نظــر

ولاکه مو رانه شل کړه!

د امریکایي یرغلګرو پر وړاندې روان مقاومت دادی د بري تر درشله په رسېدو دی ، په تېرو دیارلسو کې زمونږ مجاهد ولس خورا درنی قربانۍ ورکړی ، شهیدان، معیوبین، اسیران او …دا هرڅه د دې لپاره چې افغان غیور ولس په غلامۍ کې د ژوند کولو نه کرکه او نفرت لري ، افغان ولس ته باید د هغو لنډه غرو له نظره و نه کتل شي کومو خلکو چې تر پرونه یې په اروپا  او امریکا کې ډانس کلبونه او میخانی تودی ساتلی وی او یا یې د خارجیانود سپیو مینځل ، خو نن بیا هم دغه د جهالت په وروستي سرحد ولاړ د ایمان او وجدان سوداګر وایې چې افغان ولس سوله غواړي، که افغان ولس سوله غواړي  نو سوله خو د هر افغان غوښتنه ده اما تاسو د دی پرځای چې د سولی اصلی دښمنان په نظر کې ونیسۍ  او له هغه چا نه د سولی غوښتنه وکړۍ چې دې خاوری ته یې جنګ راوړی او سوله یې له منځه وړی ده، بالعکس له هغه چانه د سولی غوښتنه کوۍ چې هغوۍ د خپل دین او خاوری په دفاع بوخت او د خپل اولس په استازیتوب خپل روا مقاومت ته دوام ورکوي!!

د دې لپاره چې تش په نامه د بشري ټولنو سازمانونه په افغانستان کې د نا امنۍ عاملین طالبان وبولي او د اوربند غوښتنه ترې وکړي لومړی دی نړیوالو او افغان ولس ته قناعت ورکړي چې د لس زره کیلومتره لری ځای څخه راغلي صلیبي درنده ګان په یوه مسلمان هېواد کې د مداخلې څه حق لري؟

افغان ولس دی ته ضرورت نلري چې د امریکا او اروپا شادي نسله پوځیان دی ورته سوله راوړي بلکی افغان مسلمان ولس پخپلو ستونزو حلولو او پخپل هېواد کې په امن راوستلو تر دوی ښه پوهیږي نو لازمه ده چې د امن او سولی اصلي دښمنان وپېژندل شي او هسې د بوسو لاندې د اوبو تېرولو پرځای دی د ستونزی په سمې حل لاری سوچ او فکر وشي.

دا دیارلس کاله وشول چې د امریکا په مشرۍ نړیوال کفر او تالي څټي یې د افغان ولس داړلو ته دوام ورکوي او افغان مجاهد ولس یې پر وړاندې د طالبانو په جامه کې خپل مقاومت ته په پوره مېړانه او استقامت ادامه ورکړی ده، سره د دی چې رسنۍ په یو مخ د کفارو ننګه او ملاتړ کوي او په افغانستان کې د روان جهاد د بدنامي او د افغانانو د ځوان نسل د ګمراهۍ پوره هڅه کوي خو لله الحمد تر اوسه خپل دی ناروا  هدف ته په رسېدلو کې پاتې راغلي دي.

دا یو څو خبری مې هغه ایمان پلورونکو ته د توصیي په ډول وکړی چې د یوناما ، یو ایس ای ډي او پي ار ټي په ډالرو مست  د سولی نغاری وهي، دوی ته دی جوته وي چې طالبان د هغه ولسي مقاومت نوم دی چې درست نړیوال کفر ته یې ماته ورکړه او انشاءالله دا مقاومت به ضرور د بري تر منزله رسیږي، او تاسو باید دا فکر هم ونکړئ چې ګویا د امریکایانو په موجودیت کې به طالبان چې په ولس کې پراخ محبوبیت او ریښې لري سولی او جنګ بندۍ ته چمتو شي ،ستاسو نظامي، سیاسي، اوتبلیغاتي جګړه په بشپړ ډول د ماتی سره مخ شوی ده، اولس  پر تاسو هیڅ باور او اعتماد نلري نو تاسو ته نه ښایې چې ځانونه نړیوالو ته د افغان ولس د استازو په نوم وروپېژنۍ.
په پای کې به دومره ووایم چې بری به ضرور د حق په برخه وي، یرغلګراو ګوډاګیان به یې مات او شرمنده له دی هېواده وځي او دلته به یو ځل بیا د شرعي نظام وړانګې خپریږي.

دا خاوره د اسلام خاوره ده او دلته له اسلام پرته هيڅ یو قانون نشي پلی کېدای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x