افغانستان

لغمان: الينګار کې د ګډو عسکرو په هوايي بريد کې پنځه کسان وژل شوي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې چې، د ايساف او افغان عسکرو په ګډو عملياتو کې درې طالبان او ۲ ولسي وګړي وژل شوي دي.

 مجاهد زياتوي چې، د دوی پلويانو د الینګار سنګر نومې سيمه کې د ايساف او افغان عسکرو چاپه په شا وتمبوله او د ايساف پلي عسکرو د هوايي مرستې غوښتنه وکړه او د بمبارۍ له امله درې طالبان او دوه ولسي وګړي وژل شوي دی.

ويل کيږي چې په وژل شويو کې يوه کوچنۍ ماشومه هم ده. مجاهد زياتوي چې، د چاپې پر مهال عسکرو د طالبانو په تور شپږ کليوال هم له ځان سره وړي چې طالبانو سره يې هيڅ اړيکه نه درلوده.

د کورنيو چارو اوملي دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx