راځئ د دې امريکايي پوځي له خولې يې واورو!

ژباړه او لنډيز: فضل کريم شرف

د الجزيرې راپور

د ۲۰۱۰م د مۍ لومړۍ نېټه

د ايتن مکورډ په نامه دغه امريکايي پوځي څو کاله د عراق جګړه کې ګډون کړی. اوس د يوې پېښې په اړه د شاهدۍ ورکولو او بښنې غوښتو له لارې غواړي له خپل او د عراقيانو له زړونو درد لرې کړي.

د عراق د جګړې دغه وېډيو کلپ چې ۲۰۰۷م کې خپور شوی، د امریکايي پوځيانو له لوري په کې په يوه هوايي بريد کې يو شمېر ولسي وګړي ووژل شول، په وژل شويو کې د رويټرز خبري اژانس يو کيمره مين او چلوونکی هم شامل وو.

دا پوځي د هغو پوځيانو په ډله کې و، چې له بريد وروسته سيمې ته استول شوي وو.

«ما هلته -د کلمې په ټوله معنا- يوه قصابي وليده، انسانان مې وليدل چې د ممنوعه وسلې په مرميو يې جسدونه شکېدلي وو، ما ويل که خوب وينم».

امريکايي پوځ هغه مهال ادعا وکړه، چې دغو وژل شويو کسانو لومړی د مکورډ پر ډله وسله وال بريد کړی و. د بريد کوونکو اپاچي هليکوپترو سپرو بريدګرو عسکرو د رويټرز پر کيمره مين د راکټچي ګومان کړی و. خو مکورډ وايي چې سره له دې چې په دوی کې له ځينو سره وسله وه، خو زموږ پر ډلګۍ يې بريد نه و کړی، «له دې هر څه سره سره له زخمي کيدو وروسته د کيمره مين ويشتلو، يا د ولسي موټر په نښه کولو ته هيڅ جواز نه پيدا کېږي».

«زه خپله په دې اند يم چې د موټر په نښه کول سم نه و، امريکايانو کولی شول، چې دوی ووېروي او په خطايي ډزو يې په شا کړي، دا خلک ولسي وګړي وو او د يوه ټپي تن د مرستې هڅه يې کوله».

ايتن چې کله د موټر د وژل شوي چلوونکي کوچنی د درملنې په پار زغره‌وال موټر ته ولېږداوه، له رټنې سره مخ شو. «زه د موټر مخې ته وم، کوچنی مې واخيست او منډه مې کړه، ډاډګيرنه مې ورکړه چې ژر به روغ شي، ورته مې کړه: «مه مړ کېږه، مه مړ کېږه»، دا داسې څه دي چې زړه ورته چوي».

ايتن وايي چې دا د خپل ډول يوازينۍ پېښه نه ده، بلکې هره ورځ پېښېږي، ځکه د جګړې اصولو امریکايي سرتېرو ته دا اجازه ورکوله، چې ان پر ولسي وګړو بريدونه وکړي.

«که موږ د ولسي وګړو په منځ کې د تهديد احساس وکړ، کولی شو ډزې پرې وکړو. او که ځمکه کې د ښخ شوي بم له چاودنې سره مخ شو، ګرد چاپېره ډزې کوو، څو سيمه کې هر څوک ووژنو. دا د جګړې هغه اصول دي چې موږ ته راښودل شوي
دي».

ايتن وايي، چې دا يوازې د ولسي وګړو د وژنې يوه پېښه نه، بلکې د عراق د ټولې جګړې کيسه ده.

دغه پخوانی پوځي له دې امله له عراقي ولسه بښنه غواړي، چې حکومت يې د جګړې بښنه نه غواړي.

«موږ تاسو او ستاسو اهل او کورنيو ته ليکو، چې زموږ خبرې او کړنې هيڅکله نه شي کولی چې ستاسو د ګاللي زيان بدله درکړي. ايتن ستاسو لورکۍ او زوی ګوټی له موټره ور واخيستل او د هغوی په مخونو کې يې د خپلو کوچنيانو مخونه وليدل.

