دیني، سیرت او تاریخ

د شیطان پېژند ګلوي (دولسمه برخه)

دکتور کفایت ا لله وردګ

یادګېرنه : په تېرو برخو کې د انسان او شیطان د دښمني په اړه خبرې وشوې په تېره (یولسمه برخه) کې مو پدې خبرې کړې وې چې شیطان له انسان نه څه شی غواړي؟ نو هلته دا خبره شوې وه چې اول له انسان نه غواړي چې کافر یا مشرک شي ، که دا زور یې ورباندې ونه رسیږي نو بیا غواړي په کوم بدعت یې آخته کړي ، که دا زور یې ورباندې ونه رسیږي بیا غواړي چې په لویو ګناهونو کې یې آخته کړي او که په کوم مسلمان باندې ګناه نشي کولی نو بیا ورنه څه شی غواړي ؟ د تېرې برخې په دوام ..

واړه ګناهونه

که په کوم انسان يې زور ونه رسيږي چې لوی ګناهونه ورباندې وکوي نو بيا واړه ګناهونه ورباندې کوي او کوښښ کوي چې له يوه پلوه ورباندې واړه ګناهونه وکوي او له بله پلوه هغه په نظر کې ورته واړه کړي او ورته سپک يې کړي او کله چې کوم انسان ته ګناهونه سپک ښکاره شي دا يې د هلاکت سبب کيږي او واړه ګناهونه هم چې ډېر زيات شي نو د انسان د هلاکت سبب کېدلی شي او هغه کس چې واړه ګناهونه کوي او دا ګناهونه ورته څه لويه خبره نه ښکاره کيږي اکثر داسې حالت ته ورسيږي چې دا واړه ګناهونه ورته بالکل ګناه نه ښکاره کیږي نو په اکثر صورتونو کې بیا لدې کس نه هغه کس غوره وي چې لویه ګناه کوي لکن دا ورته ګناه ښکاره کیږي او له الله جل جلاله نه د خپلو ګناهونو بښنه غواړي .

د شیطان د همدې کوښښ نتیجه ده چې په اوس وخت کې له تاسف سره ډېر مسلمانان په ګناهونو آخته دي او دا ورته ګناه هم نه ښکاره کیږي څومره محرمات په موبایل او کمپیوټر ، تلویزیون کې کتل کیږي؟ څومره په ناروا کې خبرې کیږي؟ په مجلسونو کې څومره د خلکو په ذاتي خبرو کې مداخلې کیږي؟ دا ټول د شیطان کوښښ دي چې زمونږ د خرابولو لپاره یې کوي (الله د مونږ ورڅخه وساتي)

او که په کوم انسان باندې يې ددې وس هم ونه رسيږي چې په هغه باندې واړه ګناهونه وکوي نو بيا ورباندې د راتلونکې مرتبې کوښښ کوي.

مباحات

کله چې شيطان پوه شي چې په يو کس يې ددې زور هم نه رسيږي چې په هغه باندې واړه ګناهونه وکوي نو هغه پداسې روا کارونو کې آخته کړي چې په کولو کې يې هېڅ ډول ثواب نه وی او پدې کارونو سره يې د هغه کارونو څخه مصروف کړي چې د ثواب کارونه وي او په کوم انسان باندې چې د شيطان د ګناه کولو زور ونه رسيږي نو هغه چې پداسې کار باندې آخته کړي چې د هغې ثواب نه وي بيا هم شيطان ډېر خوشحال وي چې لږ تر لږه د ثواب له کار نه خو يې را بند کړی دی .

