نړۍ

سعودي ورځپاڼې حماس خفه او اسرائیل خوشاله کړل

نن ټکی اسیا (يکشنبه ، ۱۵زمری، ۱۳۹۶): له سعودي عربستان څخه خپرېدونکې ورځپاڼې (ریاض) د فلسطین د اسلامي مقاومت (حماس) غورځنګ یو تروریستي ګوند بللی، چې د حماس د خواشینۍ او د اسرائیلو د خوښۍ لامل ګرځېدلی.

ریاض ورځپاڼې وړمه ورځ د یو راپور په سرلیک کې لیکلي و: «د حماس ترهګرې ډلې استازي د ایراني ولسمشر د لوړې په مراسمو کې ګډون کوي».


خو د حماس اسلامي غورځنګ د ورځپاڼې لخوا دوی ته منسوب شوي الفاظ غندلی او په یوې خبرپاڼه کې یې ویلي:

«د حماس ګوند د سعودي عربستان د ریاض ورځپاڼې هغه راپور په کلکه غندي او تقبیحوي چې حماس ته یې د ترورییست لفظ کارولی».

حماس ګوند دغه ډول توصیف «خطرناک» ګڼلي او زیاته کړې يې ده چې په دې سره د فلسطیني ولس تاریخ او مبارزه بدنامیږي.

د حماس ګوند زیاته کړې چې بیت المقدس یوازې د دوی موضوع نه، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ موضوع ده او په وینا یې، حماس هغه مقاومت دی چې له بیت المقدس څخه د دفاع په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی.

د حماس ګوند په وینا دا توصیف د «اتل مقاومت سپکه ده».

یاد ګوند خواشیني څرګنده کړې چې سعودي ورځپاڼه په داسې حال کې دغه الفاظ کاروي چې اسرائیلي دښمن په فلسطیني ولس باندې تر ټولو ناوړه جنایتونه ترسره کوي.

خو له بلې خوا اسرائیلو د سعودي ورځپاڼې دغه اوصاف ستایلي او په هغو یې خوښي څرګنده کړې.

د اسرائیلو د پوځ ویاند (افیخاي ادرعي) په خپلې فیسبوک پاڼه د یادې ورځپاڼې د راپور انځور خپور کړی او لیکلي یې دي:

«د خپل صف کسانو پرې شاهدي وویله.. د ریاض ژبه په حق ګویا شوه او شیان په خپل اصلي نامه یادوي.. حماس ترهګره ډله
ده».

د یادونې وړ ده چې د اسرائیلو له رسمي او ډاګیزې ستاینې او په ټولنیزو رسنیو کې د خلکو د توندو نیوکو وروسته ریاض ورځپاڼې نوموړی راپور نن بیرته حذف کړ.

ریاض په سعودي عربستان کې تر ټولو مشهوره او زیاته خپریدونکې ورځپاڼه ده او د دې هیواد واکمنو ته نږدې او باوري رسنۍ بلل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x