خبرونهنړۍ

ملګرو ملتونو په شمالي کوريا نوي بنديزونه ولګول

نن ټکی اسیا (يکشنبه ، ۱۵زمری، ۱۳۹۶):

د ملګرو ملتونو امنيت شورا پر شمالي کوريا د وروستيو توغنديزو ازموينو په غبرګون نوي بنديزونه لګولي، چې تر ډيره پکې د ددغه هېواد صادرات په نښه شوي دي.

پر شمالي کوريا د نويو بنديزونو له مخې دغه هېواد نه شي کولی چې له دې وروسته چين ته د ډبرو سکرو، کاني ډبرو او نورو خامو موادو صادرات وکړي.

د ورکړل شويو مالوماتو پر بنسټ چې د خامو موادو صادرات د شمالي کوريا ستره عايداتي سرچينه ګڼل کېږي او هر کال له خپلو کانونو ۳ ميليارده ډالره ترلاسه کوي، چې د نويو بنديزونو له امله به دغه عايد يو ميليارد ته راټيټ شي.

ويل کېږي، چې پر شمالي کوريا نوي بنديزونه به دغه هېواد له اتوم جوړولو راوګرځوي، خو تر دې وړاندې شمالي کوريا ويلي و چې د بنديزونو لګولو سربيره به وسلو جوړولو او خپل اتوم جوړولو پروګرام ته دوام ورکړي.

په داسې حال کې د نويو بنديزونو خبره کېږي، چې تېره مياشت شمالي کوريا د دوو توغنديو ازموينه وکړه او ويې ويل چې دغه توغندي د امريکا هرې برخې ته رسېدلی او هدف په نښه کولی شي.

چين چې د شمالي کوريا يواخينی ملګری هېواد بلل کېږي، پر دغه هېواد د نويو بنديزونو ملاتړ کړی او د چين سفير ويلي چې نن نړۍ په يوه خوله دکورياټاپو کې له اتومي پروګرام سره مخالفت څرګند کړی.

په دغه نويو بنديزونو کې د امريکا متحده ايالاتو او چين له نږدې همکاري کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x