افغانستانخبرونه

ارزګان ولايتي شورا: څلوېښت سلنه پوليس په نشه روږدي دي

نن ټکی اسیا (يکشنبه ، ۱۵زمری، ۱۳۹۶):

د ارزګان ولايتي شورا وايي، چې د دغه ولايت څلويښت سلنه پوليس په نشه يي توکو روږدي دي او په خبره يې چې د پوليسو له ليکو دې وويستل شي، ځکه چې د خدمت پر ځای يې تاوان زيات دی.

د ولايتي شورا غړي محمد کريم کريمي رسنيو ته ويلي، چې په ياد ولايت کې څلوېښت سلنه پوليس نشه يان دي او زياتوي که دولت يې مخنيوی ونکړي نو دغه شميره به نوره هم لوړه شي.

دغه راز نوموړي د دغه ولايت د پوليسو په روزنه نيوکې وکړې او زياته يې کړه چې هيڅ روزنه نه لري او زده کړې نه ورکول کېږي.

د کريمي په وينا، د ارزګان ولايت په هره پوسته کې له څلورو تر پنځو پوليسو نشه يان دي.

د دغه ولايت د ځوانانو د پارلمان غړی نصيب الله وطنوال هم وايي چې د پوليسو په ليکو کې په نشه د روږدو کسانو شمير مخ په زياتېدو دی.

په عين حال کې د ارزګان اوسېدونکي وايي، چې بيا به هيڅکله خپل ځآمن پوليسو ته ونه لېږي.

نصرت الله او رحيم الله چې خپل ورونه يې پوليسو ته لېږلي وايي، چې ورونو يې په پوليسو کې له دندې څخه مخکې ښه درسونه ويل خو چې کله پوليسو ته ولاړل اوس ورسره په تکليف دي او زياتوي چې هيڅکله به بيا د کورنۍ غړي پوليسو ته وانستوي.

تر دې مخکې د ارزګان د بشر حقونو مسئولينو ويلي و، چې د دغه ولايت په پوليسو کې شاوخوا شل سلنه ماشومان دي چې قومانان ترې جنسي ګټې پورته کوي.

د ارزګان د پوليسو مشر هم مني چې په پوليسو کې دغه ناوړه عمل کېږي، خو وايي چې دوی يې د مخنيوي لپاره پلانونه جوړ کړي دي.

تر دې وړاندې هم د هېواد د يوشمير ولايتونو څخه د پوليسو په ليکو کې د نشه يانو د شمير پر زياتوالي راپورونه ورکول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له يو شمير لويو ښارونو څخه د عادي نشه يانو د شمير زياتوالي د خلکو اندېښنې زياتې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x