له استاد مصطفی حامد (ابوالولید المصري) سره د نن ټکی آسیا ځانګړې مرکه «لومړۍ برخه»

درنو لوستونکو!
دا دی له ژمنې سره سم مو د (( له توري بوړي تر ایبټ اباده … )) لیکنې او د افغانستان د روان سیاسي او پوځي وضعیت په اړه له استاد مصطفی حامد سره ترسره کړې مرکه د هغې له عربي متن څخه پښتو ته ژباړلې او تاسو ته یې وړاندې کوو:

پوښتنه : ښاغلی استاذ ! امریکايي رسنۍ مو د القاعده تنظیم مؤرخ بولي، مونږ مو د اسامه بن لادن په سلاکار او د هغه د نیږدي ملګري په نوم پیژنو، تاسو خپله ځان څرنګه را پیژنئ؟

ځواب : تر هرڅه لومړی مننه کوم چې ما ته مو له نن ټکی آسیا سره د مرکې کولو چانس راکړ، وا قعا چې دا زما لپاره د ډیر ویاړ ځای دی چې د افغاني رسنیو په کچې له یوې مشهورې رسني ( نن ټکی آسیا) سره د مرکې امتیاز را کول کیږي.
ستاسی د پوښتنې په ځواب کې باید و وایم چې زه د کوم ګوند او ډلې مؤرخ نه ؛ بلکې د شوروي اشغالګرو په خلاف د افغان ولس د جهادي پیښو یو لیکوال یم.

د دغو پیښو لیکل او د افغان جهاد تجربې زما د ژوند تر ټولو مهمې او په عین وخت کې جالبې تجربې دي ، ځکه هغه د یوه ولس پیښې نه ، بلکې په شلمه پیړۍ کې د ټول اسلامي امت په کچه په زړه پوري او مهمې پیښې ګڼل کیږي.

ما په خپلو لیکنو کې د افغاني قضیې احداث رانغښتي ، همدا راز مي د دې ترڅنګ د هغو شخصیتونو چې د دې احداثو جوړوونکي او زما ور سره په هغه مهال کې تعارف شوي لیکنې کړې دي.

په پیل کې له دغو لیکنو څخه زما قصد دا نه وچې زه تاریخ او یاهم شخصي یاد داښتونه ولیکم، که څه هم چې هغو کې ډیرې تاریخې پیښې نغښتل شوې، همدا راز ما نه غوښتل چې زما دا لیکنې دې یواځې د پوځي پیښو یو ثبت او یا یو سیاسي تحلیل وي، خو دا هرڅه په ضمني ډول په دې لیکنو کې راغلل پرته له دې چې زما هغه مقصود بالذات وي.

زما د ې لیکنو زما د یوه فردي زیار په حیث تر یوې اندازې پوري د لوي افغان جهاد څه اړخونه تر پوښښ لاندې نیولي.

زه په کوم ګوند او ډلې پوري مربوط مؤرخ او لیکوال نه یم، ځکه دا کار زما تر وس او توان وتلې خبره ده.

خو دومره خبره ده چې په خپلو لیکنو کې مي د خپل وس په اندازه د افغان جهاد پیښې او همدا راز د دې پیښو تر سره کوونکي معرفي کړي دي.

امریکايي رسنۍ چې ما د القاعده تنظیم مؤرخ بولې هغه له دې وجې چې زما ټولې لیکنې یو جُرم وبولي ، هغه په یوه تنګ تنظیمي چوکاټ کې را ولي او بیا په دې جرم ما او لوستونکی دواړه تر امنیتي تعقیب لاندې ونیسي.

د القاعده تنظیم بنسټګر او د دې ډلې د سرکسان زما ډیر نیږدي دوستان او ماته ډیر خوښ او ګران شخصیتونه وو.

