افغانستان

ميدان وردګ: امريکايي ځواکونه يوځل بيا د کریمدادو اډه کې ديره شول

نن ټکی اسیا (يکشنبه ، ۱۵زمری، ۱۳۹۶): د وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ هغې پوځي اډه کې يوځل بيا امريکايي ځواکونه ديره شول، چې شاوخوا څلور کاله وړاندې د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال له يادې اډې څخه ويستل شوي و.

د دغه ولايت چارواکي او د نرخ اوسېدونکي وايي، چې امريکايي ځواکونه يوځل بيا خپلې زړې اډې ته راغلي او تر نامعلوم وخته پورې به دغلته ديره وي.

د ودرګو امنيه قومندانۍ وياند نقيب اميني رسنيو ته ويلي، چې دغه امريکايي ځواکونه په سيمه کې د امنيت راوستلو په موخه راغلي او زياتوي چې وړمه شپه يې په نرخ کې د افغان ځواکونو سره ګډ عمليات کړي چې په پايله کې يې اووه طالب وسله وال وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د خپلو پلويانو د وژل کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

خو ځايي اوسېدونکي وايي، چې پخوا تر دې په کريمدادو پوځي اډه کې د بليک واټر په نوم امريکايي شخصي کمپنۍ ځواکونه ميشت و چې تر ډيره يې ولسي وګړي وژلي، ترور کړي او شکنجه کړي دي.

د خلکو په وينا، هغه مهال په سيمه کې ميشتو بهرنيو ځواکونو یو شمير ولسي خلک ووژل چې بيا وروسته يې جسدونه د يادې اډې تر څنګ وموندل شول.

دغه اډه په ۲۰۱۳م کال کې وروسته له هغه وتړل شوه، چې د وردګو د يادې سيمې خلکو ورسره کلک مخالفت څرګند کړ او حکومت يې مجبور کړ ترڅو دغه بهرنيان له سيمې وباسي.

د يادونې ده، چې د بليک واټر په نوم د شخصي امريکايي کمپنۍ پوځيانو مخکې هم په هېواد کې د ولسي خلکو په ربړونه او وژنه دريغ نه دی کړی.

په داسې حال کې د بهرنيانو د زړو اډو د بيا فعاليدو راپورونه ورکول کېږي، چې يو ځل بيا د بليک واټر مشر اېرېک پرنس افغان حکومت ته وړانديز کړی، چې په افغانستان کې د عملياتو او هوايي بريدونو چارې وروسپاري.

پرنس ويلي، چې امريکايي پوځ د عسکرو د کمښت له امله نه شي کولی چې په افغانستان کې په پرلپسې ډول پوځي ماموريت ته دوام ورکړي او په خبره يې چې شخصي کمپنيو ته د دغه ډول دندو په سپارلو کې د امریکا ګټه ده.

بلیک واټر هغه پوځي شخصي کمپنۍ ده، چې په عراق او افغانستان کې یې ډېر امنیتي قراردادونه درلودل او ځینې کارکوونکي یې د ولسي وګړو پر وژنه او ځورونه تورن شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx