غزل/ محمد نعيم افغانزوی

محمد نعيم افغانزوی

عشقه امتحان مې کړه د میني مدرسه وایم
زه د پاکي میني هر مضمون په عقیده وایم

ته که مې آزمون کړې دار راوُښایه ځوړند به شم
زه دې بل منصور شمه هم هغه فلسفه وایم

ما درته اظهار کې د خپل تن غوښې کباب کړلې
زه که ځان پتنګ بولم خو تاته بیا ډېوه وایم

وُزي مې له زړه رڼا ستا عکس یې په ممبر ناست دی
زما د زړه رڼا ته هم دا ستا د نوم شغله وایم

حُورُو ته به ووایم چې عشق له تاسو ښکلی و
حُورې به حیرانې شي چې زه ستا ترانه وایم

ستا رضا دې ومومم فقیر دې یم خو شاه دې نه
تل به افغانزوي ستا نوم د ذکر په تسپه وایم



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.