سره له دې چې زما او دهغوي ترمنځ په ډیرو موضوعاتو کې نظري اختلاف و ، خو دا کله هم زمونږ ترمنځ د ورور ګلوۍ او دوستي
د له منځه وړلو په معنا نه و، بلکې په افغانستان کې مو په ډیرو جهادي چارو کې سره ګډه همکاري لرله.

په تنظیمي لحاظ زه تر اوسه پوري هم د هیڅ ګوند او ډلې رسمي غړی نه یم خو په جهادي چارو کې مو له ډیر شمیر ځوانانو او تنظیمي شخصیتونو سره تعارف شوی دی، چې په ډیرو امورو کې زما او دهغوی ترمنځ د اختلاف نظر له شتون سره سره بیاهم په جهاد په تیره د افغان جهاد په مهال یو د بل ترڅنګ پاتي شوي یو.

د القاعده تنظیم مشر اسامه بن لادن رحمه الله د مجاهدینو په منځ کې یو تر ټولو غوره او مخلص شخصیت او د لوړ ایثار او شجاعت خاوند و چې زما او ده ترمنځ ډیره نیږدي ورورګلوي او ملګرتیا وه.

او دا زما په ژوند کې هغه څه دې چې زه به تل ترتله ورباندې ویاړم ، زما او اسامه ترمنځ هم په ډیرو مسائلو کي ډیر ژور اختلاف و ، خو له دې سره سره به بیا هم نوموړي په ډیرو مواردو کې زما مشوره غوښته، دا چې څومره به یې زما پر مشوره عمل کاوه هغه د ده کار و ، خو نوموړي ته زما مشوره ورکول وظیفوي مشوره ورکول نه ، بلکې زما او ده ترمنځ د صداقت او اعتماد پر اساس و چې دا کار د القاعده تنظیم د ټولو تأسیسي افرادو په منځ کې شتون درلود.

پوښتنه : مونږ څه وخت مخکي له تورې بوړې تر ایبټ آباده پوري د اسامه بن لادن د زوي په روایت ستاسي یوه لیکنه نشر کړه ، پر هغې لیکنې د ښاغلي حکمتیار یو شمیر پلویانو نیوکې لرلې ، حتی ډیرو یې د هغې کیسې د ځینو محتویاتو د سم والي په اړه کوم چې د اسامه د زوي په ژبه روایت شوي شک درلود ، په تیره بیا هغه ټکي چې د اسامه بن لادن او حکمتیار ترمنځ تیر شوي ، تاسو په دې اړه څه وایاست ؟

ځواب: له تورې بوړې تر ایبټ آباده … کیسې په اړه یوه اړین وضاحت دا دی چې له بده مرغه د امنیتي ملحوظاتو له امله زه نشوای کولای د اسامه په زامنو کې د دې کیسې راوي معرفي او لوستونکو ته د هغه نوم واخلم ، خو خبره دا ده چې د کیسې د محتویاتو په روایت کې په تیره هغه برخه یې چې د حکمتیار په تعامل پوري اړه لري یواځې د اسامه زوی نه ، بلکې د هغه ترڅنګ ډاکټر ایمن الظواهري هم ژوندی شاهد دی.

داسې شاهد چې د اسامه تر زوی هغه په دې اړه د نورو ډیرو جریاناتو حقائق له ځانه سره لري؛ ځکه چې نوموړی به په دې تعامل او له حکمتیار سره په مخامخ خبرو کې یوطرف و، چې شونې ده د اسامه د زوي د روایت د تصدیق لپاره له ډاکټر ایمن
الظواهري سره د تماس په وسیله او یا هم دی خپله شخصا په دې اړه څه اضافي وضاحت نشر کړي.

له شکه پرته چې ډاکټر ایمن الظواهري به په دې اړه نور ډیر زیات هیښوونکي او خطرناک اضافات له ځان سره ولري.