شیطان انسان ته په زړه کې ور اچوي چې د مازیګر د مانځه نه وروسته چکر ذهن ، بدن ته ډېره فایده کوي راځه لږ بهر ته لاړ شه … نو تر ماښام پورې دا مبارک وخت یې له تلاوت او د الله تعالی له ذکر څخه مصروف کړي پدې توګه شیطان کوښښ کوي چې په همدې چکر یې آموخته کړي پارک ته یې بوزي ، صحرا ته یې بوزي ، بیا بله ورځ چې د ماښام اذان هم واوري نو شیطان ورته وايي چې ضروري خو نه ده چې جومات ته لاړ شي مونځ خو دلته هم کیږي په اسلام کې خو د زمکې په هر ځای کې مونځ روا دی راځه همدلته به مونځ وکوې بیا به لاړ شې … پدې توګه یې د جومات نه را وګرځوي او په دې یې هم آخته کړي چې بیا تر ناوخته به چکر کې پاتې کیږي او د ماښام مونځ کله وخته او کله نا وخته کله یې د دریو څلورو کسانو سره په جمع او کله یوازې وکوي او د جومات د غوره جمع او غوره مانځه نه یې پاتې کړي .

د همدې امله کله چې مونږ له ملګرو سره په مجلس آخته شو څومره ساعتونه مو ضائع کیږي؟ څومره وخت مو په عبثیاتو کې تیریږي؟ څومره وخت مونږ چاته وایو چې راځئ لږ مجلس به وکوو ، ګپ به ولګوو؟ دا ټول د شیطان کوښښ دی چې مونږ په داسې کار آخته کوي چې که هغه حرام هم نه وي لکن لږ تر لږه مونږ خو د الله له ذکر نه ورباندې مصروف کولی شي .

هغه کارونه چې غوره نه وي

کله چې يو انسان داسې وي چې د خپل وخت ساتنه کوي او شيطان نشي کولی پداسې کار يې آخته کړي چې په کولو کې یې څه ثواب نه وي بيا شيطان کوښښ کوي هغه کارونه ورباندې وکوي چې هغه ډېر غوره نه وی ترڅو ده ته وخت پيدا نه شي چې هغه ډېر غوره کارونه وکوي ځکه که کوم انسان ډېر غوره کار وکوي هغه ته به د الله جل جلاله د رحمتونو مخه شي او د هغه به ډېر خير په نصيب شي او شيطان دا نه غواړي ددې امله خو په رواياتو کې هم راغلي دي چې کله شيطان انسان ته په اويا نېکو کارونو باندې امر کوي ترڅو يې يو د شر کار ته برابر کړي او هغه شر داسې شر وي چې که چېرته شيطان پدې باندې بريالی شي چې په انسان يې وکوي نو د هغه اويا کارونو له ثواب نه به ددې بدکار ګناه لويه وی او کله شيطان کوښښ کوي چې په انسان باندې اويا د خير کارونه وکوي ترڅو يې له يوه د خير کار څخه واړوي نو هغه يو کار به داسې غوره وي چې ثواب به يې له هغه اويا کارونو څخه زيات وي چې په ده باندې يې کړي وي .

د مثال په توګه کله به شیطان یو انسان ته په زړه کې ور واچوي چې په مسواک څومره ډېر وخت تېر کړې نو غوره دی راځه لږ زیات وخت ورباندې تېر کړه خوله به د نوره هم پاکه شي او ثواب به د زیات شي نو دېته یې وهڅوي چې په مسواک باندې ډېر وخت تېر کړي خو … په نتیجه کې به شیطان کوښښ کوي چې له ده څخه جمع تېره کړي او یا ورڅخه تکبیر اولی ، یا اول رکعت تېر کړي چې دا بیا لویه ضائعه ده .

د شيطان د دښمني دا مرتبه ډېره سخته ددې امله ده چې ډېر په مشکل سره څوک ورباندې پوهيږي او صرف هغه کسان ورباندې پوهېدلی شي چې الله جل جلاله ورته په زړونو کې له خپله فضله رڼا ور اچولي وي او دا يوازې هغه نېک کسان وي چې په زمکه کې د پيغمبرانو وارثان او خليفه ګان وي الله جل جلاله د په مونږ باندې رحم وکوي چې د شيطان په فريب کې را نشو .