زموږ او د نورو سرتېرو د معلوماتو له مخې موږ په دې پوهېږو، چې په دې کلېپ کې ثبت شوې پېښه هلته هره ورځ تکرارېږي».
ايتن د دې ګواهۍ له مخې غواړي د خپل ضمير له ملامتيا ځان وژغوري. خو لا هم له داسې رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، چې د رغېدو نښه يې نه ښکاري.

د الجزيرې بشپړ راپور په دې لينک ليدلی او اورېدلی شئ

تبصرې (2)

  • یواځی د واشنګټن ، ماسکو او لندن له تلویزونو یی باید واورو ، ځکه له هغه ځآی په روبل ، پوڼدو او دالرو مو خیټی او چیبونه دک شوی د یو څو دالرو ، پونډ او دالرو په تر لاسه کولو مو خاوره ، خلک او خپلواکی وپلورله ډومره ډالرو او پونډو نیشه کړی یاست چه د ځان او ناموس په پلورلو هم اسره نه کوی ، اشغالګرو در څخه قضایی مصونیت په همدی تر لاسه کړی چه ستاسی پهره هم په کورو ، هم په لیارو او هم دفترو کی د هماغوی په لاس ده هغوی ستاسی د غلام ساتلو د یرغملتیا د پاره قصدا ستاسی او ستاسی د کورونو د بی عفتی هڅی لری او هغه په ډیرو ښکلو ویدیویانی کی ثبتوی هغه درته ښکاره کوی اخطار درکوی که مو زمونږ له اوامرو مو سرغړونه وکړه په هماغه شیبه به دغی ویدیو ګانی نه یواخی هیوادوالو پلکه ټولو نړیوالو ته علنی کړو ، زمونږ د څارنی لاندی یاست ، برخلاف که څومره مو د اسلام او مسلمانانو ځورونه وکړه هغوی مو ووژل هغومره به ستاسی کمیشن زیاتوالی کوی
    که د الجزیری له تلویزون یی نه منی بل ریفرنس به درکړم او هغه دا چه :
    ولاړ شی د لوړ پوړو چارواکو د کورونو مخه کی ودریږی وګوری چه د هغوی له کوره تور سترګی که شین سترګی ماشومان راوځی که اکثریت یی شین سترکی وو د الجزیری خبره به منی او که اکثریت یی تور سترګی وو بیا ستاسی خبره سمه ده او زه هغه شین سترکی هم درته نه یادوم چه د روسانو له وخته شین سترکی شوی او اوس بچیان خامخا ډبل شین سترکی کیږی یعنی تر پلرو یی هم سترګی شنی او د سر ویشتان سره دی .
    عبدالله جانه زه ولاړب شه دغه کارخانګی می نن درکړی او بیا ولاړ شه د کابل فاحشه خانی وشمیره چه د رولا غنی له خوا د اشغالګرو په بودیجه مخی ته وړل کیږی بیا ولاړ شه د شځو وزارت ته ولاړ شه او د هغه وزارت شاته خونی وګوره چه هغه وزازات او که د اشغالګرو دپاره رسمی فاحشه خانه او د عیاشیو میلمستون دی . او داسی نور مګر په یوه کوجنی تبصره کی نه ځایږی
    رښتیا تاسی به ډبل عبدالله یاست کوم چه هلکوالی کی ډیر ښکلی وو د ببرک هلک وو بیا یی مسعود شغلوی ته تحفه ولیږولو ، زما د خبری د تصدیق د پاره تاسی ډبل عبدالله ته وګوری چه اوس هم ارت ارت روان وی او د میکپ او ښکلی زنګ و جامن سره اوس هم مینه لری د ښځو ښکلا په میکپ او د میړنو ښکلا په ټوپک زیاتیږی مننه