د ډاکټر ایمن الظواهري ترڅنګ په دې اړه نور زیات تفصیلات له سلیمان ابوالغیث سره هم شته ، ښايي یوه ورځ نه یوه ورځ چې نوموړی د امریکایانو له اسارته راخلاص شي به په دې اړه به مو له ډیرو نادرو ناویلو څخه خبر کړي.

پوښتنه: په افغانستان کې مو څومره وخت تیر کړی او دلته د اوسیدو په مهال مو ترټولو ښه خاطره کومه ده ؟

ځواب : له کله چې مي په کال ۱۹۷۹ کې افغانستان لیدلی تر اوسه پورې مي د یوې شیبې لپاره هم دا ښکلی هیواد له خیاله نه دی وتلی.

له هغې شیبې تراوسه که هرڅومره زه ترې یوې او بلې خواته تللی یم او یا هرډول شرائط باندې راغلی ، خو زړه او روح مي د دې هیواد د یاد بندیوان دي.

زه په دې باور یم چې افغانستان د اسلام د عظمت هغه ټاټوبی دی چې بشریت یې تل د مستکبرو طاغوتګرانو له شره ژغورلی او هغوی ته یې نه هیریدونکي درسونه ورکړي.

که چیري د اسلام لپاره وطن وي نو له شکه پرته چې هغه افغانستان دی او که چیري د اسلام مدافعین وي نو هغه زړورافغانان دي او که چیري د اسلامي عظمت لمرڅرګ بیا را خیږي نو هغه به هم خامخا له دې خاورې څخه وي.
هو ! پرهمدې خبرې زما پوخ باور دی.

ما چې په افغانستان کې کومې شیبې تیرې کړې که څه هم ځینې له ډیرو ستونزو ډکې وي ، خو هغه زما لپاره د ژوند ترټولو خوږې لحظې دي .

پوښتنه : تاسو د افغانستان په اړه څو کتابونه لیکلي او ایا هغه ټول په عربي ژبه دي او که نورو ژبو ته هم ژباړل شوي دي؟

ځواب : ما چې له ۱۹۷۹ څخه تر اوسه څه لیکلي هغه په مستقیم او غیر مستقیم ډول ټول د افغانستان په اړه دي ، د کتابونو شمیر مي ۱۴ ته رسیږي او په رسنیو کې نشرشوې مقالي بي حده او بي شمیره دي.

د افغانستان په اړه زما لیکلي تألیفات تقریبا ډیری زما پر خپلې ویب پاڼې هم نشر شوي ، د هغوی له جملې څخه تر اوسه پوري یو أثر انګلیسي او پنځه نوریې په ایران کې فارسي ژبې ته ژباړل شوي.

په کال ۲۰۱۱ د حسني مبارک رژیم تر نسکوریدو وروسته خپل هیواد (مصر) ته ولاړم ، پنځه کاله مي تیرکړل ، خو د امنیتي ملحوظاتو له وجې مي هلته د څه لیکلو چانس پیدا نه کړ.

پوښتنه : د امریکې د نوي ولسمشر له واکمنۍ څخه نیږدي اووه میاشتې تیریږي خو هغوی لا هم د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره نه ده اعلان کړې، تاسي د افغانستان په اړه د ټرمپ د نوي تګلارې د ځنډ لامل څه بولئ؟

ځواب: امریکایان به تر دې وروسته هم د افغانستان په اړه خپله نوې ستراتیژۍ اعلان نه کړي، که یې اعلان هم کړي هغه به هسي تش په نوم او غیرعملي ستراتیژي وي.

د هغوی د نوې ستراتیژۍ د نه اعلان لامل څوشیان دي:

لومړی داچې د ټرمپ اداره یو غیر متجانسه ادره ده چې ضد او نقیض اشخاص له مختلفو افکارو و توجهاتو سره ورکې راټول شوي.