طاعت خرابول

کله چې شیطان په انسان باندې دومره برلاسی نه شي چې په هغه باندې ګناه وکوي نو بیا کوښښ کوي د هغه طاعت ور خراب کړي یو حدیث دی چې رسول الله صلی الله علیه و سلم ته یو صحابی راغلو ورته یې شکایت وکولو چې شیطان مې مانځه ته نه پریږدي هغه وویل : إن الشيطان قد حال بيني وبين صلاتي وقراءتي، يلبسها عليَّ. فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ذلك شيطان يقال له: خنزب، فإذا أحسسته فتعوذ بالله منه. واتفل على يسارك ثلاثاً. قال: ففعلت ذلك، فأذهبه الله عني.
ترجمه : بېشکه شیطان زما او زما د مانځه په مینځ کې پرده شو او زما د تلاوت په مینځ کې پرده شو پر ما یې خرابوي رسول الله صلی الله علیه و سلم ورته وویل دا شیطان دی خنزب ورته ویل کیږي کله چې د بیا محسوس کړو نو اعوذ بالله ووایه او خپل چپ طرف ته دری ځله تف کړه هغه صحابی فرمایل ما همداسې وکول الله جل جلاله راڅخه لرې کړو .

کله چې انسان په مانځه باندې شروع وکوي شیطان ورته راشي وسوسې ور اچوي ، ذهن یې مصروف کوي ، دنیایی کارونه ورپه زړه کوي او په څه نه څه ډول یې د الله جل جلاله له ذکر نه مصروف کوي لکه رسول الله صلی الله علیه و سلم چې فرمایی : إن الشيطان إذا سمع النداء بالصلاة، أحال له ضراط، حتى لا يسمع صوته، فإذا سكت رجع فوسوس، فإذا سمع الإقامة، ذهب حتى لا يسمع صوته، فإذا سكت رجع فوسوس. صحیح مسلم

ترجمه : بېشکه شیطان چې کله اذان واوري نو هغه (تښتي او منډې وهي او) ده لره باد ماتېدل وي ترڅو هغه دا اذان وانه وري او کله چې اذان ختم شي بېرته را وګرځي نو خلکو ته وسوسې ور اچوي بیا چې کله اقامت واوري بیا تښتي ترڅو د اقامت اواز وانه وري او کله چې اقامت ختم شي بېرته را شي بیا مونځ کوونکو ته وسوسې ور اچوي . … (الله تعالی د شیطان په مقابل کې له مونږ سره مرسته وکوي)

له انسان نه ځان پټ ساتل

شيطان دا وس لري چې له انسان نه ځان پټ کړي هغه انسانان ويني او انسانان هغه نه ويني لکه الله جل جلاله چې فرمايي : يَا بَنِي آَدَمَ لَا يَفْتِنَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُمْ مِنَ الْجَنَّةِ يَنْزِعُ عَنْهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوْآَتِهِمَا إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ إِنَّا جَعَلْنَا الشَّيَاطِينَ أَوْلِيَاءَ لِلَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ (27) . سورة الاعراف

ترجمه : اې زامنو د آدم فریب د درنه کړي تاسې ته شیطان لکه چې ایستلي یې دي مور او پلار ستاسې له جنته (په فریب سره) په دې حال چې ایسته يې له دې دواړو لباس د دوی لپاره د دې چې وښيي دوی ته غلیظه عورتونه د دوی بېشکه دغه (شیطان) ویني تاسې (هم په خپله) دی او (هم قوم) لښکر د ده له هغې خوا چې نه ئې وینئ تاسې بېشکه مونږ ګرځولي مو دي شیطانان دوستان لپاره د هغو کسانو چې ایمان نه راوړي دوی.

د انسان په بدن کې ګرځېدل

شيطان ددې وس لري چې په انسان کې پداسې توګه او په هغه لارو وګرځي لکه وينه چې په انسان کې ګرځي رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمايي : إن الشيطان يجري من الإنسان مجرى الدم. متفق علیه
ترجمه : شيطان په انسان کې د وينې د ګرځيدو په ځایونو کې ګرځي .

… نور بیا ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x