راځئ د دې امريکايي پوځي له خولې يې واورو!

ژباړه او لنډيز: فضل کريم شرف

د الجزيرې راپور

د ۲۰۱۰م د مۍ لومړۍ نېټه

د ايتن مکورډ په نامه دغه امريکايي پوځي څو کاله د عراق جګړه کې ګډون کړی. اوس د يوې پېښې په اړه د شاهدۍ ورکولو او بښنې غوښتو له لارې غواړي له خپل او د عراقيانو له زړونو درد لرې کړي.

د عراق د جګړې دغه وېډيو کلپ چې ۲۰۰۷م کې خپور شوی، د امریکايي پوځيانو له لوري په کې په يوه هوايي بريد کې يو شمېر ولسي وګړي ووژل شول، په وژل شويو کې د رويټرز خبري اژانس يو کيمره مين او چلوونکی هم شامل وو.

دا پوځي د هغو پوځيانو په ډله کې و، چې له بريد وروسته سيمې ته استول شوي وو.

«ما هلته -د کلمې په ټوله معنا- يوه قصابي وليده، انسانان مې وليدل چې د ممنوعه وسلې په مرميو يې جسدونه شکېدلي وو، ما ويل که خوب وينم».

امريکايي پوځ هغه مهال ادعا وکړه، چې دغو وژل شويو کسانو لومړی د مکورډ پر ډله وسله وال بريد کړی و. د بريد کوونکو اپاچي هليکوپترو سپرو بريدګرو عسکرو د رويټرز پر کيمره مين د راکټچي ګومان کړی و. خو مکورډ وايي چې سره له دې چې په دوی کې له ځينو سره وسله وه، خو زموږ پر ډلګۍ يې بريد نه و کړی، «له دې هر څه سره سره له زخمي کيدو وروسته د کيمره مين ويشتلو، يا د ولسي موټر په نښه کولو ته هيڅ جواز نه پيدا کېږي».

«زه خپله په دې اند يم چې د موټر په نښه کول سم نه و، امريکايانو کولی شول، چې دوی ووېروي او په خطايي ډزو يې په شا کړي، دا خلک ولسي وګړي وو او د يوه ټپي تن د مرستې هڅه يې کوله».

ايتن چې کله د موټر د وژل شوي چلوونکي کوچنی د درملنې په پار زغره‌وال موټر ته ولېږداوه، له رټنې سره مخ شو. «زه د موټر مخې ته وم، کوچنی مې واخيست او منډه مې کړه، ډاډګيرنه مې ورکړه چې ژر به روغ شي، ورته مې کړه: «مه مړ کېږه، مه مړ کېږه»، دا داسې څه دي چې زړه ورته چوي».

ايتن وايي چې دا د خپل ډول يوازينۍ پېښه نه ده، بلکې هره ورځ پېښېږي، ځکه د جګړې اصولو امریکايي سرتېرو ته دا اجازه ورکوله، چې ان پر ولسي وګړو بريدونه وکړي.

«که موږ د ولسي وګړو په منځ کې د تهديد احساس وکړ، کولی شو ډزې پرې وکړو. او که ځمکه کې د ښخ شوي بم له چاودنې سره مخ شو، ګرد چاپېره ډزې کوو، څو سيمه کې هر څوک ووژنو. دا د جګړې هغه اصول دي چې موږ ته راښودل شوي
دي».

ايتن وايي، چې دا يوازې د ولسي وګړو د وژنې يوه پېښه نه، بلکې د عراق د ټولې جګړې کيسه ده.

دغه پخوانی پوځي له دې امله له عراقي ولسه بښنه غواړي، چې حکومت يې د جګړې بښنه نه غواړي.

«موږ تاسو او ستاسو اهل او کورنيو ته ليکو، چې زموږ خبرې او کړنې هيڅکله نه شي کولی چې ستاسو د ګاللي زيان بدله درکړي. ايتن ستاسو لورکۍ او زوی ګوټی له موټره ور واخيستل او د هغوی په مخونو کې يې د خپلو کوچنيانو مخونه وليدل.

زموږ او د نورو سرتېرو د معلوماتو له مخې موږ په دې پوهېږو، چې په دې کلېپ کې ثبت شوې پېښه هلته هره ورځ تکرارېږي».
ايتن د دې ګواهۍ له مخې غواړي د خپل ضمير له ملامتيا ځان وژغوري. خو لا هم له داسې رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، چې د رغېدو نښه يې نه ښکاري.

د الجزيرې بشپړ راپور په دې لينک ليدلی او اورېدلی شئ

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبد الله
میلمه

دا د الجزيرې د راپور لېنک مو کار نه کوي

احمد زی
میلمه
احمد زی

یواځی د واشنګټن ، ماسکو او لندن له تلویزونو یی باید واورو ، ځکه له هغه ځآی په روبل ، پوڼدو او دالرو مو خیټی او چیبونه دک شوی د یو څو دالرو ، پونډ او دالرو په تر لاسه کولو مو خاوره ، خلک او خپلواکی وپلورله ډومره ډالرو او پونډو نیشه کړی یاست چه د ځان او ناموس په پلورلو هم اسره نه کوی ، اشغالګرو در څخه قضایی مصونیت په همدی تر لاسه کړی چه ستاسی پهره هم په کورو ، هم په لیارو او هم دفترو کی د هماغوی په لاس ده هغوی ستاسی د غلام… نور لوستل »