خپله ټرمپ او اړوند ټیم یې د دې پلوی دی چې د امریکا له پوځي ځواک نه په استفادې سره له خپلو مستعمراتو او په هغو کې له ګمارل شویو لاسپوڅو څخه په واک کې د پاتي کیدو په خاطر جزیه ترلاسه کړي، اشرف غني د امنیتي تړون په لاسلیکولو سره دا کار وکړ او امریکایانو ته یې د راتلونکو لسو کلونو لپاره په افغانستان کې د دائمي اډو لرلو سند ورکړ.

د ټرمپ د ادارې بله برخه د امریکايي مرکزي واکمنۍ استازي استخبارات ، پوځ او د پوځي تسلیحاتو کمپنۍ او د امریکا نور پانګوال شرکتونه دي.

هغوی په ټوله نړۍ په تیره امریکايي مستعمراتو کې د خپلو جنګي تولیداتو لپاره د مارکیټ پیدا کولو په لټه کې دي او نور د هیچا د ژوند د آسانتیاوو هیڅ ډول فکر ورسره نشته.

پوښتنه : امریکایانو او ناټو تړون د ۲۰۱۴ کال پای له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د پرشاتګ وروستۍ نیټه ټاکلې وه چې بالفعل د امریکا په جنګي ایتلاف کې شاملو ډیری هیوادونو خپل ځواکونه له افغانستانه پرشا کړل خو یواځې واشنګټن بیرته له خپلې پریکړې پرشا او یو شمیر خپل ځواکونه یې هم په افغانستان کې پاتي کړل او د ناټو له غړیو هیوادونو هم غواړي چې بیرته خپل پوځیان افغانستان ته را ولیږي ، ستاسي په اند له خپلې کړې پریکړې څخه د واشنګټن د پرشاکیدو لامل څه دی؟

ځواب : امریکایانو د افغانستان تر اشغال وروسته په ۲۰۰۳ کال د منځني ختیځ یو مهم هیواد عراق هم اشغال کړ او اوس يې له افغانستان څخه خپل پرشاتګ په منځني ختیځ کې په خپل نهايي بریالیتوب پوري مربوط کړی دی.

د افغانستان او منځني ختیځ قضیي یو له بل سره مستقیم تړوا لري، امریکایانو واقعا هم له افغانستان څخه د پرشاتګ اراده لرله او اوس یې هم لري، ځکه دوئ دلته د افغانانو د اسلامي او ملي مقاومت په وړاندې جګړه بایللې، مګر دوئ دا پرشاتګ په منځني ختیځ کې تر خپل وروستي بریالیتوب پوري ځنډولی دی.

امریکایانو د عراق په تیره د منځني ختیځ له اشغال څخه دا غرض و چې دا سیمه ټوله لومړی په خپل منځي جګړو اخته کړي ، وروسته یې هرهیواد په وړوکو دولتونو و ویشي او بیا هر دولت له بل سره په جګړه واچوي تر څو هغوئ ټول کمزوري او ټول په رسمي توګه پر اسرائیلي حکومت اعتراف کولو ته مجبورکړي او له محیطه تر خلیجه ټوله سیمه د امریکا او ناټو په حمایت د صهیونستي رژیم تر واکمنۍ لاندې راشي.

خو په عراق او سوریه کې د امریکایانو دا پلان له ستونزو سره مخ شو، همدا راز په یمن کې وضعیت د هغوئ په تاوان شو، په تونس کې فی الجمله هغوئ خپلې موخې ترلاسه خو په مصر کې حالات تر دې ورسیدل چې د مصر ټول هیواد په بشپړه توګه د پوځي جنرالانو لخوا پر اسرائیلو خرڅ کړای شو.

په منځنی ختیځ کې د امریکايي پلان د ګډوډي له وجې له افغانستان څخه د هغوئ د مکمل پرشاتګ پروګرام هم وځنډول شو، امریکایان په دې وپوهیدل که په دې ناکامه حالت کې له افغانستان څخه خپل ځواکونه مکمل وباسي ښايي هغه څه چې یې په منځني ختیځ کې تر لاسه کړي هم بیرته ټول له لاسه ورکړي؛ ځکه یې له افغانستان څخه تر اوسه پوري د ټولو پوځیانو د پرشاتګ بهیر ځنډولی دی.

