شعـــــرونه

غزل/ مدثر همراز

مدثر همراز

بې مینې دا دنیا ګنده ده،ولې نه پوهیږو؟
مینه پنځه وخته سجده ده، ولې نه پوهیږو؟

سا مو جسد کې شته خو سم په لاره نه یو روان
د ژوند هنداره الوده ده، ولې نه پوهیږو؟

انسان په ځان داسی کانې وکړی اروا د انسان
له انسانیته شرمنده ده، ولې نه پوهیږو؟

ګناه پناه پټه پوښلی هیڅ امکان نه لری
د بصیر ذات نه څه پرده ده، ولې نه پوهیږو؟

د عبادت په درجه غلامي چاته کوو
حق د الله که د بنده ده، ولې نه پوهیږو؟

چه سترګې پټی شي الله خبر چه څه به کیږي
همرازه سخته اینده ده ولې نه پوهیږو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x