شعـــــرونه

غزل/ نصيب رحماني

نصيب رحماني

لا لګیا یم د خپل ځان جنازه وړمه
په یوه ځان د ټول جهان جنازه وړمه

مات بشر ته مې خالقه! همت راکړه
تر جنته د ایمان جنازه وړمه

اسرافیله! ته شپیلۍ په شونډو کیږده
اسرافیله! د درمان جنازه وړمه

لابه څنګه د هر چا په یاد کې راشم
لا اوچته تر آسمان جنازه وړمه

که له عرشه سره ځان په مخه راغی
بیا به چېرته؟ د ارمان جنازه وړمه

دا د مینې انتهاده پیره! ګوره
دا چې خپله د جانان جنازه وړمه

پس له مرګه رحماني که سوله راشې
بیا په سر د خراسان جنازه وړمه
ـــــــ
نصیب رحماني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x