عربي نړۍ امریکا ته هغه حیثیت لري کوم چې پرون ختیځې اروپا پخواني شوروي اتحاد ته درلود، په افغانستان کې د سره پوځ ماتې په ټوله ختیځه اوروپا کې د کمونیستي امپراتورۍ په خلاف د بغاوت پاڅون څپڅپاند کړ، نن که امریکایان په افغانستان کې هماغسي ماتې خوري لکه روسانو چې وخوړه له دې سره هم مهال به په منځني ختیځ او ټوله عربي نړۍ کې د امریکایي مصالحو په خلاف د بغاوت داسې خوځښت پیلیږي لکه په خیتځې اروپا کې چې د پخواني شوروي اتحاد د شکست په مهال پیل شو چې له امله یې سره امپراتوري رانسکوره شوه.

همدا وجه ده چې امریکایان سره له دې چې په افغانستان کې یې خپل مطلق شکست زړه ته لویدلی خو دوئ یې رسمي مني نه ، ځکه په رسمي منلو کې یې په ټوله نړۍ کې پوځي غرور تر پښو لاندې کیږي او کومې بریاوې چې یې په منځنۍ ختیځ کې تر لاسه کړې هغه یې هم له لاسه وځي.

امریکایانو په افغانستان کې پر خپلو نورو توسعوي اهدافو سربیره خپلو بیلابیلو کمپنیو ته د کار پیدا کولو لپاره پردې هیواد یرغل وکړ، په کابل کې د هغوئ په لاس جوړشوی لاسپوڅي حکومت غواړي د منځني ختیځ د چارواکو په څیر د خپل هیواد ټولې طبیعي زیرمي او تر ځمکې لاندې قیمتي کانونو د اشغالګرو په واک کې ورکړي تر څو دوئ نورهم د یو څه وخت لپاره په واک مسلط وساتي.

په افغانستان کې په نورو ډیرو طبیعي زیرمو او شتمنیو سر بیره د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې تولیدیدونکي نشه يي توکې هغه څه دي چې امریکایان یې د یوې مهمې شتمنۍ په توګه په هلمند ، کندهار او بګرام کې له خپلو پوځي مرکزونو څخه د پوځي الوتکو په وسیله بهرني نړۍ ته لیږدوي او له دې لارې هرکال په میلیاردونو ډالر تر لاسه کوي.

امریکايي استخبارات له افغانستان څخه بهرنۍ نړۍ ته د نشه يي توکو لیږل د نړیوالې مافیا په مټ تر سره کوي او د دې کار لپاره ځانګړي ځواک لري چې په ځانګړیو وسلو او ډرون الوتکو مجهز دی .

دا چې یرغلګرو امریکایانو پرافغانستان یرغل کړی نو د هغوئ په وړاندې افغان ولس دوه انتخابه لري:

یا یرغلګرو ته تسلیمیدل او د هغوئ اشغالګرانه واکمنۍ پر ځان منل.

او یا هم د هغوئ په وړاندې مقاومت کول او د سر ورکولو په بیه له اشغالګرو ځواکونو څخه خپل هیواد آزادول.

چې افغانانو د خپل اسلامي او افغاني سرشت له مخې دوهم انتخاب خوښ کړی او په ډیره میړانه یې په خالي لاس خو د الله جل جلاله په نصرت د امریکا په شمول د ۴۸ کفري هیوادونو په مقابل کې مقاومت پیل کړی چې اوس هاغه دی د بریا په درشل کې دی او امریکایانو ، د هغوۍ سترنړیوال حلیف ناټو تړون او د هغوئ نورو ټولو نړیوالو پوځي او استخباراتي ملاتړو د افغانانو په لاس ښکاره شکست خوړلی دی.

