شعـــــرونه

نظم-پلاره ډېرو دعاګانو ته محتاج يم/ سميع الله تړون

سميع الله تړون

پلاره ډیرو دعاګانو ته محتاج یم
پلاره ستا هغه ازاد بچی بندي شو
هغه چا چې خپل اولس ته شاعري کړه
هغه ستا اولس کې یاد بچی بندي شو

زړه مې ډیر خوږیږي خپله مور مې مړه ده
مېره مور به مې خپه وي او که نه
زوی دې راغی د همدې اواز په تمه
شوګیر کړي به یي شپه وي او که نه

زما د ګرانې ترور بچۍ زما میرمنې
له ما وروسته زیمواره د کاله یې
ښه پوهیږم چې زړګی به دې خوږیږي
پریشانه به زما په بیلتانه یې

خو خبر یي پښتنې میندې هغه وي
چې په غم او په کړاو کې حوصله کړي
د حالاتو طوفانونه ځي تیریږي
دا په تش لاس د هر څه مقابله کړي

زویه نن مې د لاسو هډوکي درد کا
زولنې پکې پرتې امریکایي دي
ما وطن د خپلې مور په نوم یاد کړی
خبر نه وم چې دا چارې جزایي دي

زویه خپلې مدرسې ته روزانه ځه
د مورکۍ احترام کوه بچیه
د بلال بچي خفګان زما خفګان دی
ابوبکر باندې پام کوه بچیه

باباجان دې بوډا شوی دی بچیه
د دعا لپاره کور ته ورکوزیږه
که دې خوب زما په کټ کې پیدا نکړ
نو بیا غیږ د خپلې مور ته ورکوزیږه

د جمعی په ورځ تمام خلک رخصت وي
زه په دوه متره کوټه کې بندیوان یم
نوره هیڅ ګناه مې نه ده کړې ګرانه
فقط دا چې یو شاعر یم مسلمان یم

دا منم چې د ژوندون کتاب ختمیږي
دا زما په ژوندانه کې پنځم باب دی
ککرۍ مې ایله اوس په خوزیدو شوه
اوس راغلی پکې نوی انقلاب دی

زویه لا مسلمانان کمزوري نه دي
انتقام به د ظالم نه زما اخلي
دا د ډیرې پاکې مینې ورورولي ده
ښه بدله به د غلیم نه زما اخلي

زویه زه د حقاني په نوم بندي یم
وایي دغه یو سړی د دوی دښمن دی
د یوه سړي خبره نه ده زویه
د اسلام هر یو بچی د دوی دښمن دی

زویه نور موټر کې مه ګرځه پیاده ځه
د کفارو هر یو شی د جاسوسۍ دی
کمپیوټر او انټرنیټ ته نژدې نه شې
او موباییل خو بچی د جاسوسۍ دی

سمیع الله تړون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x