په افغانستان کي سوله چا له منځه وړې ده؟

مولوي وکیل احمد متوکل، د طالبانو د حکومت پر مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر

مولوي وکيل احمد متوکل

په افغانستان کې د وارسا په ماتې پسې د ناټو ماته راغله امریکایان هم د روسانو غوندې غواړي چې د خپلي خوښې نظام د خپلو پوځیانو تر وتلو وروسته لا هم پر افغانانو وتپي.

څرګنده خبره ده چې د افغانستان خلګ سوله غواړي ځکه په روان جنګ کې یې ګڼ شمیر بشري حقوق تر پښو لاندې کیږي، د ګڼو بې ګناه انسانانو څخه ژوند اخیستل کیږي مالي خسارات رامنځ ته کیږي په سیاسي شکوکو باندې زیات بې وزلي بندیان تر راز راز شکنجو لاندې بې سرنوشته پراته دي، د ډېرو کورنیو یتیمان او کونډې د تعلیم، صحت او نیستمنۍ څخه کړاوونه زغمي.

ملي ځواکونو ته د اشغالګرو لخوا د ترورستانو اصطلاح کارول جنګ نه ختموي بلکي د یو منلي حقیقت په توګه له هغوی سره د خبرو اترو په ترڅ کې دي سیاسي توافق ته غاړه کښېښودل سي او له افغانستانه دي بهرني پوځیان ووځي.

دحل لارې له پاره دې له ولس څخه د خیرخواهو منځګړو لکه د کندهار حاجي بشر نورزی اغېزمن واسطت ومنل سي د نړیوال ضمانت له مخې دې د خارجي قواوو د وتلو مهالویش وټاکل سي، سیاسي بندیان دي خوشي، تور لستونه دي له منځه یوړل سي، په مشخص ډول دي تدریجي اوربند وسي د ګاونډيو هیوادونو پر ځینو رغنده وړاندیزونو او نظریاتو دي غور وسي.

مطبوعاتو ته دي د دواړو خواوو د دریځونو په منعکسولو خپل بایللی اعتبار بیا اعاده کړل سي. پر خارجي مسایلو دي له اړوندو بهرنیانو سره او پر کورنیو مسایلو دي له کورنیو اړخونو سره پر پراخو ايجنډاوو مذاکرات ترسره سي.

مولوي وکیل احمد متوکل

تبصرې (3)

  • امریکا اوغربی امپریالستان په ۲۱پیړۍ کی غواړی دقبلل ملادقانون پرغریبواوبیعلمه ملکو ددوی دغلامانوپه ذریعه طتبیق کی حال داچه ددوی غیرانسانی قوانینودوی خپله دقبلل ملادوحشی دوری ته ګرزولی دی خوراومورپریوه حلال اومردارپریو شیطان دنفسی هوااوهوس پر خرو سفاره کړی دی ددیموکراسۍ ترنامه لاندی هغه قوانین ترسره کوی چه ۹۸٪انسانان یی د۲٪انسانانوغلامان ګرزولی دی - خپل ټول ظالم اوبی انصافه قوانین تربشری حقوقولاندی پرانسانانو طتبیقوی - دانسانانودجمعی قتل وسایل جوړولوته طرقی اواعلاعلم وای چه داسلام په قوانینو کی دیوه انسان وناحقه قاتل ته دبشریت قاتل ویل کیږی .اسلام دوی ترورست بولی له دی حیوانانو سره داسلام په اصطلاح صلح کفر ده اوپرمسلمانانو ددی دنیاد مفسدینوپه مقابل کی جهادفرض سوۍ دۍ - ددوی یوه ورځ په ملک کی پریښودل دخپل وس په اندازه عظیمه ګناه ده دوی زموږ اسلامی کلتور اوعادات فاسدوی اوخپلو حیوانی رسوموته می ګرزوی.په احترام عبدالواحد اڅګزۍ

  • متوکل صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومني !
    تاسی ښکلی موضع ته ګوټه نیولی زه به هم څه ورسره زیات کړم :
    د رشتینو یا فعالو مسلمانانو او فعاله کفارو تر منځ چه روغه چوړه کیدونکی نه ده علت یی همدا چه اسلام د سولی دین او سوله په سیاست راوستل کیږی او ساتل کیږی نو سوله د اسلام لمړی او سیاست یی دوهم نوم دی ، یعنی اسلامی نظام پیاده کولو سره عدالت او دعدالت سره سوله او امنیت رامنځته کیږی او دا ټول بیا عامه هوساینه او ورورولی رامنځته کوی چه له امله یی بشریت د باور به فضا کی د طبیعت له مهربانی او پراخی لمن څخه بی شمیره لاسته راوړنی تر لاسه کوی چه له امله به یی زمونږ په ټولو چارو کی لوړ کمیت او کیفیت رامنخته کیږی .
    رخلاف کفار ( حق پټونکی ) د همدی نورو د استثمارولو د پاره هڅی لری هغوی هیوادو کی چه دوی تسلط لری د قانون په زور مظلوم بشریت استثمار او به هغه هیوادو کی چه حکومتی پوره تسلط نه لری د بیلابیلو ایرمو او الحادی فلسفو په کارولو د حکومت او قانون د نامه لاندی بی عدالتی، فساد ، بی امنی او ګدوډی رامنځته کړی اوبه خړی کړه ماهی نیسه یا خلک وویشه حکومت کوه . یو شمیر بی وجدانه د ځانو غلامان او بیلونران جوړ کړی د هغوی په مټ زمونږ مظلوم اولسونه وژنی . هڅی لری چه د اسلامی نظام مخه ونیسی .
    نو هغوی چه د بی عدالتیو و جنګ ، فساد ، وینو تویولو اهداف لری چه له امله یی ناروا ګتی تر لاسه او هغوی چه عدالت ، سولی ، امنیت او هوساینی پلویان او فعالان دی هغوی کله سره سوله خو په خای پریږده روغه جوړه هم ممکنه نه ده یا به سجده کوی او یا به وژل کیږی او شړل کیږی نو د دی امله د سولی یادونه یوه معما راته ښکاری او هغه هم په دغه پیړیو کی چه د مجموعه ژوند د ځنکدن اخری پیړی راته ښکاری مننه

  • موتکل صاحب سلامونه او نکی هیلی می ومنی .
    داچی ټولو افغانانو ته معلومه ده چی اوسنی رسنی په رښتا چی حقیقی کا ر نه کوی او خپله بی طرفی نه مراعت توی او ټولی رسنی اوس ځان داسی کړی دی چی هر نظام یی دخپل لاس اله ګرځوی .