اوس که چیري په همدې وروستۍ مرحلې کې افغان ولس له مقاومته لاس په سر کیږي ، لکه ځیني تطمیع شوي د امریکایانو پخواني ځیره خواره چې له امریکایانو سره اوسنی مقاومت ناروا بولي او له هغوئ سره د مقاومت په ځای تسلیمي ته ترجیح ورکوي ، نو خدای مکړه د افغانستان برخلیک به دا وي چې هغه به په سیاسي ، پوځي او فکري لحاظ تل تر تله د اشغالګرو تر اشغال لاندې وي لکه همدا اوس چې د اسلامي نړۍ ډیری هیوادونه په فکري او سیاسي لحاظ د هغوئ تر استعمار لاندې دي.

او که د اشغالګرو په خلاف خپل پیل کړي مقاومت ته دوام ورکوي نو د مقاومت په سرخیلانو (طالبانو) باندې دا خبره لازمه ده چې هغوئ د مقاومت د سیاسي، پوځي اقتصادي او فرهنګي پرمختګونو په اړه خپل موقف په بشيړه توګه نړۍ ته څرګند کړي.
ځکه اوس مهال چې د طالبانو سیاسي فعالیت د هغوئ له پوځي کارنامو او پرمختګونو سره مقایسه کیږي نو لیدل کیږي چې سیاسي هغه ترې کمزوری دی.

ځکه د طالبانو په لاس د نړۍ په کچه د ترټولو ځواکمن پوځي قوت (امریکا) او د هغې د ترټولو ستر پوځي حلیف ناټو تړون تاریخي شکست له شکه پرته داسې کارنامه ده چې بیلګه یې تر اوسه د بشریت په تاریخ کې نه ده لیدل شوې او باید په سیاسي لحاظ یې په همدومره عظمت سره ترجماني وشي.

یو پوځي کار پوه په دې اړه وايي:

((هره پوځي لاسته راوړنه چې په سیاسي لحاظ یې مناسبه ترجماني ونشي يواځې د سربایللو یو تش نمایش دی چې قرباني ورکوونکی ولس تري هیڅ ګټه نشي اخیستلای))

نوربيا…..



د لیکوال او لاندي تبصره کوونکو له نظر سره د نن ټکی اسیا د ادارې توافق شرط نه دی.

3 تبصرې

  1. استاد مصطفی حامد د مرکې لومړۍ برخه مې ولوسته؛ خو ښکاري، چې نه مصري پاتې شوی او نه د افغان افغانیت مني !
    دا څنګه ؟ دا داسې، چې نوموړی د طالب پوځي بری مني؛ خو سیاست یې کمزوری بولي. په داسې حال کې، چې پوځي بری د طالب له سیاسي بري رازېږیدلی او اوس دواړه بریالیتوبونه موازي وده او پراختیا لري.

  2. شفیق خوګياڼیوال

    ما شاء الله د استاذ مرکه واقعا چې هر اړخیزه مرکه ده او له دا ډول شخصیتونو سره مرکې کول د نن ټکی آسیا پر صحافتي حیثیت ښه مثبت اغیز لرلی شي.
    د هندوکش ورور په ځواب کې باید ووایم چې استاذ افغانانو ته په درناوي کې ډیر ښه کلمات ویلي كه مو لوستي وي ، نوموړی وايي :
    که چیري د اسلام لپاره وطن وي نو له شکه پرته چې هغه افغانستان دی او که چیري د اسلام مدافعین وي نو هغه زړورافغانان دي او که چیري د اسلامي عظمت لمرڅرګ بیا را خیږي نو هغه به هم خامخا له دې خاورې څخه وي.
    هو ! پرهمدې خبرې زما پوخ باور دی.
    دا هم پر افغانانو د استاذ یوه لورونه ده چې د طالبانو سیاسي فعالیت یې نقد کړی ، ریښتیا هم چې د طالبانو سیاسي فعالیت او د هغوئ فعالین داسې نیمګړتیاوې لري چې د هغوئ پوځې بریاوې یې سختې متضررې کړي دي .

