نعت شريف/ ساميه تبسم

ساميه تبسم

تا باندي مي یاره د زړګي پنجرې وداني دي
بیا مي د ژوندون لاري کوڅې درپسي وراني دي

ښایي چي قانون یې وي جوړ کړی زما میني ته
وایي رسېدل تر عشقه کله په اسانــــي دي

زه خو ورتــــه ورځ کي په زر واره هم سلام کوم
زما د جانان سترګي هم تر ما لا مهرباني دي

ته د خوښۍ لمر سوې د نړۍ تورو تیارو لره
توري دښتي شنې او زرغونې درته حیراني دي

خدای خو دي یو ځل زما ولور ته نظر واړوه
زما د زړه کوتري ستا د حسن بندیواني دي

داسي په اسانه خو دي زه تبسم نه پرېږدم
ماته ستا د میني شېبې ټولي قدرداني دي

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د