً په افغانستان زړه سوی لري او د طالبانو په برخه کې هغوی فکر کوي چې دا هم د دې خاورې بچیان دي. دوی ولې محروم دي؟ د بون په تړون کې هغه لوی جنایتکاران ومنل شول، لېکن طالبانو چې تر هغوی لږ جنایت کړی هغه محروم شول، هغه له قدرت نه وشړل شول، هغه په ډېره بې ر‌حمۍ وځپل شول او هغه له منځ یوړل شول.

نن ټکی اسیا: نو تاسې وايئ چې طالبان محروم شول او جنګېږي. دا سوال اکثراً مطرح کېږي، د طالبانو جګړې ته تاسو مشروعیت نه ورکوئ، چې هغوی د محرومیت پر ضد جنګېږي؟

رفيع: نه، دا خو بېله موضوع ده. جنګ خو زه نه تاييدوم، لېکن خبره دا ده چې په طالبانو کې داسې افغانان دي چې هغه د دې خاورې بچیان دي او ارزو لري چې دې خاورې ته له خپل فکر سره سم خدمت وکړي. هغوی غوښتنې لري، ارزوګانې لري، که دغه د سولې پروسه په سم ډول شروع شوي وای، اوس به دوی په دې پروسه کې شامل وو. تر اوسه پورې امریکا او د کرزي حکومت وايي چې دوی دې وسله کېږدي او رادې شي. وسله ايښودل تسليمېدل دي، اما خبرې کول د خبرو په دوران کې یو د بل خبرې منل، په یوه بې‌طرفه او ډاډمن ځای کې خبرې کول، له دې نه د سولې نتیجه راوتلای شي.

نن ټکی اسیا: مننه، ټاکنو ته څومره هيله من یاست. د وروستۍ پوښتنې په توګه، ټاکنو ته میاشت نیمه پاتې ده، فکر کوئ چې دا ټاکنې به افغانستان له کړکېچونو وباسي؟

رفيع: ټاکنې خو څو اړخه لري. یو اړخ یې دا دی چې زیات کاندیدان رامنځ ته شوي، یوولس تنه دي او دوی چې ټاکنې سره وکړي، دا رایې وېشلې کېږي، نو بالاخره انتخابات دویم پړاو ته ځي، چې دا هم یو ستونزمن کار دی. لېکن له بلې خوا دې یوه ګټه وکړه تر یوه ځایه یې هغه قومي، سمتي، ژبني او مذهبي چوکاټونه یې مات کړل چې تر اوسه موجود وو. د شمالي ټلوالې خلکو هم هر یوه کاندید ته ورځغستلي دي. هزاره ګانو  هم همداسې کار کړی دی. نو په دې اساس هغه وېره چې د تشتت لپاره وه، هغه وېره یې ورکه کړې ده. بله خبره دا ده چې زه په دې عقيده یم چې کېدای شي د انتخاباتو د مخنيوي لپاره اقدام وشي. یعنې انتخابات ونه شي. تاسې به اورېدلي وي چې په دې ورځو کې پاکستان په دې سيمه کې عملیات شروع کوي، په دوو درې هفتو کې دوی رامنځ ته کېږي، په شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان کې دوی عملیات کوي، افغاني مهاجر راوباسي، او د دوی خپل کسان به هم رامهاجر کېږي. دا فشار چې په افغانستان باندې راشي، دلته خود به خود د انتخاباتو بهیر ځنډېږي، ودرېږي. او حتا ځینې خلک دا نظر لري چې کېدای شي کرزي صیب له پاکستان سره غوږونه جنګولي وي چې داسې یو حرکت وشي چې دا انتخابات ونه شي، چې دی یو څه وخت نور هم پاتې شي.

نن ټکی اسیا: ډېره مننه!

رفيع: مهرباني

 

امریکا د افغانستان لپاره نه ده راغلې، د ترهګرۍ د ځپلو لپاره نه ده راغلې، د افغانستان د امنيت او ارامۍ لپاره نه ده راغلې. امریکا په منطقه کې ډېر ژور پروګرامونه لري

امريکايي حکومت د اسرایلو او یهودو حکومت دی او د یهودو د منافعو لپاره کار کوي.

امنيتي تړون ډېر ښکېلاکي تړون دی او د افغانستان د منافعو پر ضد تړون دی

دا ډول اډې ورکول چې دوی یې غواړي قانوني يې کړي، دا د افغانستان د خاورې خرڅول دي

شمالي ټلواله په افغانستان کې یوه جنایتکاره ډله وه

امریکا هم نور د جنګ زور نه لري.

تر اوسه پورې د سولې له غوا نه د شمالي ټلوالې خلک پۍ لوشي

په طالبانو کې داسې افغانان دي چې هغه د دې خاورې بچیان دي او ارزو لري چې دې خاورې ته له خپل فکر سره سم خدمت وکړي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د