  3. الحاج استاذ بیانزی

    د نن اسیا د پاڼی چلوونکو یا ددی مرکی مسولینو په واسطه دروند مشر ورور حامد صاحب ته سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم . الله ج دی اجرونه ورکړی . زه یی د ټولو خبرو سره سل په سلو کی موافق یم حتی دا چه وایی د یوه اسلامی خوځښت غړیتوب نه لرم ، همدغه جلا جلا خوځښتونه زمونږ جهادی هڅی ډب کړی او کله یی د ماتو سره مخ کړی ، نړیوال کفر ( له همدغه لوی خالیګاه لویه ګټه بورته کوی طالبان حزب نه دی امارت د دوی د ګوند نوم نه بلکه د دوی د اسلامی حکومت نوم وو او دی . هغوی د امارت اسلامی پاشلو یا نسکوریدو باندی باور نه لری او حقیقت هم دغه دی .
    حتی د هغه د خبرو ځینی برخی یی له ګرمو ولولو ژړا راوستله ، داسی څه یی لیکلی لکه دی چه هم افغان او حتی تر افغانانو هم زیات افغان وی . او امت مسلمه باید همدغه دریز او طرز تفکر ولری ، که مونږ به خپلو هیوادو ځانونه وویشو او یا هیواد برستان شو همدغه شرک او لوی کفر دی نړیوال یهودی استعمار د ( وویشه حکومت وکړه ) د باره د همدی نشنلستی خطرناکی وسلی او وسیلی ګټه پورته کړی ښه مثال یی د اتاترک ملحد په واسطه د ترکی او عربی نشنلیزم په واسطه په منځنی ختیز کی د عثمانی خلافت خاتمه د همدی نشنلیزم په واسطه تر سره شو چه هر چیری یی شاهنشانی داسی ملوک الطوایفی جوړی کړی چه د ټولو هیوادو نظامی او استخبارات یی د امریکا له خوا تمویل تجهیز ، روزل شوی او د هغوی په قومانده کار کوی د هر هیواد مشر که لږه سرغړونه کوی صبا ته به نه وی لکه صدام او فذافی په شان یی غوږونه باسی .
    تبصره راڅخه لږه اوږده شوه . مګر تر ټولو مهمه خبره یی د حکمتیار به اړه د اسامه سره د هغه ناوړه او د دشمنی چلند تصدیق چه مخکو لیکنو کی د هغه د زوی له خوا یی څه ناڅه یادوه شوی وه او حامد صاحب اوس تصدیق څه چه ویی ویل چه تر هغی زیات څه تیر شوی چه مخکی لیکنو کی تاسی لوستلی او حتی د الظواهری او هغه بل ورور ریفرنس یی ورکړی چه د هغه سره د ډیرو خطرناکو خبرو زیرمه شته ( د حکمتیار په اړه ) دا معنی چه حکمتیار له اوله د سیاف او ربانی په شان یو ګروپ یی کابل او بل ګروپ یی د طالبانو د ځپلو د باره غرو ته تللی وو ، کله چه یی رشتونی مجاهدین به دغه منافقت بوه شول تری وکوچیدل د کابل غلامانو او بادارانو ورته اربکی او اوس یی ورته داعشی ملیشی په واک کی ورکړی چه د امریکایی داعشیانو ( بلیک واتر ) سره به ګډه لاس اړونه کار کوی ، لغمان ته له باګرامه نظامی الوتکه کی راښکته شو ( دوی ویل چه حکمتیار په کنړ کی دی ) که د کنړه راتلای لمړی باید ننګرهار ته راغلی وی مګر هغسی ونه شول او بیا د ناتو او امریکا په څومره لویه بدرګه کابل ته د ناوی په شان یووړل شو ،

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.