
په قبر کې د مړي حالت
وینا : مولوي عنایت الله علمي
لیکنه : احمدجنید مبارز
کله چي انسان مړ سي، که په قبر کي ښخ کړل سي یا نسي ښخ، نو هغه ته دوې ملائکې راځي چي یوې ته یې نَکِیْر او بلي ته یې مُنْکَرْ ویل کیږي او له دغه مړي څخه پوښتنه کوي چي :
رب دي څوک دی؟!
دین دي چشي دی؟!
او پیغمبر دي څوک دی؟!
او ددغه شخص یعني محمد صلی الله علیه وسلم په اړه دي څه ویل؟!
اوس نو که دغه مړی د اهلِ ایمان څخه وي یعني پر ایمان مړ سوی وي، سم او صحي جواب ور کوي او ورته وایي :
رب مي الله جل جلاله دی.
دین مي اسلام دی.
او دغه شخص د الله جل جلاله له طرفه موږ ته رسول را لېږل سوی دی.
تر دغه سوال او جواب وروسته دغه ایمان در لودونکي مړي ته هر قسم راحت او آساني ور کول سي، هغه داسي چي دده قبر ته د جنت له طرفه یو کړکۍ یا کلکین را خلاص سي چي د هغې کړکۍ څخه د جنت یخه هوا او ښه بوۍ دده قبر ته راځي او دغه وخت پر دغه مړه سوي انسان په ښه راحت او خوشحالي سره تیریږي؛ او که دغه مړی العیاذبالله بې ایمانه او کافر وو، نو د ټولو پوښتنو په جواب کي وایي : ها! ها! نه یم خبر، نه یم خبر!!
او په نتیجه کي سخت عذابونه ور کول کیږي!
وړونو او خویندو !
یوه شي ته متوجه واوسئ هغه دا چي دغه د قبر یا تر مرګ وروسته حالت که راحت وي که عذاب، یوازي مړي ته معلومیږي او هغه یې حس کوي، ژوندي انسانان د هغه حالت د پوهېدلو د حس کولو څخه عاجزه دي، دا داسي مثال لري لکه یو څوک چي بیده وي او په دغه خوب کي ډول ډول شیان ویني، دغه بیده انسان په خپل خوب کي کله ډېر خوشحاله او په راحت وي او کله ډېر په عذاب او تکلیف وي، خو هغه ویښ انسانان چي دده پر شاوخوا ناست وي دده له حاله بې خبره وي او هیڅ نه ور معلومیږي، نو مړی که څه هم زموږ څنګ یا بغل ته پروت وي، که دی په راحت وي یا په زحمت وي موږ دده حال نه حسولای سو او نه را معلومیږي.
” اللَّهُمَّ إِنَّا نَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ جَهَنَّمَ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ عَذَابِ الْقَبْرِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ فِتْنَةِ الْمَحْيَا وَالْمَمَاتِ “