دیني، سیرت او تاریخ

د شیطان پېژند ګلوي (دیارلسمه برخه)

 دکتور کفایت ا لله وردګ

یادګېرنه : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې وشوې او په تېرو دوو برخو کې مو دا موضوع و څېړله چې شیطان له انسان څخه څه شی غواړي؟ پدې برخه کې به د حضرت یحی علیه السلام سره د شیطان یوه واقعه ذکر کړو بیا به مو پام دې موضوع ته را وګرځوم چې شیطان د انسان د ګمراه کولو لپاره څه کولی شي؟ د تېرې برخې په تعقیب …

له شيطان سره د خلقو ډولونه

يو روايت شوی دی چې شيطان حضرت يحيی بن ذکريا عليهما السلام ته د نصيحت کوونکي انسان په شکل کې ښکاره کېدو د مثال په ډول د نصيحت په ډول کې يې ورته ويل : په ځان دومره تکليف مه وروله ټوله شپه عبادت کول د صحت ته تاوان کوي لږ آرام کوه ، لږ خلکو ته وخت ورکوه او داسې نور … خو حضرت يحيی علیه السلام دده لعين په راز باندې پوه شو او دده خبرو ورباندې هېڅ اثر ونه کاوه او ويې پېژندلو چې دا شيطان دی نو يې ورسره خبرې وکولې حضرت يحيی علیه السلام ورته وويل : له انسان سره ستا څنګه تعلق وي؟ شيطان ورته وويل : له مونږ سره خلک په دری ډوله وي :

لمړی ډول :

دا ډول خلک په مونږ باندې ډېر سخت وي او مونږ ترې زيات په تنګ وو دا هغه خلک وي چې مونږ ورباندې کار وکوو ترڅو مونږ ورباندې څه برلاسي شو او مونږ په هغه باندې کومه ګناه وکوو لکن هغه له ګناه نه وروسته بېرته له مونږ نه ځان خلاص کړي عبادت ، توبې ، استغفار ته مخه کړي هغه زمونږ ټوله خواري بې ځايه کړي او د خپلې کړې ګناه بښنه وغواړي مونږ بيا ورباندې زورور شو ګناه ورباندې وکوو هغه بيا بښنه وغواړي نه خو مونږ ترې نا اميده کېږو او نه مو د هغه نه حاجت پوره کيږي نو له ده سره مونږ هر وخت مصروف او هر وخت ستړي وو .

دوهم ډول :

دوهم قسم انسانان داسې خلک وي چې زمونږ داسې په لاسونو کې وي لکه توپ چې د ماشومانو په لاسونو کې وي مونږ ورباندې داسې لوبې کوو لکه ماشومان چې په توپ لوبې کوي چې څه مونږ غواړو هغه ورباندې په اساني سره کولی شو .

دريم ډول :

دريم ډول داسې خلک وي يا يحيی لکه ستاسې په شان چې په هغوی باندې زمونږ هېڅ وس نه رسيږي هغوی معصومين دي .

شيطان څه کولی شي؟
پدې ځای کې به پدې باندې خبرې وکوو چې شیطان د یو ا نسان د بې لارې کولو لپاره څه څه کولی شي؟

د عملونو ښايسته کول :

شيطان انسانانو ته ځينې عملونه هم تر نظر ښايسته ور وستلی شي هغه به ښه او ښکلي عملونه نه وي خو شيطان به انسان ته هغه ښکلي ور ښکاره کوي لکه شيطان چې الله جل جلاله ته فرمايل : قَالَ رَبِّ بِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَلَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ (39) . سورة الحجر

ترجمه : وویل (ابلیس) اې ربه زما قسم دی ما لره په ګمراه کولو د تا ما لره چې خامخا ښائسته به کړم (ګناهونه) دوی ته په زمکه کې او خامخا زه به ګمراهان کړم دوی ټول .

په بل ځای کې الله جل جلاله فرمايي: تَاللَّهِ لَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَى أُمَمٍ مِنْ قَبْلِكَ فَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ فَهُوَ وَلِيُّهُمُ الْيَوْمَ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ (63) . سورة النحل

ترجمه : قسم دی په الله جل جلاله په تحقیق لېږلی وو مونږ په طرف د امتونو پخوا له تا څخه (اې محمده نور رسولان) نو ښائسته کړی وو دغو (امتونو) ته شیطان هغه (بد) عملونه د دوی (چې کلک پرې ولاړ وو) نو همغه (شیطان) دوست د دوی دی نن ورځ او شته (په آخرت کې) دوی ته عذاب دردناک.

دروغ ويل دوکه کول

شیطان کله په درواغو سره هم انسان دوکه کولی شي ، په درواغو وعدو سره هم انسانان له سمې لارې کږولی شي لکه حضرت آدم او حضرت حواء عليهما السلام ته يې درواغ وويل الله جل جلاله فرمايي : فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ لِيُبْدِيَ لَهُمَا مَا وُورِيَ عَنْهُمَا مِنْ سَوْآَتِهِمَا وَقَالَ مَا نَهَاكُمَا رَبُّكُمَا عَنْ هَذِهِ الشَّجَرَةِ إِلَّا أَنْ تَكُونَا مَلَكَيْنِ أَوْ تَكُونَا مِنَ الْخَالِدِينَ (20) وَقَاسَمَهُمَا إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِينَ (21) . سورة الاعراف

ترجمه : نو وسوسه واچوله دوی دواړو ته شیطان د پاره د دې چې ښکاره کړي دوی دواړو ته هغه چې پټ کړل شوي دي له دې دواړو ځنې له غلیظه وو عورتونو د دوی او وویل (ابلیس دوی ته) نه یئ منع کړي تاسې رب ستاسې له (خوراک) د دې ونې ځنې مګر له دې جهته چې نه شئ تاسې د واړه پرښتې (په مرتبه یا په ښائست یا په بې پروائي له خوراکه) یا چې نشئ تاسې له تل پاتې کېدونکو (په جنت کې) او سخت قسم یې وکړ دوی ته (په نامه د الله جل جلاله ) چې بېشکه زه تاسې دواړو ته خامخا له (دوستانو) نصیحت کوونکو څخه یم .

په بل ځای کې الله جل جلاله فرمايي : يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلَّا غُرُورًا(120) أُولَئِكَ مَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ وَلَا يَجِدُونَ عَنْهَا مَحِيصًا (121) . سورة النساء

ترجمه : وعده کوي (شیطان) له دوی سره او په باطلو امیدونو کې غورځوي دوی ، او نه کوي وعده له دوی سره شیطان مګر په فریب دغه (تابعان د شیطان) ځای د دوی جهنم دی او نه به مومي دوی له دې دوزخه هېڅ ځای د تېښتې (او خلاصي) .

په بل ځای کې الله جل جلاله فرمايي : الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُمْ بِالْفَحْشَاءِ وَاللَّهُ يَعِدُكُمْ مَغْفِرَةً مِنْهُ وَفَضْلًا وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ(268). سورة البقرة

ترجمه : شیطان وعده درکوي تاسې ته د خواري (او ویروي مو چې خوار به شئ!) او حکم کوي تاسې ته په (کولو د) ناوړو کارونو (لکه بخل) او الله جل جلاله وعده کوي له تاسې سره د مغفرت (د ګناهونو) له خپله (لوري) او د فضل (د انفاق په بدل کې) او الله جل جلاله فراخ دی (رحمت ، فضل او احسان د ده) ښه عالم دی (پر ټولو احوالو) .

نور بیا ان شاء الله …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x