افغانستان

کندهار: د جعلي لست په واسطه ۱۲ طالب بنديان خوشې شوي دي

دکندهار ولايت چارواکي وايي چې وسلوالو طالبانو د يو جعلي لست په واسطه ۱۲ طالبان د کندهار له محبسه ويستلي دي.

ويل کيږي چې، دا پيښه تېره سه شنبه شوې خو، رسنيو ته اوس راوتې ده.

په تښتيدلو بنديانو کې د مولوي منيب په نامه يو مهم قومندان هم وه چې، څه موده وړاندې د ملي امنيت لخوا نيول شوی او د ده نيونه يې خپله ستره بريا بلله.

ويل کيږي چې دغه کسان د محبس د مدير عبدالباقي په مرسته خوشې شوي دي. د يادونې وړ ده چې، وسلوالو طالبانو د وسلوال بريد په واسطه خپل ملګري د کندهار له محبسه خپل ملګري ويستي وو چې دا ځل يې د چارواکو په مرسته د جعلي لست په واسطه خپل مهم ملګري له زندانه تښتولي دي. وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x